افغانستان داسي يوهيواد دي چي ډيري زلزلي پکي کيږي او د پيښيدو په وخت کي ډير کورونه يا ورانوي او يازيان وررسوي او زيات شمير خلک يا وژني اويايې ټپي کوي
.اصلا د دي لپاره چي د زلزلي په وخت کي ديوالونه يو له بل نه سره بيل نه شي بايد د يوي وداني ټول ديوالونه چار چاپيره په لرګينو تيرونو(حلقوي تير)يا(ring beam) باندي سره کلک او اوبدلي وي.
.هغه کورونه چي له لرګيو،اوسپني او سيخ لرونکي کانکريټ څخه جوړيږ ي دخامو خښت تر کورونو نه زيات مقاومت لري.مګر د هغو جوړول د زيات شمير خلکو لپاره ګران تماميږي،نو ځکه دخامو کورونو د کلکوالي او مقاومت لپاره بايد لاري چاري ولټول شي .
خلک بايد پر نرمو مځکو اوهغو غونډيو په غاړو چي خاوره يي سسته ده د کورونو له جوړولو څخه ډډه وکړي. وداني بايد ډيره جګه او کم سوري نه وي،بلکي بايد مستطيل ډوله او ساده وي اوپه مساوي بر خووويشلي شي.کړکي او دروازي بايد د وداني کنجونو ته نژدي جوړي نه شي اوډيري لويي نه وي.
د زلزلي په وړاندي دمقاومو ودانيو د جوړولو لپاره د نورې زده کړي په خاطر بايد له هغو خلکو څخه چي په دي هکله معلومات لري پوښتنه وشي او مرسته ځيني وغوښتل شي.