مصنوعي زلزلي
په وروستيو څو لسيزو کې ثابته شوې چي ځيني بشري فعاليتونه لکه هستوي او اتومي چاودني،د اوبو د بندونو جوړول ، د پمپونو په وسيله له زمکې نه د نفتورا ايستنه او داسي نور انساني فعاليتونه هم په زمکه کې ، د زلزلو د پيدا کيدو سبب ګرځي، دغه ډول زلزلې د مصنوعي زلزلو په نامه ياديږي.
داتومي چادونو له امله زلزلي:
هر ډول چاودنه سپکه وي او که درنه په زمکه کې د موجونو او څپو د پيدا کېدوسبب ګرځي .د يوه اتمي بمب د چاودني او تخريب قوه کولي شو چي د يوې درنې او سختي طبعي زلزلې له شدت سره پرتله کړو له دې امله د اتومي چاودنو د قوې او شدت د اندازې له پاره بايد له هغو وسايلو نه نه استفاده وشي چې زلزله پرې اندازه کيږي.
تر اوسه د امريکا د متحده ايالتونه ” نوادا” په سيمه کې د زمکې لاندي د دوه سوه نه زياتې اتومي اوهسته يي چاودنې شوي دي او هغه چاودېدونکي مواد چې په دي چاودنو کښې مصرف شوي يو ميليون ميګاټن (megton) ته رسېږي چي دا مواد دېوې (٦)درجه يي زلزلې دمنځ ته را تللو له پاره بس دي.
يوه وړه هسته يي چاودنه چي په کي ٣ کلوټن ( TNT ) مادې څخه استفاده وشي د ريختر په مقياس د (٤)درجي زلزلي د منځ ته راتلو سبب ګرځي. دا يوه سپکه زلزله ګڼل کيږي چي هر کال دا ډول زلزلې د لس زرونه زياتې دزمکې په کره کي منځ ته راځي .
په ١٩٧١ م کال کې داتومي انرژي د کميسيون له خوا د (کنيکين) په نامه اتومي چاودنه د الوشيان د ټاپو ګانو په (کامچتکا) کې منځ ته راغله. دا الوشيان ټاپوګان دزلزلې له پلوه يوه فعاله زلزله لرونکې سيمه وه.دا تجربه يي چاودنه دومره درنه او سخته وه چي د دي کميسيون ټول غړي يې دسختې انديښنې سره مخامخ کړل. د دې چادنې اندازه (٧) درجې ثبت شوه. له دي چاودنې وروسته بيا هم دلته د څو مياشتو له پاره ټکانونه احساسېدل خو په ښکاره يي د ورانيو او ويجاړيو نښي نه ليدل کېدي. د دې چاودنې په اساس په دې سيمه کې ٢٢ طبيعي زلزلې د ريختر د (٣،٥) درجو په اندازه منځ ته راغلي.
هيڅوک دانه شي نضمينولي چي په را تلونکي کې به اتومي او هسته يي چاودنې د سختو او تباه کوونکو زلزلو د منځ ته راتلو سبب نه شي.
د همدي فرضيې په اساس کله چي د ١٩٩٨ کال د مۍ د مياشتې په ٢٨ نيټه د پاکستان د بلوچستان په ايالت کې ازمايښتي اتمي چاودنه وشوه نو يو ورځ وروسته يعني د مۍ په (٣٠)نيټه د افغانستان د بدخشان ، د( شهر بزرګ ) په ښار کې يوه سخته زلزله منځ ته راغله جي له ٥٠٠٠نه زيات کسان په کې مړه او په زرګونو کورونه په کې له منځه لاړه .په افغانستان کې دزلزلي د خبر له خپريدو سره سم د لندن ، واشنګټن او ماسکو په مشهورو ورځپانو کښې وليکل شول : دا زلزله دافغانستان په شمال ختيځ کې چي يو فعاله زلزله لرونکې سيمه ده ، کيدای شي د پاکستان د اتومي چاودنې له امله منځ ته راغلې وي ..
په هر حال د اتمي انرژي پوهان په دي باور دي چي دزمکي د کرې پوتکي ډېر ټينګ او سخت دي .هغه چاودنې چي د اتومي تجربو،د کانونو د را ايستني او نورو اهدافو له پاره تر سره کيږي ، ډير لږ خطر لري .
د بندونو جوړولو له امله زلزله :
د هندوستان د کوينا (kovina)په سيمه کې د زلزله پيژندونکو د څېړنو په اساس له ١٩٦٢م کال نه د مخه دلته هېڅ زلزله ثبت شوي نه وه .او دزلزلې له پلوه د نړي تر تولو ارامه سيمه ګڼل کيده.
کله چي په ١٩٦٢م کال کې دلته د اوبو بندوجوړ شو او په بند کې د اوبو زېر مي زياتي شوې نو داوبو د سطحي له پورته کيدو سر سم په سيمه کې د زلزلي ټکانونه هم پيدا شول .
په ١٩٦٧م کال د ډسمبر په لسمه نيټه د ريختر په مقياس (٦،٤)درجي زلزله منخ ته راغله چې د کويناناګار د سيمي زيات کلي يي له خاورو سره برابر کړل ، په دي زلزله کې ١٧٧ تنه مړه او ٢٣٠٠تنه ژوبل او ټپيان شول .
همدا رنګه د يونان دکرماستا جهيل چي په ١٩٦٦م کال د فبروري په مياشت کښې دابو نه په خپل ټول ظرفيت ډک شو ، نو په سيمه کې د ريختر په مقياس د (٦،٣)درجو په شدت يوه زلزله منخ ته داغله چي په نتيجه کې ١٨٦٠کورونه وران ، يو تن مړ او ٦٠ کسان تييان شو ل.
دنړۍ په مختلفو هېوادونو کې ددغه راز ډيرو ورته پيښو له مخې ، زلزله پوهان دې نتيجي ته رسيلي چي زلزله په بندونو او جهيلونو کې د اوبو د درانه وزن له مخي نه ، بلکې د زمکې لاندې طبقو او برخو ته د اوبو د نفوذ او ننوبلو په اساس منځ ته راخي .