د زلزلې په وخت کښې جوي اوضاع
په لرغونو افسانو کښې راغلي چې دهرې زلزلې د راتللو نه لږ مخکې يو لړ نښې نښانې ځان څرګند وي. د دې نظر يې د پيروان په دې عقيده وو چې زلزله په مني او ياهم په پسرلي کښې منځ ته ر ا ځي. بلې ډلې ويل چې زلزله په اسمان کښې له برېښنا سره يو ځای راځي.
همدا رنګه ويل کېدل چې څاروي او الوتونکي تر ټولو د مخه د زلزلې د پېښېدو خبر راوړی شي.
ارسطو په دې عقيده و چې زلزله د باد له لګېدونه پيدا کېږي، يعنې هغه باد چې د زمکې دننه دی او دانسانانو د ساه ايستلو او اخيستلو ته ورته دی د زمکې د لړزېدو سبب ګرځی. هغه په دې نظر و چې زلزله عموماً په منی او پسرلي کښې چې هوا ډېره وچه يا باراني وي او باد لګېږي منځ ته راځيی. د هغه سره دا نظر هم وو چې د سپوږمۍ تندرنيول (خسوف) د زلزلې د پيدا کېدو سبب ګرځی.
په زړه پورې داده چې له ارسطو نه څو پېړۍ وروسته ځينو زلزله پېژندونکو د امريکا د سانفرانسکو دزلزلې علت همدا د سپوږمۍ تندرنيول وباله.
رومي پوه پلينی (Pliny) ليکی: (زمکه هغه وخت لړزيږي چې سمندر بيخي غلي وي، دومره باد يا ورېځې وي چې حتی الوتونکي الوتلی نه شي...) هغه ويل چې د بېړيو ماڼوګان د دغو نښو نښانو نه د زلزو د راتلو پېشګويي کوي: په الوتونکوکښې د الوتنې ناتوانی،د سمندر نا څاپی توپانی کېدل، په ټول اسمان کښې د وريځی را خورېدل.
هغه په دې عقيده وو چې د مصر او فرانسې په هېوادونو کښې ځکه زلزلې نه کېږي چې په اوړي او ژمی کښې د زلزلو د پيدا کېدو امکان ډېر کم وي او هلته دا دواړه فصلونه ډېر زيات اوږده وي. يوناني جغرافيه پوه پوزانياس (Pousanias) وايي: هغه نښې نښانې چې خدا يانو د زلزلې د راتګ نه د مخه د خپلو بنده ګانو د خبرولو لپاره را لېږلي دا دي:
١. وچ کالی يا دوامداره باران.
٢. په اوړی کښې دهوا د پوالی.
٣. د اوبو د چينو وچېدل.
٤. د توندو بادونو له امله ونې له بېخه چپه کېدل.
٥. په اسمان کښې سخته برېښنا.
٦. په اسمان کښې د ستورو دځای بدلون.
٧. په زمکه کښې دننه د باد د لګېدو غرار او اوازونه.
لنډه دا چې د تاريخ په اوږد کښې د زلزلې د راتلو په اړه ډېرې افسانه يي او خيالی کيسې ويل شوې دي خو د وروستيو څېړنو له مخې ويلی شو چې زلزلې دکال په هر موسم او هر ډول جوی اوضاع کښې منځ ته راځې او راتللي شي. يوه جاپاني زلزله پېژندونکی د ادب هوا د جوي وضعې په اړه ١٨ ډېرې سختې زلزلې چې د پنځو پېړيو په اوږدو کښې منځ ته را راغلې وي- تر څېړنې او مطالعې لاندې ونيولې. په پای کښې دې نتيجې ته ورسېد چې په ٢ زلزلو کې جوي اوضاع ښه او يا بالکل ښه وه، په ٢ زلزلو کښې وريځ وه. په ٣ زلزلو کښې واورې او باران ورېده. او په يوه زلزله کښې هوا سخته توپاني وه.
يوه امريکايي زلزله پېژندونکی ورته څېړنې وکړې او په پای کښې يې وويل: هغه زلزلې چې ما تر څېړنې لاندې نيولې وې د هغو نه په يوه کښې هم د زلزلې په وخت کښې په اسمان کې برېښنا نه وه.