له ټولو هغو دوستاونو او ملګرو نه مننه کوم چې ماسره يې زما د مور  د مړينې په ستر وير کې  ځان شريک کړی ، بريښنا ليکونه يې را ليږلي  او تليفونونه يې کړي دي . زه ډيره بخښنه غواړم چې ما په وخت د ټولو دوستانو بريښنا ليکونو ته ځواب ور نه کړای شو. هيله ده چې  ځواب يې  له همدې پاڼې قبول کړی ، يو ځل بيا هم مننه او شکريه .

د څو دوستانو راليږلي برښنا ليکونه :

محمداصف شينوارى _ جلال اباد
نيټه : 07-11-2008
درانه انجنير صيب زهيرته! سلامونه او نيکې پيرزوينې!
ستاسې دمور بې بې دمړينې خبر مې دبازمحمد عابد له خولې واوريد،خداې شته ډير خواشينى شوم.ځکه مور داولاد لپاره هغه ډاډمنه تکيه ده چې که دباندې هرڅومره ستومانه او سرګردانه وي خو چې په کور کې دمور غږ واوري نو ټولې ستومانۍ او انديښنې يې اوارې شي،ته دزمکې پرسر لومړى زوې نه يې چې دمور له ډاډمنتيا نه بې برخې شوې بلکې تر تا وړاندې او راوروسته هم همدا ډول برخليک لري ،په دې خو تول پوهيږو چې که دانسان په لاس کې هرڅه وي خو يو شى چې انسان ترې عاجز دى او يقين هم پرې لري هغه له مړېنې نه دمورپلار او اولادونو راستنول دي،انجنير صيب دمور دمړيني غږ خورا سخت وي او هغه څوک پرې ښه پوهيږي چې تر تا وړاندې يې اوريدلى وي ،زه که هر څو هم ستا له اوږو دا دروند پيټى نشم کوزولې خو ديو دوست او خواخوږي په توګه درته ډاډګيرنه درکولاې شم،خداې دى بل داسې غم نه رامنځ ته کوي چې تانه دخپلې مور ياد هير کړي،
رحمت خان
د كرنيز بلوك چلونكى

ښاغلي انجينر صاحب  ستانه مير زهير!
په ډيره خواشينۍ سره مو له ( باز) بلوك نه ستاسو د ګرانې مور په حق رسيدو خبر تر لاسه كړ.
انا لله و انا اله راجعون.
مرحومې ته د لوى خداي ج  له درباره څخه جنتونه غواړم . انجينر صاحب تاسو ،ستاسو درنې كورنۍ او ټولو دوستانو ته مو له لوى پروردګار نه جميل صبر غواړم.

 راشد خټک له اسلام اباد نه
قدرمن انجنير صيب !
سلامونه ! زه اوس وکيل شينواري ستاسو د غم نه خبر کړم . خدای شته ډير زيات خپه شوم ، تليفون مې وکړ ، خو فون دې بند و. نه پوهيږم څنګه ستا په غم کې ځان شريک کړم . زه پوهيږم چې په داسې موقع کې هيڅ تسل کار نه کوي ، ځکه چې د مور متبادل په نړۍ کې نه شته ، خو څنګه يې کوې ، دا ژوند دی . خدای پاک دې هغوي ته ښکلي جنتونه ور په نصيب  کړي او تاسو ته دې صبر درکړي او د نورو غمونو نه مو دې وساتي ( امين )

هيواد دوست
 
١٩ / ٨ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-11-09 22:53:14 م
 په ډېرې خواشينۍ سره مو دا خبر ترلاسه کړ چې د قدرمن ورور ښاغلي انجنير صيب ستانه مير زهير ګرانه مور په حق رسېدلې .
الله دې ښه جنتونه ور په برخه کړي .
ددغې غمجنې او ناڅاپي پېښې له امله زه ، زما کورنۍ او دلته په ډنمارک کې د خپلواکۍ د فرهنګي مرکز ټول غړي او يو شمېر نور فرهنګيان د تسليت د ژورو مراتبو په وړاندې کولو سره له ګران ورور ښاغلي زهير او د دوي له کورنۍ سره ځان په دغه غم کې شريک بولو اوله الله نه تاسو ته د زغم او صبر د بښلو هيله کوو .يوسف هېواددوست

پوهاند مجاور احمد زيار
سيدحسين پاچا او کورنۍ يې

انا لله وانا اليه راجعون

په خواشينۍ سره مې د ټول افغان له ليارې خبر ترلاسه کړ چې د انجنير صاحب ستانه مير زهير او ډاکټر صاحب شاه ولي يارزي دوی مور بي بي چې څو ورځې د مخه په حق رسېدلې او خپل پور يې الله جل جلاله ته سپارلی دی.
زه د خپلې کورنۍ، پوهاند مجاور احمد زيار او نورو دوستانو په ګډون د دوی سره په دغه غمناکه پېښه کې ځانونه شريک بولو. خدای تعالی دې هغه وپښي او هم ورته د څښتن تعالی څخه د اعلی جنتونو او لوړو مراتبو غوښتنه کوو او هم يې ورثه وو او ټولو خپلو خپلوانو ته د زړه صبر غواړو.په درنښت

سپرغۍ

٢٠ / ٨ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-11-10 10:29:16 م

په خوا شينئ سره مو خبر تر لاسه کړ چی د محترم زهير صيب مور بی بی په حق رسيدلی خدای
تعا لی دی هغی ته جنتونه په نصیب کړی
زه د خپلی کورنئ په ګډون د دوی سره ځان په دی غمجنه پیښه کی شریک ګڼم
انا لله و انا اليه راجعون
په احترام_  ليمه جکړ او کورنئ يي

١٩ / ٨ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-11-09 11:37:04 م

وحيدالله غازى خيل
انجنير صيب سلامونه او نيکي هيلي،
په ډيره خواېشينۍ سره مي خبر ولوست چې ستاسو مور بي بي وفات شوى لو ى څښتن دي هغې بي بي ته جنت فردوس او تاسو او ستاسو کورنۍ نه صبر جميل نصيب کړي.
پوهېږم چې د مور مرګ څومره مشکل وي خو پښتو متل چې وايي د مور او پلار مرګ بچو ته ميراث وي.
زه ډېر زيات خپه يم چې نه مي ستاسو سره په جنازه کي ګډون وشواى کولاى او نه په فاتحه کي.
خو تاسو په خداى ج باور وکړئ چې همدا نن زه خبر شوم.
په پاى کي يو ځل بيا تاسو ته تسليت وايم.
په درناوي _  وحيدالله غازى خيل
ع. حېران
انجينير صېب سلام!
زه خو ستاسې د همدې ليکنې نه خبر شوم.
خداى دې ستاسې مور بي بي ته جنت الفردوس نصيب کړي او ستاسې کورنۍ ته د دې دروند غم د زغم توان ورکړي. عبدالهادي حېران

نبي شينواری
محترم زهير شينواري ته ددوي دمور دمړينی له کبله دتسليت اوغم په ښکاره کولو سره دلر ی واټن څخه خپله ددعا ګا نو لپه دالله ج دربارته پورته کوم ٠ده ته او ددوي محترمې کورنې او ټو ل ټبر ته يې دجميل صبر غوښتنه کوم ٠ اسلام دمور دعظمت دهغئ دپښو لاندې دجنت مقام  ايښي ٠دا مقام زما په اند معنوې نه بلکئ حقيقې دئ٠ اوهغه زمونږ بله مور ده چئ ددې مور تر پښو لاندې ده هغه زمونږ خپل وطن دئ ٠ دزهير مور دا دېن پوره کړئ او  خپل بچئ  د وطن دمور دخدمت جوګه کړئ ٠ هغئ ته دجنت فردوس هيله کوم ٠او زهير شينوارې ته دزړه صبراو د هغې   برکتونه  ددوې دکورنې ته٠ د لوي خدای له دربار څخه غواړم .

 مسکو 09 11 2008

تدبير
انجنير صيب سلامونه !
خداى دې ستاسو موركۍ وبښي او تاسو ته دې خداى د زړه صبر دركړي. زه همدا نن ستاسو له بلوګ نه خبر شوم استاد رفيع ته مې ټليفون وكړ هغه راته وويل زما له خوا هم ورته تسلي وليكه نو د استاد له خوا هم درته ډاډګيرنه ليكم. خداې دې ستاسو مور وبښي

نصرت / الهام _ کابل
انجنير صيب سلامونه !
خداى پاک دې ستاسې مورجانه و بښي . رښتيا هم چې اوس يې بايدهر وخت په دعاء کې ياده کړې .
د کاروان صيب دغه شعر درته ډالۍ کوم .
په مينه

اوس به زه د شپې پر خطرناکو لارو نه درومم
اوس به زه د ورځې په کاواکو لارو نه درومم

اوس خو مورې ستا د دوعاګانو زغرې نه لرم
اوس خو زه شکست يم د بري سندرې نه لرم

اوس هغه ستا زړه جوړونکې مسکا نه وينم
ړنګ يمه زه ړنګ يمه په سترګو چې تا نه وينم

ته لاړې او غم دې په خدای ډېره بربادي وکړه
ته راشه په زړه کې مې له سره آبادي وکړه

تورې توتکۍ راشي خو ستا خبرې نه راوړي
ژاړي راته سپينې د خندا خبرې نه راوړي

چا ويل چې زړه مې په پنجو کې د عقاب کېږده
اوس نو تو رپټکي کې مې د صبر سور ګلاب کېږده

ته خو په ارام يې خو زه ډېر ډېر نا ارامه يم
وامې خله پرېوتی لکه تور ببری له بامه يم

صبر د پاک ربه راته وغواړه چې ژوند وکړم
بيا د خپل زړګي د مات کودي سره پيوند وکړم

ګوندې وي چې تا هم په وږمو کې راژوندۍ کړمه
يا لکه بلبل دې په نغمو کې راژوندۍ کړمه

صبر کوه ستا د قبر درګې به رالويې شي
زه به يې قلم کړمه نغمې به ترې راتويې شي

بيا به زه ماشوم شم په زانګو کې به جوټې وهم
ستا د الله هو    په ازانګو کې به جوټې وهم

ته به راته  ټولې د    رڼا خبرې بيا وکړې
زما په يتيم سر به لکه سيوری د هما وکړې

ستا د دوعاګانو پر زنګون به مې سر ايښی وي
تېغ به مې د صبر د بېلتون پر ځيګر ايښی وي

زه به ستا د خيال او د رويا تر څنګه ناست يمه
داسې به خوشال يم لکه ستا تر څنګه ناست يمه

بيا به زه له سره له ژوندون سره ځواني وکړم
بيا به د ګلابو د نرګسو باغواني وکړم

١١٩ / ٨ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-11-09 05:11:33 م

نجيب عامر _ پيښور
محترم انجينر صيب سلام !
د عابد صيب د ويب لاګ نه خبرشوم ، الله پاک دې ستاسې خوږه مورکۍ وبخښي .زه د اسد جان دفتر ته لاړم ، هغوى هم خبر شوي وو ، خو ټيليفون دې کار نه کولو اسد وويل کېدى شي تاسي به په شينوارو کې ياستئ .په هر صورت زما او زما د کورنۍ له غاړې تسليت ومنه .اوس چې د مورکۍ دددعا لاسونه ستا له سره کم شول نو دا اوس ستا کار دى چې په پنځه وخته لمانځه کې يې په د عا کې ياده کړې .ستا غم دې خداى پاک نه راښايي .زه پوهيږم صبر ګران دى او زمونږ د ټولو خبرې به تاته کليشوي ښکاري خو باور وکړه بې له صبره بله چاره هم نشته

اجمل اند_ پراګ
نيټه : 12-11-2008

‌‌قدرمن زهير صيب !
سلامونه او نېکې هېلې درته وړاندې کوم.
ستاسو د مور بي بي له وفات څخه خبر شوم ، چې د زړه له تله يي خواشينی کړم . هڅه مې وکړه ټېلفون درته وکړم خو ستاسو شمېره په ګوتو رانغله . زه ځان تاسو او ستاسو له درنې کورنۍ سره په دې لوی غم کې شريک ګڼم . خدای دې ستاسو مور بي بي وبښي. جنوتونه دې نصيب شي او تاسو ته دې خدای ددې غم اجر درکړي . باقي مو خدای له غمه وساته .
په درناوی _ اجمل اند

بشير ګواښ
نيټه : 12-11-2008

قدرمن شينواری صيب.!
خدای مو راته تر ډيره ژوندي لره.
په هغه ورځو کې چې ستاسې مور بي بي وفات شوي وه، زما بلاګ څه تخنيکي ستونزې درلودي او ومې نه شو کړای چې د دې لارې درته فاتحه وکړم. ستاسي بريښناليک ادرس مې هم نه درلود. زما مور هم په حق رسيدلې او د نشت په درد يې پوهيږم. زه په دې باور يم چې که په هر عمر کې سړی د مور له مينې بې برخې وي ، هغه نيمګړی دی. خو د خدای په کارونو کې څوک هيڅ نه شي کولي.

خدای دې ستاسو مور بي بي ته جنتونه ورکړي او تاسې دې د نورو غمونو نه وساتي. خدای دې ستاسي اولادونه بې موره او بې پلاره کوي نه.

روغ، جوړ او خوښ اوسئ ، ستاسي کشر ورور، بشير ګواښ  

جلال  _ بلجيم
نيټه : 10-11-2008
سلامونه او نېکې هيلې مې ومنه !
استاده ! پرون مې باز بلاګ په ډېرې خوښۍ پرانست خو له يوه ډېر دردوونکي خبر سره په کې مخ شوم چې هغه ستاسې د مور بي بي د وفات خبر و .
انا لله و انا اليه راجعون .
ښاغليه استاده ! د مور د مينې په قدر هغه څوک پوهېدی شي چې د مور له خواږه نعمته محروم شوی وي . زه خپله تر هغې د مور په معنا نه پوهېدم چې د مور په څنګ کې وم او له هماغو شېبو وروسته د مور په معنا پوه شوی يم چې ورنه بېل شوی يم ، نو ځکه ستاسې په دې درانده غم زه له نورو ښه پوهېدلی شم، هغه د نجيب عامر خبره چې که څه هم د صبر کليمه به کليشه هم وي خو په رښتيا هم چې له دې نه پرته بله لار نه شته .
استاده ! باور وکړه چې نن هماغومره خفه يم لکه څومره مې چې د خپلې مور څخه د جدايۍ پر مهال وم ، نو له همدې کبله هېڅ نه پوهېږم چې په کومو جملو څه وليکم ؟ ؟
خو بس ، ما په خپل دې لوی غم کې شريک وګڼه ، او پاتې دې الله تعالی له داسې لوی غم او درد څخه وساته . امين
او هيله کوم چې دغه درد او دغه خفګان دې تر ډېره له فرهنګي چارو څخه لرې ونه ساتي .
ستاسې کشر _ جلال

لطيف ياد_ استراليا
نيټه : 10-11-2008
ګران او ښا غلی ورور انجنير صا حب ز هير!
ستا سو د محتر مې مور د مړ ينې خبر مې د ټول افغان  له لارې تر لا سه کړ،خدا ی شته چې ډير خپه شوم٠ زه ستا سو سره په دغه وير کې خپل ځان شر يک بو لم٠ د هغې خدای بخښلې سپيڅلي روح ته دو عا کوم او د لوی خدای نه ور ته د فر دوس جنت غو ښتنه کوم او تا سو او ستا سو محتر مې کو رنۍ ته د لوی خدای پاک نه اجر او د زړه د صبر غو ښتنه کوم٠ پاک خدای دې نور تا سو او ستا سې کو رنۍ له وير او غمه وساتي٠
په در نښت _ لطيف ياد- استر اليا

ياقوت خان شينواری _ بلجيم
نيټه : 09-11-2008
همدا اوس دټول افغان له ليارې ستاسې دمحترمې اوخدائ بخښلې مور حجاينۍ بي بي دمرګ څخه خبر شوم ،محترم انجينر صيب ستانه مير زهير مرګ حق دی خودمور سويری دې خدائ دچاله سره نه کموي

ګرانه ! زه اوزماکورنۍ دستاسوټولو هريو بازمير خان ،شاولي خان ،تاسواو ستاسې ټولې کورنۍ سره په دې درانه غم کې شريک يو ٠دمتعال خدائ په وړاندې لاسونه پورته کوو چې خدائ بخښلې ته دې جنت الفروس نصيب کړي اوتاسې ټولو وروسته پاتوته دې لوي خدائ صبرجميل درکړي امين، ياقوت خان شينواري  ، برسلز
حفيظ الله خالد_ ويانا
نيټه : 09-11-2008
غواړم پدی وسيله د انجنير صاحب ستانه مير زهير  د محترمی مور د وفات له کبله خپل د تسليت مراتب محترم زهير
صيب او د هغوي ټول کورني ته وړاندی کړم خدای دی متوفی ته جنت فردوس او ټولۍکورني ته صبر جميل ورپه برخه کړي٠
امين _ حفيظ الله خالد، ويانا استريا
بختيار ځدران
نيټه : 09-11-2008
شينواری صاحب الله پاک دې ستاسو مور بي بي وبخښي اوبرکت دې يې خدای ستاسو له کوره نه لرې کوي
لوی څښتن متعال رب دې تاسو اوستاسو ټولې کورنۍ ته صبر جميل ورکړي
خدای دې هغه دنيا ورته روښانه کړي خدای دې ورته قبر ، روضې دجنت وګرځوي اوتاسوته دې خدای دا غم په ښادۍ بدل کړي ، زمونږ سترګې هم درسره نمناکې دي
ورور دې
بختيارځدران _ مانسهره ، پاکستان
مجيد لودين 
ګران اوزړه ته رانژدې زهير صاحب !
هيله مند يم چې دخپلې درنې کورنۍ سره روغ اوخوشاله اوسې
په ډيره خواشينې سره مې خبر تر لاسه کړ چې ستاسولويه هستې يعنې ستاسوګرانه او درنه مور په حق رسيدلې ده زه خپله خواشنې او هم دردې ستاسو اوستاسو ټولې کورنې سره شريکه وم او دپا ک خدای له لوی در بار څخه دجنت آرزو کوم
زه داسې وخت خبر شوم چې دفتر ته راغلم نو تاسو تشريف نه درلو او په رخصتې تللې واست نوومې غوښتل بريښنا ليک په زريعه تاسوته خپله ډاډګيرنه وړاندې کړم
تاسوټولوته صبر اومړو ته دجنت آرزوکوم
 ستاسو دوست ، لودين  _ کابل

 هغو دوستانو چې د تليفون له لارې يې خپلې غمرازۍ اوډاډګيرنې څرګند ې کړی دی:
کابل نه : احسان کمال ، پير محمد کاروان ، عبدالهادي هادي ، نور الحبيب نثار ، عبدالله پيکار  باز محمد عابد ، عزيز ګرديوال ، عزت الله شمسزی ، فرحناز، محمود کوچی
لندن نه :  وکيل سوله مل شينواری ، شامحمد شينواری ، احمد شينواری ، محمد رضا شينواری،اباسين جکړ، تاج محمد شينواري ، شمس شينواری ، نام حق زيرک  ، ليمه جانه
جرمني نه : نفيب شينواري
بلجيم نه : همايون شينواري
سويس نه : سميع الله شينواري
استراليا نه : پلوشه جانه
امريکا نه  : جان محمد شينواری

هغو دوستانو  چې زحمت يې ويستلی او د فاتحې له پاره په کابل کې زما دفتر راغلل : 
هر يو ښاغلی اجمل تورمان ، زرين انځور ، بريالی باجوړی ،عاشق الله غريب، ډاکټر الف جان،مصطفی سالک ،  محمود کوچی ، محمد نبي تدبير ، شفيق ضيايي او عبدالهادي هادي

هغو دوستانو چې د نيټ د مسنجر له لارې خپلې  غمرازۍ شريکې کړي دي:

محبوب الله محبوب  او صداقت يعقوبي

په خپل وار يو ځل بيا هم له هر يوه مننه کوم چې ما سره يې په دې ستر وير کې برخه واخيسته . رب دي ټول  ژوندی ،  خوشاله  او اباد لري.
ځانګړې مننه :

دډير درانه او قدرمن فرهنګپال محمد نبي تدبير نه يوه نړۍ مننه کوم چې ماسره يې زما د مور په ستر وير کې په ډير اخلاص ونډه اخيستې او زما د پام د دبدلولو له پاره يې په کابل کې يوه ستره ميلمستيا جوړه کړه او زما ټول دوستان يې هغې ميلمستيا ته راوبلل ، يو ځل بيا ورنه يوه نړۍ مننه او د لوي خدای ( ج) له دربار څخه ورته د اوږده عمر غوښتنه کوم .