د زلزلو  د مرکزونو له تثبيت نه وروسته معلومه شوه چې د زمکې دکرې  په ټولو سيمو کې يوشان زلزلې نه وي. په ځينو سيمو کښې هر کال بې شمېره زلزلې او په ځينو کښې بياهېڅ زلزلې نه دي ليدل شوې.
د لاس ته راغلو معلوماتو له مخې ويلی شو چې په سلو کښې ٩٠ زلزلې دزمکې دکرې په دوو کمربندونو کښې منځ ته راځي.
١. د ارام سمندر کمربند: دا زلزله لرونکی کمبربند داسيا له سواحلو نه تېرېږي داستراليا دشمال او ختيځ په لور غځېږي او د جنوبی اوشمالی او امريکا تر لوېديځو سواحلو پورې رسېږي. دا چې نوموړي کمربند د ارام سمندر د نيمايي نه زياته برخه نيولی نو ځکه دهغه په نوم يادېږي. په دې کمر بندکښې دنړۍ په سلو کې ٨٠ زلزلې منځ ته راځی چې زياتره يې ژورمرکز لري. د جاپان او فلپاين اوسېدونکي ترينه زيان مومي.
٢. د مديترانې کمربند: د پرتګال نه شروع کېږي. د مديترانې له حوزې ، تورې بحيرې، منځنی اسيا او هماليا نه تېرېږي تر اندونيزيا پورې رسېږي. د دې کمربند يوه څانګه د بايکال د جهيل په لور غځېدلې ده د زمکې د کرې په سلو کښې ١٧ زلزلې په همدې کمربند پورې اړه لري ..
 له دې دوو کمربندو څخه د باندې په نورو سيمو کې په سلو کښې درې زلزلې منځ ته راځي. د اسيا او اروپا په شمالي برخو کښې تر اوسه د زلزلو مرکزونه ثبت شوي نه دي  داسې معلوميږی چې په دې سيمو کښې زلزلې منځ ته نه راځي.
 د پورتنيو معلوماتو نه داسې قانونمندي لاس ته راځي: په هغو سيمو کښې چې غرونه او درې ډېرې وي هلته زلزلې هم زياتې منځ ته راځي اوهلته چې غرونه او درې نه وي زمکه هواره د ښته وي، لکه د سايبريا لوېديځه برخه او لوېديځه اروپا نو هلته زلزلې هم نه راځي.
 ډېره په زړه پورې خبره داده چې دزمکې دکرې پر مخ د زلزلو کمربندونه اود اور غورځونې (اتش فشان) کمربندونه دواړه يو ځای پراته دي. له دينه معلومېږي چې دواړه پېښې يو په بل پورې تړلې او يوه سر چينه لري.