يوه ورځ مې په راډيو کې د يوه ځوان شاعر د احساساتو نه ډک  قافيوال شعر اوريده چې په هيواد کې يې د شته غميزو، ناخوالو نه   سر ټکاوه ، د شعر  منځ پانګه  په دې ډول وه :
وطنه !
چې ستا په غيږ کې نور  شته ظلمونه ونه ګورم، ځم او  په تيره دوک خپلې  دواړه سترګې وباسم
چې  ستا په غيږ کې ناخوالې ګورم او څه ويلی نه شم ،نو بيا ژبه څه په کار ده ، ځم او  د قصاب په تيره چاړه يې  له بيخه پرې کوم .
چې ستا په غيږ کې  نور د خپلو مظلومو هيوادوالو  سوې کوکې او نارې وانه ورم ،ځم  او په همغې تيره چاړې خپل دواړه غوږونه هم پرې کوم .
ما چې د شاعر د همدې  شعر تصوير ځان ته مجسم کړ ، نود عاطفې او احساساتو د راپارولو په ځای مې  مخامخ د  يوې  انساني قصاب خانې تصوير  سترګو ته ودريده چې څنګه په کې د ژوندي بنيادم  نه سترګې ايستل کيږي اوڅنګه به  ژبه او غوږونه پرې کيږي !!!.
د ځان سره  مې ورو وويل :
 خدايه خير کړې ، که زموږ اوسنی  شعر، همداسې   انځورګري هيوادوالو ته وړاندې کړی ، هسې نه چې  دا چل ورنه نور زده کړي !
د همدې انديښنې سره ډير وخت لوبيدم خومې  کله  چې بيګا ه راډيو چالان کړه ، په کورنيو خبرونو کې غټ خبر داسې و :
په غزني کې  د يوه  ښونکي نه غوږونه پرې شوي او په هلمند کې  د يوه تن نه دواړه سترګې په داسې حال کې په تيره  چاقو ايستل.شوي چې د کورنۍ ماشومانو هم ورته ولاړ وو.