کورونه به څنګه جوړوو؟
تيږې stone
په ودانيزوتوکو کې تيږې ځانګړی ارزښت لری. يو ښه خصوصيت يې دادی چې کلکې دي . د باد، باران، واوری تودوخې ، فشار او وزن په وړاندې ښه مقاومت لری. په پخوا زمانو کې د نورو ودانيزو توکو سره دانسان بلدتيا کمه وه ، ځکه يې نو په هغو وختو تو کې د خپلو ودانيو په جوړولو کې يوازې تيږې کارولی دی. ښې بيلګې يې په نړی کې د تيږونه جوړی شوی څو مشهورې ودانۍ يادولې شو.١- بيت اله شريف: د سعودي عربستان په مکه معظمه کې دنړی د ټولو مسلمانانو قبله ده او دا براهيم (ع) له خوا جوړ
ودانيز توکي
ټول هغه څه چې د ودانيو په جوړونه کې کارول کيږ ي موږ يې دلته ( ودانيزو توکي _ ساختماني مواد ) په نامه يادوو . ودانيزو توکو پيژندنه له ډير و پخوا زمانو څخه پيل شوی ، په ځانګړې توګه هغه وخت چې انسان له مغاره يی ژوند څخه راووت او د ځمکی پر مخ يې د ودانيو په جوړولو پيل وکړ . لومړنی ودانيز توکی چې انسان د خپلو کوډلو په جوړولو کې کارولی دی تيږی دي.موږ د دغسې ودانيو ډيري ښی بيلګی د لرغوني تاريخ په زړو او تاريخی ودانيو کې ليدلی شو. د وخت په تيريد و س
په هيواد کې زلزلې او د خلکو انديښنې او وسوسې
په هيواد کې زلزلې او د خلکو انديښنې او وسوسې څوکاله وړاندې ، يوې خونړۍ زلزلی، د ايران د بم ښار، څه نا څه ديرش زره او سيدونکی ووژل ،ددې بشری ناورين نه، څو ورځې وروسته زموږ د هرات په ښار کې هم بيلا بيلو اوازوداسې ويره او ترهه خوره کړه چې چا به ويل نن زلزله راځی او چا به ويل سبا! همدغو ناسمو اوازو د هرات ښاريان مجبور کړل چې د ژمې يخې او سړې شپې تر شنه اسمان لاندی په سپيرو ډاګونو کې سبا کړی. خو
د خښتو وچول
کولاي شو چي خښتي هم لمر ته وچي کړو او هم يي په بټيو کي و چي کړو.دبټيو د تودولو لپاره له لرګيو څخه کار اخستل کيږي ،مګر د سون دلرګيو کمښت دزيات شمير ټولنو لپاره هغه لوبه ستونزه ده چي نه پريږدي خلک له بټيو څخه کار واخلي.په لمر کي د هغو خښتو د وچولو لپاره چي په عادي قالبونو باندي وهل شوي دي له اووڅخه تر لسو ورځو ا وپه سيوري کي تر دي نه هم لږ زيات وخت ته اړتيا ده . که د خښتو په جوړولو کې له قيمتي کلکوونکو مواد و لکه سمنټو او ژوندي چوني څخه کار اخيستل شوي وي،خښتي د
د خښتو د جوړولو له پاره څه ډول خاوره خوښه کړو؟
خاورهد خښتو له جوړولو نه مخکې بايد دنظر وړخاوره وازمويو.دا ازموينه نه يوازي په پيل کي بلکي د کار په مختلفو پړاوونو کي بايد تر سره شي.خاوره نه يوازي د هيواد په بيلا بيلو سيمو کي په بيلا بيلو ډولونو پيداکيږي بلکي په يوه ځاي کي هم کيداي شي چي څوډولونه ولري.کيداي شي چي په خاوره کي مختلف مواد لکه سرمه ريګ،شګه،ميده تيږي،مالګه ،مټ او نور شيان ګډوي او دا ډيره مهمه ده چي بايد د خاوري په ترکيب باندي دا نښه نه يوازي بايد د خاوري له سطحي(مخيني برخي)بلکي د ځمکي ل
زلزلې او ودانۍ
افغانستان داسي يوهيواد دي چي ډيري زلزلي پکي کيږي او د پيښيدو په وخت کي ډير کورونه يا ورانوي او يازيان وررسوي او زيات شمير خلک يا وژني اويايې ټپي کوي.اصلا د دي لپاره چي د زلزلي په وخت کي ديوالونه يو له بل نه سره بيل نه شي بايد د يوي وداني ټول ديوالونه چار چاپيره په لرګينو تيرونو(حلقوي تير)يا(ring beam) باندي سره کلک او اوبدلي وي..هغه کورونه چي له لرګيو،اوسپني او سيخ لرونکي کانکريټ څخه جوړيږ ي دخامو خښت تر کورونو نه زيات مقاومت لري.مګر د هغو جوړول د زيات شمير خلکو
ودانۍ په افغانستان کې
په افغانستان کې يو زيات شميرکورونه د جګړو او زلزلو له کبله يا بشپړ وران شوي او يا ورته سخت زيانونه رسيدلي دي. د دغو کورونو بيا جوړول زيات وخت او زي