په افغانستان کې يو زيات شميرکورونه د جګړو او زلزلو له کبله يا بشپړ وران شوي او يا ورته سخت زيانونه رسيدلي دي. د دغو کورونو بيا جوړول زيات وخت او زيات کار غواړي او اسانه کار نه دی. لرګي، اوسپنه او سمنټ نه يوازې په اسانۍ سره خلک ترلاسه کولی نشي بلکې خوارو خلکو ته يې اخيستل هم ډير ګران دي. يوازينی شي چې خلک يې کارولی شي او ډيرارزان هم دی هغه خاوره ده چې د دوی تر پښو لاندې ده. خاوره هر چيرته پيدا کيږی اوپه ډيرو ساده وسايلو سره ترينه د استفادې وړ مواد لاس ته راتلی شي. ډيرخلک په دې پوهيږي چې له خاورې څخه څنګه کولای شي يو کلک او ټينګ کور جوړ کړي. څو ک چې غواړي دځان او خپلې کورنۍ له پاره ښه کور جوړ کړي نو يوه انداز ليک لوست، جمع او ضرب اوساده  حساب بايد زده کړي.
 ځينې خلک فکر کوي چې له خښتو او خټو څخه ديوه کور جوړول ډير اسانه کار دی، ځکه چې له پيړيو پيړيو را په دې خوا خلکو جوړکړي دي.موږ بايد دخښتو په باب په ډيرو مهمو خبرو ځان پوه کړو ، دا ليکنه به ډيرې نوې خبری رازده کړي.

خښتې :
خښته د يوې ودانۍ د جوړولو اصلي واحد دی چې له عادي او مټينې خاورې څخه د مکعب مستطيل په شکل سره جوړيږي. له خښتو څخه د ديوالونو، غولي، چت او دودانيو د بنسټ د جوړولو لپاره کار اخيستل کيږی. پخوانيو خلکو چې د لومړي ځل لپاره خښتې جوړولې داسې يې انګير له چې خښته بايد په هغه اندازه جوړه شي چې په يوه لاس کې ونيول شی. مګر اوس خښتې په بيلا بيلو اندازو جوړيږی خو تر ټولو عامه اندازه يې (٢٥x١٢x،٥ س .م ) ده. عموماً د خښتې اوږدوالی د خښتې د سوردوه چنده او پنډوالی يا ضخامت يې د اوږدو والي په څلورمه برخه وي.
د جوړو شويو خښتو په سلو کې تقريبا٦٥ د استوګنې دکورونو په جوړولو او پاتې ٣٥ يې په تجارتي صنعتي او نورو عامه ودانيو کې استعماليږي.
خښتې له جوړيدو وروسته دو چيدو لپاره لمر ته ايښودل کيږی چې د خامو خښتو په نامه ياديږی او ياد خښتو د پخولو په بټيو کښې پخيږي چې د پخو خښتو په نامه ياديږی دا دوه ډوله (پخې) خښتې ډيرې کلکې دي او دهوا د بدلونونو په وړاندې  ډير مقاومت لري.

د خښتو تاريخچه :
 له زرګونو کلونو را په دېخواانسانانو له خاورې څخه خښتې جوړ ې کړې دي. لومړنۍ خښتې چې په لمرو چيدلې تقريباً شپږزره کاله مخکې جوړې شوې دي اوله خښتو څخه لومړنۍ جوړه شوې ليندۍ تقريباً څلور زره کاله مخکې په بين النهرين (اوسني عراق) کې جوړه شوې ده.
 د چين د لوی ديوال ځينې برخې له ميلاد څخه تقريباً دوه سوه لس کاله مخکې له خامو خښتو څخه جوړې شوې دي.
هغه  خښتې چې دوه زره کاله مخکې په روم کې جوړې شوي او تر اوسه لاټينګې ولاړې دي ، ښيي چې خامې خښتې که سمې جوړې شي ډيرې کلکې دي او د لمر د وړانګو، ګرمۍ، حشراتواو د بکټرايا وو او نورو نباتي طفيلي ګانو د حملو په وړاندې زيات مقاومت لري، خو داوبو په وړاندې د پخو خښتو په پرتله  کمزورې دی
.په افغانستان، بيت المقدس اوايران کښې ستر جوماتو نه او نورې ودانۍ له خښتو څه جوړې شوې دي.
 په ١٦٨٦ ميلادي کې په لندن کې د اور له لويې پيښې وروسته خلکو د لرګينو کورنو جوړول پريښودل او د اور د خطر د له منځه وړلو لپاره د خښتو د ودانيو په جوړولو پيل وکړ.