په ودانيزوتوکو کې تيږې ځانګړی ارزښت لری. يو ښه خصوصيت يې دادی چې کلکې دي . د باد، باران، واوری تودوخې ، فشار او وزن په وړاندې ښه مقاومت لری. په پخوا زمانو کې د نورو ودانيزو توکو سره دانسان بلدتيا کمه وه ، ځکه يې نو په هغو وختو تو کې د خپلو ودانيو په جوړولو کې يوازې تيږې کارولی دی. ښې بيلګې يې په نړی کې د تيږونه جوړی شوی څو مشهورې ودانۍ يادولې شو.
١- بيت اله شريف: د سعودي عربستان په مکه معظمه کې دنړی د ټولو مسلمانانو قبله ده او دا براهيم (ع) له خوا جوړه شوې ده .
٢- تاج محل: د هند په اګره کې. د مرمرو له تيږو جوړه شوې مقبره ده چې د شاجهان له خوا ودا نه شوی.
٣- د مصر اهرامونه: د مصر د فراغنه په زمانه کې د تيږونه جوړ شوی اهرا مونه دی چې د مثلث په ډول دری څنډی لری
٤- : د چين مشهور ديوال.
٥- : د نړی د مسلمانانو څو مشهور جوماتونه چې له هغی جملی نه: د ډهلي جامع جومات، د لاهور پاچاهی جومات اود ترکيې ايا صوفيه جومات يادولی شو.
په طبعی حالت کې د ځمکی د کری سخت قشر ته چې ټاکلی شکل اوکيمياوی ترکيت نه لری، په جيو انجنيری کې ورته _ Rock) ډبرې ) وايي. خو کله چې د غه سخت قشر استخراج او ټوټه ټوټه شی نو هری ټوټی ته يې بيا ( تيږه _ (Stone وايي.
منرال: هغه مواد دی چې ټاکلی کيمياوی ترکيب لر.ي . د دوويا څو بيلا بيلو منرالو نو څخه تيږې جوړی شوی وي.
تيږی د پيداښت له پلوه په دری ډوله دي :
١: اورنۍ ( ناريه ) ډبری: دا ډبرې په دوه ډوله دي :
الف _ مګماتيکي : هغه ډبرې دي چې په ځمکه کې دننه ، د ځمکی د تل د ډيرو ګرمو او غليظو موادو چې ( مګما ) ورته وايي دسړيدونه وروسته جوړيږي . دا تيږې ښې کلکې وي ،بيلګه يې ګرانيت او بسالت يادولی شو
ب _ ولکانيکي : هغه ډبرې دي چې دځمکې پر مخ د ( لاوا ) د سړيدو نه وروسته جوړيږي .ښه بيلګه يې د ( پښو تيږه ) ده . داچې ولکانيکي تيږې ولې سورۍ سورۍ وي لامل يې دادی چې د ځمکې پر مخ لاوا ژر سړيږي ، غازونه يې فرار کوي او ځای تش پاتې کيږي . .هغه ګرم اوغليظ مواد چې د ځمکی د تل نه د ځمکې مخ ته را پورته شی د ( لاوا ) په نامه ياديږی.
٢- رسوبی ډبری: د ځمکی د سخت قشر بيلا بيل مواد لکه شګی، کاړ، خاوری چې د سيندونو او بارانونو د اوبو په وسيله له بيلا بيلو برخو څخه راوړل کيږی اوپه يوه حوزه يا سيمه کې رسوب کوی، دزرګونو او ميليونه کلونو په تيريدو د روسوبی موادو څو پوړونه جوړيږی . د پورتنيو پوړونو د فشار له امله همدغه رسوبی مواد په سختو ډبر وبدليږی .
رسوبی ډيری عموماً نه يو ډول رنګ ، نه يې جوړښت اونه يې ترکيت يو شان وی . ځکه چې دا ډبری له بيلا بيلو موادو څخه جوړی شوی وي. غوره بيلګی يېلګه يې د چونۍ ډېرې، د شګو ډيرې (پرښې) او شيلونه دي.
٣_ متحوله ډبرې: داډ بری د ناريه او رسوبی ډبرو د بدلون او تحول نه وروسته جوړيږي . هغه وخت چې همدا يادې شوې تيږی د ځمکی دبيلابيلو تکتو نيکی حرکتونو، د لوړ فشار ، فوق العاده تودوخې او نورو طبعی پيښو لاندی راشي نو په متحوله ډبروبدليږی. دا تيږی هم خورا سختی او باد وامه وي. ښې نمونې يې د مرمر و ډبری دی.