راليږونکي پته :hkhaled@chello.at
نيټه : 13-07-2008
د وطن حال
هرښوونځی چی په وطن کې نن سوځيږي
زړه می اور واخـلی هـډ ونـه می ويلـيږي
چې د ولږې نه انسان هلته واښه خوري
څنـګه ستوني نه بـه زمـا ډوډي تيريږي
چی د کنډو ړندو حـال نه بيا خبر شـم
د هغوي په بيوسی می زړه ځوريږی
هر انسـان چی د جنګونو قرباني شـي
دا ماشوم زړګی می وينی کی لمبيږي
خو چی واورم بيا وطن کی ارآمی ده
زه ارآم شم د زړه بڼ می زرغونيږي
چی دخلکو په څيروکی خوشحالي وي
د خالــد د هيلو ګل نورهــم غـوړيږي
حفيظ خالد ويانا
22.07.2008
- shamshad
هغه ورځ چې زه او ته ، يو بل ته مخامخ شو ...
07.08.2008
- shamshad
د انسان د ژبنيو اړتياوو د لرې كولو لپاره د ژبې ماشين له لومړى سره چالان راغلى ،تر ننه چالان دى او تر څو چې ژوند وي او انسان وي،داماشين به د وييونو او كلمو په توليد او پنځونه لگياوي. په نړۍ كې هيڅ يوه داسې كولتوري ژبه نشته، چې له بشري پرمختگونو سره د منځ ته راتلونكو جاجونو(مفهومونو) لپاره مخكې له مخكې په بشپړ ډول خپل تيار انډول ولري ، بلكې هرې ژبې پر خپل خپل وخت لومړى خپله آره شتمني را خوندي كړي او بيايې په ټاكنو او جوړونو او ورپسى له نورو ژبو څخه په پورونو پوره كړې ده. په پښتو ژبه كې-...