زلزله په تاريخ او افسانو کې
تاريخ، اسطوره او افسانې څرګندوي چې زمکه له ډېرو پخوا زمانو څخه را په دېخوا د لړ زښت په حال کښې ده. لومړني دقيق معلومات چې د بشر لاس ته ورغلي د يونان د کورينت (Corinth) د ښار د زلزلې په اړه دي چې د ميلاد نه ٨٥٦ کاله د مخه منځ ته راغلې وه. کورينت هغه ښار دی چې زلزلې (٩) ځله وران کړی دی او تقريباً ٤٥ زره کسان په کښې مړه شوي دي.
لومړنيو انسانانو د زلزلې د پېښيدو په اړه مختلفې انګېرنې لرلې. ځينو فکر کاوه چې زمکه څلورو غوايانو په شاه نيولې ده، کله چې دا غوايان حرکت کوي نو زلزله منځ ته راځي. ځينو بيا ويل چې زمکه د يو غوايي په ښکر ولاړه ده کله چې يې دغه ښکر ستړی شي نو بل ښکر ته يې لېږدوي او په نتيجه کښې زلزله کېږي.
لرغوني يونانيان په دې عقيده وو چې زمکه يوه انسان ډوله رب النوع چې (اطلس) نومېږي په خپله يوه اوږه نيولې ده، کله چې يې د يوې اوږې نه بلې ته لېږدوي نو زمکه لړزېږي.
ځينو بيا دا عقيده لرله چې د زمکې په دننه کښې يو لوی ښامار يروت دی کله چې دا ښامار وغواړي خپله لکۍ وڅټی نوله خپله ځايه حرکت کوي او د زمکې د ټولې کرې نه ګرد چاپېره تاوېږي چې په دغه وخت کښې زلزله راځی. کله چې لومړی ځل پر زمکه د اورګاډي پټلۍ غځېده نو د دې نظر يې پيروانو يې کلک مخالفت کاوه او ادعا يې لرله، هغه ميخونه چې دا اورګاډي په پتلۍ باندې ټکوهل کېږي ښايي دغه ښامار زخمي کړي او د سختو زلزلو د منځ ته راتلو سبب شي.
د بابليانو په رواياتو کښې راغلي چې په اسمان کښې د زحل، مشتري او مريخ سيارې په زمکې کښې د زلزلو دراتلو سبب ګرځی.
لومړني چينايان هم د بابليانو غوندې په دې نظر وو چې د زلزلې د پېښېدو خبر موږ ته ستوري را کوي. خو يو چينايې ليکوال پونياتګ فو (Ponyang) بيا د زلزلې د پيدا کېدو په اړه بل ډول تعريف لري. کله چې يانګ (Yang) محوه شي او ځان نه شي ښکاره کولی او يا يې يين (Yin) مخه ونيسی او پورته را پرېښودلو ته يې نه پرېږدي نو په دغسې وختونو کښې زلزله راځي....
لومړنيو انسانانو د زلزلو او اورغور ځونې (اتش فشان) په منځ کښې توپېر نه شو کولی او د واړه يې اسمانی بلاوې ګڼلې.
د يوې رومي افسانې په اساس د زمکې کره په دريو ستنو: ايمان، اميد او بخشش ولاړه ده. که چېرې يوه له دغو ستنو څخه د خلکو د ناوړه او ناروا کړو وړوله امله متزلزله شي نو زمکه د هغوی د پوهولو او تنبه لپاره په لړزېدنه پيل کوي. حتی د ژوستنين (Justinian) د امپراطوری په زمانه کښې يو قانون تصويب شو چې د هغه په اساس به که چا کومه ناروا ياد کفر خبره وکړه نو سزابه يې مرګ و. ځکه هغوی په دې عقيده وو چې دغه ډول ناوړه اعمال په زمکه کښې د زلزلې اوپه اسمان کښې د برېښنا (رعد و برق) د منځ ته راتلو سبب کېږي.
د تاريخ په اوږدو کښېد زمکې پر مخ ډېرې زياتې زلزلې راغلې چې ځينې عمده زلزلې يې دا دي:
په کال ١٥٥٦ شنی – چين کي وشوه چې ٨٣٠٠٠٠ تنه يې مړه کړل.
په کال ١٧٣٧ کلکته – هندوستان کې وشوه چې ٣٠٠٠٠٠ تنه يې مړه کړل.
په کال ١٩٢٠ کانسو – چين کې وشوه چې ١٨٠٠٠٠ تنه يې مړه کړل.
په کال ١٩٢٣ توکي، يوهاما – جاپان کې شوه چې ١٤٣٠٠٠ تنه يې مړه کړل.
په کال ١٨٩٠ چيلی – چين کې وشوه چې ١٠٠٠٠٠ تنه يې مړه کړل.
په کال ١٦٦٧ شماخی – قفقاز کې وشوه چې ٨٠٠٠٠ تنه يې مړه کړل.
په کال ١٩٠٨ مسينا – ايټاليا کې وشوه چې ٦٠٠٠٠ تنه يې مړه کړل.
په کال ١٧٥٥ لزبون – پرتګال کې وشوه چې ٦٠٠٠٠ تنه يې مړه کړل.
په کال ١٧٩٧ کيتو – اکوادور کې وشوه چې ٤١٠٠٠ تنه يې مړه کړل.
په کال ١٧٥٥ دايران په شمال کښې کې وشوه چې ٤٠٠٠٠ تنه يې مړه کړل.
په کال ١٧٥٩ بعليک – لبنان کې وشوه چې ٣٠٠٠٠ تنه يې مړه کړل.
په کال ١٩٣٩ ارزنګان – ترکيه کې وشوه چې ٢٣٠٠٠ تنه يې مړه کړل.
په کال ١٩٠٥ کانګرا – هند کې وشوه چې ٢٠٠٠٠ نتنه يې مړه کړل.