هغه ورځ چې زه او ته ، يو بل ته مخامخ شو
ما درته په مينه وکتل ،خو تا مخ بل لورته واړاوه .
ما غوښتل ستړی مشي درته وکړم ، خو تا رانه لار چپه کړه .
ما وخندل ، خو تا په غوصه راته وکتل .
ما د تګ په وخت کې غږ درباندې وکړ خو تا ځواب را نه کړ.
زه چې په لاره روان شوم ډير خوشاله وم .
خو ته چې تللې له غوصې تک سور وې .
ما د شپې ، ښه ارام خوب وکړ
خوتاشپه تر سهاره په ويښه تيرکړه
پوهيږې ولې ؟
ځکه :
ستا په زړه کې ( کرکه ) اوسي
او زما په زړه کې( مينه) .