غلطي !!!
په ژوند کې هر څوک غلطي کوي :
_ بزګر لو کاوه ، په غلطۍ کې ورنه خپله ګوته پرې شوه
_ ډاکټر ناروغ ته نسخه ورکوله ، په نسخه کې غلط شو ، ناروغ يې مړ شو
_ انجنير د کور په ډيزاين کې غلطي کړه وه ، کور ونړيده ، ټوله کورنۍ مړه شوه
_ سياستوال سياست کاوه ، خو چې کله يې غلطي وکړه ، ټول ولس او ملت يې تبا ه شو
ميراث
د کلي ډير شتمن خان و ، هرڅه يې ډيروو خو زوي يې يو و . تل به له دې ځوريده . که خدای مه کړه په زوي يې څه وشي نو ميراث به يې تربورانو ته پاتې شي .
له همدې ويرې يې په ١٤ کلنۍ کې خپل زوي ته ښځه وکړه . چې کال دوه تير شول د زوي يې اولاد په نصيب نه شو ، .په ١٦ کلنۍ کې يې ورته دويمه ښځه وکړه ، په ١٨ کلنۍ کې دريمه او په شل کنۍ کې يې څلورمه ښځه ورته وکړه
خود زوي يې بيا هم اولاد په برخه نه شو .
د څلورو ودونو وروسته ډاکتر ته لاړ ، ډاکټر لابراتوار ته وليږه ، د لابراتوار په نتيجو کې معلومه شوه ، د خان زوي خنثی او د اولاد دزيږون وړتيا نه لري .