د زلزلې د پيدا کيدو ﻻملونه
د زمانې په تېرېدو سره خلک ورو، ورو د زلزلو دراتلو په اړه د خيال او ګومان نه را ووتل او حقيقت ته نږدې شول.
د اتوم کاشف ديموکرائيس (Democritus) لومړنی کس وو چې دزلزلې په هکله يې افسانه يې علتونه رد کړل او وې ويل چې زلزله د باران له اورېدولو نه منځ ته راځی. مشهو شاعر اوويد (Ovid) وويل: هغه وخت چی زمکه د لمر په لور نژدې کېږي زلزله منځ ته راځی.
رومي فيلسوب لوکريتيس (Lucrethius) بيا په دې عقيده ووچې د زلزلې د پيدا کېدو سبب په زمکه کښې د لويو ډبرو ځای په ځای کېدل او هلته دغارونو او چاودنو موجوديت دی. همدغه نظر د زلزلو د پيدا کېدو د او سنيو فرضيو سريزه بلل کيږي.
کله چې په ١٧٥٥ م کال کښې د ماسا چوست په پوهنتون (Boston) ښار کښې زلزله منځ ته راغله نو دهار ورډ د پوهنتون استاد جان و ينتروپ خپله نظريه داسې وړاندې کړه:
د زمکې په دننه کښې دځينو جسمونو ماليکولونه د اور په وسيله په بړاس (بخار) بدلېږي دغه بړاس د زمکې له داخل نه دچاودنو اودرزنوله لارې پورته راځی چې په نتيجه کښې زمکه لړزوي.
په ١٨ پېړۍ کښې ايټالوي پوهانو ابه (Abbe)، انتون (Anton) لازارو (Lozzaro) او مورو (Moro) د زمکې يوه کره تر سيم کړه اوپه دې عقيده وو، هغه اور چې د زمکې په تل کښې پروت دئ د زلزلې د منځ ته راتلو سبب ګرځي.
په وروستيو دوو پېړيو کښې پوهانو د زلزلو د پيدا کېدو په اړه ډېر زيات علمي معلومات لاس ته راوړي دي خو تر اوسه يوې واحدې نظريې ته رسېدلي نه دي.
د دغو نظريو په رڼا کښې ويلی شو چې د زلزلې د پيد کېدو عامل د زمکې د داخلي محرکه قواوو نتيجه ده. ځکه چې د زمکې خاورينه کره چې په ښکاره يې موږ د يو کلکې او جامدې سيارې په څېر ګورو په حقيقت کښې داسې نه ده، بلکې د هغې په تل کښې يوه ګرمه او سووځونکی مايع پرته ده او داله هغه وخت نه پاتې ده چې يو وخت دا ټوله زمکه له بلېدونکو ګازونو څخه جوړه وه او تر اوسه پورې بشپړ سوړوالی ته رسېدلې نه ده.
که چېرې موږ د زمکې له مخ نه د زمکې د تل په لور لاړ شو نو دغه درې برخې ليدلی شو.
١. د زمکی پوټکی (ليتو سفير): دا د زمکې پاسنې سړه شوې برخه ده چې په ځينو ځايو کښې ٨ او په ځينو کښې تر ٨٠ کيلو مترو پورې پنډوالی لري. دا د همدغو تيږو نه جوړه ده چې مونږ او تاسو يې په سترګو ګورو.
٢. منټل (جيو سفير): دا پوړ دزمکې د پوستکي لاندې پروت دي چې له (٨٠-٨) کيلو مترو نه نيولی تر ٢٩٠٠ کيلو مترو پورې رسېږي. د دې پوړ په پورتنۍ برخه کښې له ٦٠ نه تر ١٠٠ کيلو مترو په ژور والی کښې دمګما (سوځوونکی ټينګه مايع) مرکز پروت دی. د دې پوړ پورتنۍ برخه د وخت په تېرېدو د زمکې په پوټکی باندې بدلېږي. نو له دې امله ويلی شو چې زياتره زلزلې او اورغورځونې (اتش فشان) دزمکې په همدې برخې پورې اړه لري.
٣. هسته: د زمکې د منټل د پوړ لاندې پرته ده چې د زمکې تل ګڼل کېږي. د دې برخې د موادو دترکيب او جوړښت په ارتباط ټول معلومات فرضي دي اوپه غالب ګومان د زمکې هسته د اوسپنې او نيکلو نه جوړه وي چې د مايع په حالت کې موقعيت لري. لنډه دا چې د زلزې د پيدا کېدو په اړه په عمومي ډول دومره ويلی شو چې د زمکې په دننه کښې د لويو چاودنو موجوديت، د يو ځای نه بل ځای ته د مګما (سوځوونکی او بلن مواد) حرکت کوي ا د زمکې پر مخ د دغو سوځوونکو او بلنو موادوو فوران (اتش فشان) په زمکه کښې د لړزښت او زلزلو د پيدا کېدو سبب ګرځي.