خاوره
د خښتو له  جوړولو نه مخکې بايد دنظر وړخاوره وازمويو.دا ازموينه نه يوازي په پيل کي بلکي د کار په مختلفو پړاوونو کي بايد تر سره شي.خاوره نه يوازي د هيواد په بيلا بيلو سيمو کي په بيلا بيلو ډولونو پيداکيږي بلکي په يوه ځاي کي هم کيداي شي چي څوډولونه ولري.کيداي شي چي په خاوره کي مختلف مواد لکه سرمه ريګ،شګه،ميده تيږي،مالګه ،مټ او نور شيان ګډوي او دا ډيره مهمه ده چي بايد د خاوري په ترکيب باندي دا نښه نه يوازي بايد د خاوري له سطحي(مخيني برخي)بلکي د ځمکي له کيندلو وروسته د خاوري له تل نه هم واخستل شي.ددي کار لپاره يوه مناسته وسيله برمه(Auger) (د ځمکي د سوري کولو وسيله ) ده چي ځمکه په عمودي ډول سوري کوي،  مګر له بده مرغه د دغي وسيلي پيدا کول د بيوزلو خلکو لپاره ستونزه ده ،خو په هر صورت د ځمکي کيندل بايد له ماينونو څخه په پاکه ځمکه کي تر سره شي.کله چي د خاوري يوه نمونه واخيستل شوه ،په مختلفو ډولونو سره ازمويل کيداي شي چي معلومه شي ايا دا خاوره د وداني اوکور لپاره مناسته ده او کنه.

نوري ازموينې
د ازموينو په بيلا بيلو ډولونو سره کولاي شو چي د هغي خاوري طبيعت معلوم کړو چي د خښتو د جوړولو لپاره مو په نظر کي نيولي ده.
مثلا کولاي شو چي د خاوري په بويولو (استشمام)سره پوه شو چي بوي لري اوکنه؟که چيرته بد بوي تری خيژي امکان لري چي عضوي مواد پکي وي او بايد کار ځني وانخستل شي.
همدا راز کولاي شو چي يوه کمه اندازه خاوره خولي ته واچوو او ويي څکو او ويي ژويو. که زيږه وه ښايي چي شګه او سرمه ريګ ولري او که يي خوند ډير بدنه وعادي خاوره ده،که خاوره ښويه وي او خونديي داوړو په څير وي، مټينه خاوره ده.
خاوره په ډيري اساني سره په کتلو هم معلوميږي.داسي چي تيږه ،شګه او سرمه ريګ ورنه بيل شي او څرنګوالي يي معلوم شي.دا کار په يوه سيمي جال (غلبيل-غربال_چڼوونکي)هم کولای شو.خاوره په ګوتو هم کتلي او ازمويلي شو. که چيرته د کتلو په وخت کي په ګوتو ځيږه او يا لږه ځيږه ولګيده ښکاري چي خاوره شګه لري يا شګلنه ده،اوکه په ګوتو کي يي تم پيدا کړ او سريښنا که شوه ښکاري چي خاوره مټينه او نرمه ده. دسترګو په وسيله له ازموينو څخه دزرګونو کلونو په ترڅ کي کار اخيستل شوي.
که خاوره او خټه له لاسونو څخه په اساني سره پر يمينځل شوه ښکاري چې خاوره شګلنه ده او په لاسونو پوري ونښته او په سختي سره پر يمينځل شوه ښايي خاوره مټينه وي . په وچه خاوره چي لږي اوبه ورګډي شي په خميره بدليږي او حتي ديو سانتي متر په پنډوالي هواريدي شي او په لمر او يا په بټي کي وچيدي شي وروسته وينو چي که همدي خټي د ماتيدو په وړاندې مقاومت درلود نو ښکاري چي خاوره يي مټينه ده او که په اساني  سره ماته شوه اوو دوړيده نو خاوره شګلنه ده.
خاوري ته که لږ نم ورکړو ديوي هګي په اندازه ديوه غونډاري په څير جوړيدي شي چي قطر يي له دوو څخه تر دريو سانتي مترو پوري وي . دا غونډاري په موټي کي نيسو او دومره زور پري راوړو چي اضافي اوبه يي پرمخ پيداشي (په اوبو راشي)که دا خټه په اساني سره يعني له لسويا پنځلسو ضربو (وهلو) څخه وروسته په اوبو راغله ښکاري چي خاوره شګلنه ده اوکه له شلو يا دير شو ضربو(وهلو)څخه وروسته په اوبو راغله ښکاري چي نرمه خاوره يا مټ ده.
په چاقو يا چاړه باندي دخاوري دوه نوري ازمويني هم کوالي شو:
 په لومړي ازموينه کي دخټي يو نمجن غونډاري په چاقو باندي سم نيمايي پري کوو.که چيرته د نيماي غونډاري په چاقوباندي سم نيمايي پري شوي سطح زيږه او رنګ يي تياره وي خاوره شګلنه ده او که ښويه وي اووځليږي خاوره نرمه او يا مټينه ده.
 په دوهمه ازموينه کي چاقو په يوه نرم فشار سره د خټي په غونډاري کي ننباسو.که چاقو په اساني سره په غونډاري کي خښ شو خاوره شګلنه ده او که خاوره مقاومت وښود او چاقو په اسانه پکي خښ نه شو خاره مټينه ده.
يوه بله از موينه داسي ده چي د زيتون په اندازه د خټي يو مرد کي ورو ورو د لاس په ورغوي د لرګي په يوه سطحه باندې اچوو چي اندازه يي د دير شو مربع سانتي متروپه اندازه وي.خټه بايد په ورغوي باندي د لرګي پر سطح ورغړول شي د خټي حرکت بايد د اش ګز حرکت ته ورته وي. دا عمل تر هغه وخته بايد دوام وکړي چي خټه يوه نري پړي ته ورته شي.که دا نري استوانه مخکي له دي چي قطر يي پنځه ملي مترو ته ورسيږي ما ته شوه،  ښکاري چي خټه ډيره وچه ده او بايد اوبه ورزياتې شي. کله چي ددي نري پړي قطر دري ملي مترو  ته ورسيد ماتيږي .له همدي ماتو شو يو ټوټو نه يو بل وړوکي مردکي له جوړولونه يي خاوره ورانه او ميده شوه ښکاري چي شګه او سرمه ريګ يي زيات دي او که اسفنج غوندې نرمه وه ښکاري چي عضوي مواد پکي زيات دي.
يوه بله ازموينه مخکيني ازمويني ته ورته له خټي د يوي نري ريتاړي جوړول دي. تقريبا د دولسو ملي  مترو په قطر د خټي يو وړوکي ډانګ جوړوو.خټه يي بايد سر يښنا که نه وي يعني اوبه يي زياتي نه وي.دا وړوکي ډانګي پخپلو ګوتو باندي ورو ورو پلنوو او يوه اوږده ريتاړي چي پنډوالي يي دري يا شپږ ملي متره وي ور څځه جوړوو.
که دريتاړي اوږدوالي بي له دي چي ما ته يا په منځ کي پري شي له پنځويشتو نه تر ديرشو سانتي متروته ورسيد خاوره مټينه ده او که له پنځو يا لسو سانتي مترو څخه نوره اوږ ده نه شوه ښکاري چي مټ پکي کم دي.که ريتاړه تري هيڅ جوړه  نه شوه ښکاري چي مټ پکي له سره نشته.
يوه بله ازموينه هم شته چي ښايي يولړ ستونزي ولري . ددي ازمويني لپار ه داسي يو قالب په کار دي چي اوږدوالي يي ٦٠سانتي متره او سور او پنډوالي يي ٤ سانتي متره وي.دقالب منځ بايد غوړ شي.وروسته د يو متر په اندازه له يوه لوړ ځاي څخه د خټو پينډي پکي راغور ځوو. دخټو دا پينډي په قالب کي يو د بل پر سر رالويږي او په فشار سره د قالب کو نجونو ته هم رسيږي.دقالب سر بايد ښوي او هوار شي تر څو د قالب د اصلي اندازي شکل غوره کړي.
بيا قالب دد ريو ورځو لپاره لمر ته اويا د اوو ورځو لپاره په سيوري کي ږدو چي ښه وچ شي . دو چي شوي خټي اندازه د موادو په څرنګوالي او ترکيب پوري اړه لري.يعني څومره چي د

و چي شوي خټي اندازه له قالب نه وړه وي په همغه اندازه مټينه خاوره پکي زياته ده .