د ارمنستان په جمهوريت کې  (( …يوه پلار د خپل ماشوم زوی سره وعده کړی وه ، که زوي يې د هر څومره سختې پيښې سره مخامخ شي  پلار به يې مرستې ته ځان ورسوي او هغه به خامخا  له مصيبته خلاصوي ) .
 يوه ورځ د سختې زلزلې له امله د ښونځي چت راولويده نوموړی ماشوم د نورو همصنفيانو سره ، دخاورو خځلو لاندی ايسار شوو ، نور ماشومان سخت وارخطاوو او په چيغو چيغو يې ژړل ، خو دا ماشوم پخپله ډير ډاډمن معلوميده ، نور و ته يې هم  ډاډ ورکاوه چې مه
 وار خطاه کيږی ، زما پلار ه له ماسره وعده کړې ده هغه به خامخا  راځی او تاسی ټول به  د خاورو خځلو له ډيری څخه له ماسره يو ځای  ژوندي وباسي.
همغسې وشول ،  يوه ورځ وروسته  د نو موړی ماشوم پلار وتوانيده خپل لس کلن  زوی ، پرله پسې د شپږو ساعتونو خاورخځلو په لری کولوسره ژوندی راوباسي .