په هيواد کې زلزلې  او د خلکو انديښنې او وسوسې
څوکاله وړاندې ، يوې خونړۍ زلزلی، د ايران د بم ښار، څه نا څه ديرش زره او سيدونکی ووژل ،ددې  بشری ناورين نه،  څو ورځې وروسته  زموږ د هرات په ښار کې هم بيلا بيلو اوازوداسې  ويره او ترهه خوره کړه چې  چا به ويل نن زلزله راځی او چا به ويل سبا!  همدغو ناسمو  اوازو د هرات ښاريان مجبور کړل چې د ژمې يخې او سړې شپې تر شنه اسمان لاندی په  سپيرو ډاګونو کې سبا کړی. خو هيڅ مرجع نه وه چې ددغو اوازو مخه يې نيولې وای او خپل هيوادوال يې له دغو ستړو او ستومانيو څخه ژغورلي وای .
 دا منو  چې علم او ټکنالوژۍ ډير پرمختګ کړی خو بيا هم د زلزلې د وړاند وينې له پاره  تر اوسه داسې څه نه شته چې هغه  بشريت له دغه سترې بلا  څخه وژغوري .کيدای شي همدا اوس چې تاسو دا ټکي لولی زلزله پيښه شي او کيدای شي تاسو يې په خپل ټول عمر کې هم احساس نه کړی .   همدارنګه کله نا کله زموږ هيواد د سختې زلزلې سره مخامخ کيږي او  هيواد وال سخته ليوالتيا لري چې د پيښې زلزلې په اړه  پوره معلومات تر لاسه کړي. خو له بده مرغه  بيا هم هيڅ داسې يو علمی مرکز نه وي چې زموږ  د هيواد والو د غواندښنو او وسوسو ته سملاسي ځواب ووايي  . څو کاله وړاندې د شپې په دوو بجو يوې سختې زلزلې د کابل ښار ولړزاوه ، سهار خلکو سخته ارزو لرله چې اوس به د افغانستان راديو تلويزون هيوادوالو ته د بيګانۍ زلزلې په اړه پوره معلومات ورکوي خو له بده مرغه افغانستان حکومت ځان داسې ړوند او کوڼ واچاوه چې تا به ويل هيڅ پيښه نه ده شوې  ،  تر څو يوې نړيوالې راډيو د پيښور ښار د زلزلې پيژندنې علمي مرکز سره اړيکي ونيول او زموږ د هيوادوالو د خبرتيا له پاره يې داسې خبر خپور کړ : بيګانۍ زلزله د ريختر په مقياس ٦.٨ درجې وه او مرکز يې د بدخشان په سيمه کې وه . ددې خبر په اوريدو دهيوادوالو يو څه تسلي وشوه .  افغانستان د نړۍ د زلزله لرونکو سيمو په يو فعال کمر بند کې پروت دی څومره زلزلې چې د سيمې په هيوادونو کې منځ ته راځی، د هغو مرکز عموماً زموږ د هيواد، د هندوکش په غرونو کې وي . پوښتنه پيدا کيږي چې په دغه ډول يو حساس موقعيت کې  ايا ولی موږ د زلزلې پيژندنې يو علمی مرکز نه لرو؟
ځواب يې که په تاريخی لحاظ و څيړو نو ويلی شو چې موږ لومړی د کابل پوهنتون د انجنيرۍ په پوهنځی او وروسته بيا د افغانستان په علومو اکاډۍ کې د زلزلې پيژندنی يو فعال مرکز در لود. خو کله چې په هيواد کې د ډاکټر نجيب رژيم سقوط وکړ نو ورسره سم ددغه علمی مرکز د زلزلې د اندازه کولو دستګاه لومړی د کلا شنکوف په ډزو ويجاړه او ورسته د زړو او سپنو په تول کې په کباړ يانو وپلورل شوه.
له بده مرغه، له هغې ورځې تر نن پورې، بيا چا د دې دستګاه د اخيستلو او فعالولو               پا ڼه نه ده اړولې . په داسی حال کې چې  د افغانستان له پاره، له هر څه نه زيات نه يوازې يوې دستګاه  ته بلکې څو دستګاوو او څو علمې مرکز ونو ته اړ تياده. څو دغه مرکزونه په هيواد کې تيری شوې او راتلونکې زلزلې ثبت او راجستر کړي .ځکه د همدغو زلزلو  له ارزونی ورسته د بيلا بيلو سيمو له پاره سيسميکی نقشې جوړيږي . او  همدغه نقشې دی چې د هغو له مخی بيا مهندسان د زلزلو په وړاندې د ودانيو مقاومت سنجوي. نو که چيرې موږ د خپل هيواد په اړه دغه ډول اساسی او ضروری معلومات و نه لرو نو بيا خو     د ابادۍ او بيا رغاونی کارونه د پوښتنې سره مخامخ کيږی. که څه هم داسې ويل کيږي چې د کانونو وزارت په دې وروستيو کې يوه دستګاه راوړې او هغه يې د کابل پوهنتون د انجنيرۍ پوهنځي ته سپارلې خو له بده مرغه تر اوسه موږ ددې دستګاه د فعاليت نښې نښانې د رسنيو له لارې نه دي اوريدلی .
موږ  ګورو چې همدا اوس زموږ د هيواد په لويو ښارونو کې هره ورځ  يو شمير لوړ پوړيزه ودانۍ جوړيږی چې د هغو ساختماني نقشې اکثراً له بهرينو هيوادونو څخه راوړل شوی او يا کاپي شوي  دی. په داسی حال کې چې د هر هيواد  جيولوجيکي  موقيعت د زلزلو په وړاندې يو د بل سره توپير لري. په ځنو ځايونو کې زلزلې  ډيرې سختې او په ځنو کې يا هيڅ نه وي او يا هم کمزورې وي . نو که چيری موږ د خپلو ودانيو په جوړولو کې د خپل هيواد د زلزلی ځانګړی خصوصيات په نظر کې ونه نيسو، کيدای شی په راتلونکو کې  خدای مه کړه ستر  بشری ناور ينو نه را منځ ته شی.  ددې کار د مخنيوي  له پاره دکورونو اوښار جوړولو وزارت بايد پوره پاملرنه وکړي او ټولې هغه ساختماني  نقشي د خپلو مسلکي کسانو تر کلکې څارنې لاندې راولي چې همدا اوس  د هيواد په بيلابيلو ښارونو کې تر کار لاندې دي .