ټول هغه څه چې د ودانيو په جوړونه کې کارول کيږ ي موږ يې دلته ( ودانيزو توکي _ ساختماني مواد ) په نامه يادوو . ودانيزو توکو پيژندنه له ډير و پخوا زمانو څخه پيل شوی ، په ځانګړې توګه هغه وخت چې انسان له مغاره يی ژوند څخه راووت او د ځمکی پر مخ يې د ودانيو په جوړولو پيل وکړ . لومړنی ودانيز توکی چې انسان د خپلو کوډلو په جوړولو کې کارولی دی تيږی دي.
موږ د دغسې ودانيو ډيري ښی بيلګی د لرغوني تاريخ په زړو او تاريخی ودانيو کې ليدلی شو. د وخت په تيريد و سره د تيږو او خټو تر څنګ لرګی هم د يو ودانيز توکي په بڼه را منځ شول. په دی توګه ويلی شو چې تر ډيره وخته تيږی، خاورې، خټی او لرګي د انسانانو د استوګنی د کورنو په جوړولو کې اساسی رول لو بولی دی. وروسته د چونې له ډبرو څخه هم د ودانيو په جوړونه او ښکلا کی ګټه اخيسل شوی ده.
د علم او ټکنالوژی په راتګ سره انسان په دی هڅه کی شو چې د طبعی پيښو لکه واوری، باران، سيلابونو او زلزلو په وړاندې دخپلو ودانيو مقاومت او کلکوالی لوړ کړی. نو د دی ستری هيلی دسر ته رسيدو په لاره کې يې نه ستړی کيدونکی هلی ځلی پيل کړی او په نتيجه کې د نو يو ودانيزو توکو لکه د سمنټو، کانکړيټو ، د خامو او پښو خښتو په جوړولو بريالی شو. د نوې ټکنالوژی د چټکی ودې سره انسان د خپلو اړتياو د پوره کولو له پاره د سترو او د نګو د ودانيو، پلو نو، سر کونو، بندونو، کانالونو، هوايی ميدانونو، د اوسپنی د پټليو او داسی نورو د جوړونی په تکل کې شو او د دې هيلې د سر ته رسيدوله پاره يې د ودانيزو توکو ميندنی او جوړونې ته ځانګړی پاملرنه واړوله.
ودانيز توکي پيدايښت له پلوه په دوه ډوله دي :
١- طبعی ودانيز توکی: هغه دي چې طبعت کې په طبعی توګه په پراخه اندازه موجود دی لکه: تيږی، کاړ، شګی، خاورې ، ګج يا چونه او لرګی.
٢- مصنوعی وداينز توکی: هغه دي چې انسان يې د فابريکو ، داشو نواو بټيوله لاری په لاس راوړي . لکه: خامی او پخې خښتی ، سمنټ، کانکريټ ، او سپنه او فولاد
نوټ: بايد ووايو چې د پورتنيو دوه ډولو تر څنګ دريم ډول هم موجود دی چې هغه د کار خانو او فابريکو ځنی پاتی شونی دی چې يې له کوم بدلون نه د ودانيو په جوړولو کې کارول کيږی. لکه: د سمنيټو کارخانۍ پاتې شونی (کلنکر) او يا د اوسپنی د ويلی کولو د کری پاتی شونی
د ودانيز و تو کو ځانګړتياوې:
ودانيز توکی بايد د بيلا بيلو شرايطو په نظر کې نيو لو سره سم انتخاب شی ، په عموعی توګه دومره ويلی شو چې مضره مواد يې کم وی، ښه رنګ ولری د جوی يا اقليمي شرايطو، د فشار او وزن په وړاندې ښه مقاومت ولري . دجوي شرايطو له مخې ويلی شو چې په ګرمو سيمو لکه : ننګرهار، لغمان، مزار شريف، کندهار او هلمند کې کولی شو د خښتو نه ګټه واخلو خو په سړو سيمو کې بيا کولی شو، د تيږو، ګج او لرګيو نه کارواخيستل شی.
طبعی ودانيز توکی او د کار خانو پاتی شوني بی له کوم بدلون نه، په مستقيمه توګه کارول کيږی خو مصنوعی ودانيز توکی د کار شرايطو سر سم ټاکل کيږی . په عمومي توګه ودانيز توکی بايد لاندې ځانګړتياوی ولری.
ښه مقاومت
په بيلابيلو بڼو( شکلونو ) وړتيا
د داقليمي شرايطوپه وړاندی مقاومت
د مضره عناصر و څخه خالي وی
يو ډول رنګ او ښکلا ولري
همدارنګه د مصنوعی ودانيزو توکو په توليد کې هڅه کيږی چې د بيلا بيل شرايط لکه : د غږ په مقابل کې ، تودوخی په وړاندی ، د اوبو او رطوبت په وړانندی،ټولې ځانګړ تياوې يې بايد په نظر کې ونيول شي.
دو دانيز و توکو سانته:
اب و هوا په ودانيز وتوکو نيغ په نيغه اغيزه کوي. نو ځکه يې ساتنه او زيرمه کول بايد په ښه توګه تر سره شي . د بيلګې په توګه : لرګی او تيږی بايد په ازاده هوا کې کيښودل شی څو خپل رطوبت له لاسه ور کړي . سمنت بايد په داسی ځای کې کيښودل شی چې هلته رطوبت نه وي ، شګی او کاړ بايد په داسی ځای کې زيرمه شی چې خاورې ور سره ګډې نه شي. د وادانيزوتو کو په ساتنه کې لږه بی پروا يې د سترو زيانونو درا منځ ته کيد سبب ګرځی.