الماس ( Diamond ):


الماس د جواهراتو په سر کې ځای لري. چې ځنی وخت يې د قيمتی کاڼو د پادشاه په نامه هم ياد وی .  الماس د ازادو عناصرو په صنف کې راځی چې له کيمياوی پلوه دکاربن (  C  ) په ګروپ پوری اړه لري.. د (diamond) کليمه اصلاً د يونانی ژبې نه اخيستل شوی چې د نه ماتيدونکی (شکست نا پذير) معنی لري. د سختی درجه يې (١٠) ده او     زياتره بې رنګه او شفاف وي. خو ځنې ډولونه يې خاکی، سپين، نارنجی او شين رنګ  هم لري. دليک نښه يې بی رنګه وي.
د الماس د سختی درجه د انيزو ترو پ  له پلوه په بيلا بيلو سمتونو يا لور و توپير مومي نو ځکه الماس د الماسو په وسيله پرې کوي. دا چې د انکسار ضريب يې ډير لوړ دی (N=2,411) نوځکه له خپله ځانه ځانګړی ځلا لري او د شپی په تياره کې هم له ورايه ځليږی .  بلوري  جوړښت   يې هکس اوکتاهيدرون دې چې په مکعبي سيتم پورې اړه لري د لومړی ځل له پاره الماس د ميلاد څخه ٨٠٠ کاله د مخه د هند په پلسرونو (Placers) کې وميندل شول. خو د الماسو مګماتيکی کانونه بيا د لومړی ځل له پاره په برازيل کې کشف شول چې وروسته يې د برازيلی الماسو په نامه شهرت وموند. همدارنګه په ١٧٢٠ م کال کې د برازيل په پلسرونو کې هم الماس وميندل شول چې تر نن ورځې پوری تقريباً له هغه کان څخه (٢٥٠٠٠٠) قيراط الماس را ايستل شوی دی.
 په جنوبی افريقا کې د (1867-1864 م) کلونو په موده کې د الماسو کانونه کشف شول چې نن ورځ په نړۍ کې د الماسو د را ايستنی له پلوه ستر او د پام وړ هيواد ګڼـل کيږی.
 په ١٩٠٥ م کال کې د جنوبی افريقا په يو کان کې د الماسو يو بلور د (٣١٠٦) قيراطو په وزن وموندل شو چې د (٦٢١،٢) ګرامه اويا د (١٠٣) پونډه سره برابر دی. د دغه الماس جسامت د طول او عرض له پلوه (   5   *  65 ) سانتی متره دی چې د نړی تر ټولو ستر او غټ الماس ګڼل شوی دی،  دا الماس د  کولينان (Cullinan) په نامه ياديږی چې د
 (افريقا ستوری) هم ورته ويل کيږی وروسته بيا همدغه ستر الماس د (اووم ووارډ) له خوا په (٩) لويو ټوټو او (٩٦) وړو ټوټو پری کړی شو،  دوه لويې ټوټی يې چې (٥٣٠٢) او (٤١٧٤) قيراطه وزن يې درلود،  د کولينان (Cullinan) په نامه ونومولې.
طبعی نګه الماس بی رنګه، شفاف او ځليدونکی وي. خو کله چې يې په کيمياوی ترکيب کې بيګانه عناصر ونډه ولري نو رنګونه يې هم بدلون مومي. دغه بيګانه عناصر عموماً اوسپنه (Fe)، تيتان (Ti) او کروم (Cr) پيژندل شوی دی. نګه او شفاف الماس عموماً د ګاڼو او زيوراتو په جوړولو کې استعماليږی او هغه الماس چې تياره او توربخن رنګونه لري ، عموماً په تخنيک کې کارول کيږی. د تياره او تورو الماسو څخه د کربونا دو (Carbonado) بورت، بلاست او کانګو  ډولونه زيات شهرت لری. د الماسو بلورونه د فلور سنس خاصيت لري.  کله چې د ماورای بنفش د وړانګو لاندې راشي په بيلا بيلو رنګونو لکه ابی، شين او يا هم په سور رنګ ليدل کيږی. د الماسو د منرال د کيمياوی جوړښت  مقاومت زيات دی،  ځکه په تيزابو او القلی کې نه حل کيږی.
الماس د اوکسيجن په موجوديت کې د تودوخې د سانتی ګيراد (٧٠٠-٨٥٠)   در جو په شاوخوا کې سوزي او که د تودوخي د رجه د سانتی ګيراد (٣٥٠٠) درجو ته ورسيږی نو په کاربن ډای اکسيډ (Co2) بدل اوپه هوا کې خوريږی. او که اکسيجن نه وی نو الماس د سانتی ګيراد  په (٢٠٠٠) درجو کې په ګرانيت بدليږی. د الماسو مخصوص وزن (٣،٥) دی.
 په طبعت کې دالماسو کچه عموماً د يو قيراط لسمه او يا سلمه برخه وی او ندرتاً څو قيراطو ته رسيږی. الماس عموماً د شګو څخه د ماورای بنفش د وړانګو په مرسته لاس ته راوړل کيږي ..
الماس د ستر اتيژيکو موادو څخه ګڼل کيږی. د ګاڼو او سينګار ي شيانوپه  جوړولو سربيره ، د تخنيک په بيلا بيلو څانګو هم کارول کيږی. نوځکه د ورځينو اړتيا و پوره کولو له پاره ،  الماس نن ورځ په مصنوعی توګه د ټاکلی لوړ فشار او حرارت لاندې د ګرافيتو څخه په لاس راوړی،  د مصنوعی الماسو بلورونه عموماً کوچنی او واړه وي.