راليږونکی :غني الرحمن دل وفا
د راليږونکي پته :zmarai_afghan@yahoo.com
نيټه : 17-10-2006

اسلام عليكم ښاغلى انجنير صيب زهير
ستاسو د زلزله نومى ويبلوګ د زلزلى په اړه د معلوماتو يو ډک صندوق دى دومره معلومات پكښى ځاى پرځاى شويدي چى نور نو لوستونكو ته پوښتنه نه پيداكيږي چى زلزله څه شى ده څنګه كولى شوچى په زلزله كى د ايساريدو په وخت بايد كوم توكي په پام ونيول شي ,خو بيا ځينى وخت پوښتنى پيدا كيږي ځكه چى هر څوك خو د انجينير صيب په څير معلوات نه لري, ماته هم يوه وړوكي پوښتنه پيدا شوي ده هغد داچى:ايا زلزله د موسم او يا د شپى او ورځى سره كومې اړيكي لري؟ مانه(معنى) په كوم موسم كى ډيره كيږي او يا هم د شپى ډيره كيږى او كه د ورځى؟
په خوستواله مينه! دوحه قطر

ګرانه وروره ! زما له خو سلامونه او نيکې هيلې ومنه !

ستاسو د پوښتنې په ځواب کې دومره ويلی شم ، چې په تيرو زمانو کې داسې انګيرنې مو جودې وي چې زلزله زياتره په منی يا پسرلي کې  چې بارانونه زيات وي ، په اسمان کې بريښنا يا رعد وبرق وي ، زياته سيلۍ يا طوفان وي منځ ته راځي ، خو کله چې زلزله پوهانو په لس ګونې زلزلې چې په تيرو زمانو کې منځ ته راغلې وې او زياتې ويجاړی او مرګ ژوبله يې د ځان سره لرله،  تر څيړنې لاندې ونيوې نو دا معلومه شوه چې پورتنۍ هيڅ نښې نښانې په هغو زلزلو کې نه وې ، وروسته پوهانو دا نظريه ورکړه چې زلزلې په هيڅ ډول موسم يا فصل پورې اړه نه لري . عموما د ځمکې دداخلي قواو پورې اړه لري هر وخت چې زمينه برا بره شي ، زلزله منځ ته راځي .بله خبره داده چې د زلزلې لاملونه هم بيلابيل دي نو مطلق حکم نه شو کولی چې څه وخت او کله به راځي