جي اس ام  (   GSM)
GSM  د (    Global System for Mobile communications) لنډيز دی چې د ګرځنده اړيکو نړيوال  سيستم  يې ژباړلی شو  .
GSM د موبايل تليفونونو له پاره، يومشهور سټنډرډ دی چې نن ورځ  په نړيوال مارکيټ کې  څه نا څه 3 ميليارده کسان ، په 214هيوادونو او سيمو کې د همدې سټنډرډ څخه ګټه اخلي  
مخکې له دې چې د GSM شبکه منځ ته را شي  اروپايانو د لومړي نسل (Generation 1) انالوګ ټکنالوژۍ کاروله چې زياتې نيمګړتياوې  لرلي . ددغو نيمګړتياو د لرې کولو له پاره په 1982 م کال کې  د اروپايي هيوادنو د مخابراتو او ټکنا لوژۍ وزيرانو په يوه ګډه غونډه کې ،د موبايل تليفونونو له پاره ،   يو داسې واحد سټنډرډ،  درامنځ ته کيدو پريکړه وشوه  چې د ټولې اروپا  په لويه وچه کې به  د استفادې وړ وي . د همدې هلوځلو په پايله کې ددويم نسل (Generation 2) ټکنالوژۍ  چې بنسټ  يې ډيجټالي و ، منځ ته راغله .
د لومړي ځل له پاره  په 1988م کال کې  د فنلنډ په هيواد کې د GSM  سټنډرډ شبکه په رسمي بڼه افتتاح شوه  . په 1988 م کال کې ددې موسسې مشرتوب د اروپا د ګرځنده اړيکو د سټنډرډونو موسسې ( ETSI) ته وسپارل شو چې په پايله کې  د اروپايانو دغه نوی ټکنالوژي دستر بري سره مخ شوه .
GSM د خپل پرمختګ په لومړي پړاو کې د ١٩٨٢م  نه تر ١٩٩٠م کال پورې  (  Group Special Mobile  )  په نامه دفعاليت کاوه .  ١٩٩٢ م  کال د جنوري په مياشت کې د لومړي ځل له پاره دغه ډيچټالي سټندرد نړيوالې تجارتي شبکې ته لاره پيدا کړه جې په يوه  ثانيه کې يې  د ليږد راليږد چټکتيا ٩،٦کيلو بايټه وه .
د1993م کال په پای کې  په ټوله اروپا کې د يو ميليون نه زياتو کسانو ، د 70 سروس ورکونکو له لارې په ٤٨ هيوادونو کې د GSM  شبکې څخه ګټه اخيسته .
د GSM په راتلو لومړنۍ ستونزه چې حل شوه هغه  د بيلابيلو کمپنيوجوړوشوو وسايلو  له يو بل سره  کار نه کول وو. اوس د ځانګړې دندې پرزه چې د هرې کمپنۍ له خوا جوړه شوي وي د خپل سيستم دنورو پرزو سره په ښه شان کار کولی شي .يعنې دا معيارونه  مخکې له مخکې معلوم وي ، هره پرزه چې په دې معيارونو پوره وي ، هغه د GSM   د نورو وسايلو سره کار کولي شي  .
دGSM شبکې د ښيګڼو څخه يو ه غوره ښيګڼه  داده چې  مشترکين د موبايل تليفونونو د کارونې له پاره ، يوازې يو توکي ته اړتيا لري چې هغه د SIM  ( Module Subscriber Identity ) په نامه ياديږي او د څو سانتي متره څخه لوي نه دی ،چې زموږ عام خلک يې سيم کارډ بولي .
 په دې سيم کې  د مشتري د اړتيا وړ ټوله Data  ساتل شوي  او شبکه ددې واک لري  چې دهمدې  سيم له لارې  دمشتري د اړتيا وړ معلومات وکاروي
نوټ: هيله ده  په دې اړه خپل اندونه او معلومات  ددې بلاګ د اړيکو له لارې له ماسره شريک کړی . مننه