د کورنۍ جلسې په لومړۍ  ناسته کې ، که تاسو پورتنۍ پوښتنو ته مناسب ځوابونه ميندلي وي نو بيا  مو تصويب شوې کړنلاره ډاډمنه ده .
 اوس کولی شی  دهمدې کړنلارې له مخې د کورنۍ د خونديتوب نقشه هم جوړه کړی او هغه بيا  د کاغذ پر مخ رسم او په داسې  ځاې کې  سريښ کړی چې په اضطراري حالتونو کې د کورنۍ ټول غړي ، ګاونډيان او يا هغه خپل خپلوان چې ستاسو کور ته تګ راتګ لري ، په اسانۍ ورنه ګټه واخيستلی شي
دکورنۍ د خونديتوب په نقشه کې لاندې ټکو ته پاملرنه وکړی :
_ په نقشه کې بايد د کور څخه د تيښتې او وتلو  لارې په غټو او روښانه کرښوياغشو  ښودل شوي وي  .
_ د بريښنا، ګاز او د اوبو د نلونو د بندولو ځايونه  بايد په روښانه رنګ په نښه شوي وي .څو داړتيا په وخت کې په اسانۍ پيدا کړی شي
_  په اضطراري حالتونو کې د کور او کوټې څخه دوتلو له اصلي دروازې څخه پرته  دويمه او دريمه لار هم بايد په نښه شوي وي  .
_ په نقشه کې د خوراکي موادو، داوبود زيرمو،  د اور وژنې دبالون ، د لومړنيو مرستو ځای او موقيعت هم بايد ښودل شوی وي  .
_ د زلزلې په وخت کې د کور تر ټولو خوندي  موقيعت يا ځای په نقشه کې  هم په ګوته کړی .
_ په خپل کور کې خطرلرونکی ځای هم په نقشه کې وښايی
_ د خپلې کورنۍ د غړو د کاراو وظيفې ، د تليفونونو نومرې هم د نقشې په خوا کې وليکی .
_ دهغه خپل خپلوان يا دوست د تليفون نومره هم دنقشې په خوا کې وليکی چې په بل ښار کې اوسيږي  او ستاسو د کورنۍ دغړو داړيکو د ټينګولو له پاره يوه وسيله کيدای شي .ښه به وي د کورنۍ ټول  غړي دهغه شخص دتليفون نومره په ياد و هم  زده کړي .