د زلزلې څېړنه او مطالعه زيات عملی اهميت لري ځکه له يوې خوا د بشر لپاره لوی مصيبتونه او وېرونه راوړي اوله بلې خوا بشر د نن ورځې دعلومو په مرسته نه شي کولی چې د زلزلې د قواوو مخه ونيسی اويا حد اقل هغه راکمې کړي.
خو که چېرې زلزلې په منظمه توګه تر څېړنې لاندې ونيول شي نو کېدای شی چې د زلزلو نه د راتلونکو زيانونو اندازه کمه کړئ شي.
دزلزلې د څېړنې په اساس دا ستونزې په دې ډول حل کېدای شي:
١. دهغو سيمو پېژندنه چې هلته دزلزلو د پېښېدو احتمال موجود وي.
٢. په مختلفو سيمو کښې د زلزلې د قوي احتمالي ټاکنه.
٣. د پېښېدونکې زلزلې داعظمې قوې (درجې) په مقابل کې د ودانيو جوړول.
٤. د زيان راوړونکو زلزلو پېشګويي چې خلک وکولی شي ځانونه دمرګ له منګولو نه وژغوري.
د نن ورځې علوم دهمدغو ستونزو د حل په درشل کښې دي او زلزله پېژندونکي هڅه کوي ، هغه سيمې په دقيقه توګه معلومي کړي چې هلته د سختو زلزلو د راتلو امکان ليدل کيږي.
هر څومره چې موږ دپخوانيو زلزلو په اړه زيات معلومات لاس ته راوړو او دنن ورځې زلزلې په دقيق ډول ثبتې کړو نو په همغه انداه د راتلونکو زلزلو دخپرېدو او د هغوی د قوی شدت او اندازه ټاکلی شو.
نن ورځ د زمکی دکرې پر مخ په مختلفو هېوادونو کښې د زلزلې د انداه کولو لپاره د ٥٠٠ نه زيات سايزميکی سټيشنونه په فعاليت لګيا دي.