کولاي شو چي خښتي هم لمر ته وچي کړو او هم يي په بټيو کي و چي کړو.دبټيو د تودولو لپاره له لرګيو څخه کار اخستل کيږي ،مګر د سون دلرګيو کمښت دزيات شمير ټولنو لپاره هغه لوبه ستونزه ده چي نه پريږدي خلک له بټيو څخه کار واخلي.
په لمر کي د هغو خښتو د وچولو لپاره چي په عادي قالبونو باندي وهل شوي دي له اووڅخه تر لسو ورځو ا وپه سيوري کي تر دي نه هم لږ زيات وخت ته اړتيا ده .

که د خښتو په  جوړولو کې له قيمتي کلکوونکو مواد و لکه سمنټو او ژوندي چوني څخه کار اخيستل شوي وي،خښتي د وچيدو په وخت کي زياته پاملرنه غواړي او هره ورځ بايد اوبه پري وشيندل شي او دا کار بايد له څوار لسو څخه تر پنځه ويشتوورځو پور ي دوام وکړي،مګر که له طبيعي قير څخه په خښتو کي د کلکونکي مادي په توګه کار واخيستل شي د اوبو شيندلو ته ضرورت نشته.