زما شاعري


يو مجبوریت دی چې د ژوند لار يې نيولې راته/ واک

  غزل څومره چې ته وايې کارونه خو مې خام هم نه دي خو پرهرونه د زړګي مې لا ارام هم نه دي   يو مجبوريت دی چې د ژوند لار يې نيولې راته که نه دا غرونه ګړنګونه مې يو ګام هم نه دي   څومره چې لوړ شولې ته څومره چې د خاورو شوم زه دا قسمتونه دي خو زړونه مو ناکام هم نه دي   ملګريه ته به يې څه ياد ساتې چې  څه مو کړي راځه ځان وښايو وختونه لا بدنام هم نه دي   هغه چې ه

09.04.2012 – جاوید واک

چې ته مې وليدې له هاغه ساعت وروسته نو سم/ واک

غزل ما همېشه ستا د راتللو انتظار كړى دى كله نو ووايه؟ ما غم د خپل روزګار كړى دى   ته مې خوښېږې، تا به غواړم، تا به خپله كړمه خو ستا مشرانو همېشه راته انكار كړى دى   د مسليمينو پاچاهۍ څخه هجرت كوو ځو زما او ستا منځ كې يو كار دوى دكفار كړى دى   يوه ګ

01.04.2012 – جاوید واک

په چا مين يم څوک مې خوښ غوندي دي/ واک

  غزل ستا د نظر په کنارو کې يمه او که د لمر په کنارو کې يمه   څنګ چې د بر په کنارو کې يمه دا رنګ د لر په کنارو کې يمه   د تورو زلفو، ستا د مخ د ځلا شپه او سحر په کنارو کې يمه   په چا مين يم څوک مې خوښ غوندي دي د يوه بشر په کنارو کې يمه   مورې دعا کوه چې ستر سړی شم د خدای د در په کنارو کې يمه   ستا د زړه واک يم ستا په زړه به يمه

01.04.2012 – جاوید واک

ژوند مې يې جانان مې يې/ یوه پخوانۍ غزله/ واک

  غزل ژوند مې يې جانان مې يې مرګ مې يې ايمان مې يې   هسې درته نه راځم ستورى يم اسمان مې يې   زه دپښتنو وطن ننګ مې يې افغان مې يې   دواړه ملامت نه يو ځان دې يمه ځان مې يې   مازرغونوې ګرانې ګل يمه باران مې يې   دواړه به يو ځاى شو خير اوښكه يم ګريوان مې يې   تاكې زنده ګې كوم رنګ دې يم جهان مې يې<

01.04.2012 – جاوید واک

سم قيامت وو سم د زړه د دردېدلو وخت وو / واک

  غزل سم قيامت وو سم د زړه د دردېدلو وخت وو زما د راتللو وخت وو ستا د بېرته تللو وخت وو   هغه شېبه هغه صحنه دې خاطره پاتې شي چې ملاقات وو  د باران د ورېدلو وخت وو   د لېونتوب او د ځوانۍ غرور دې ومره ښكلې زما د سېځلو وخت وو ستا د خندېدلو وخت وو   وجود وو ژوبل د يوه  موجود له لاسه سره لمبه وو شوګير را خور وو د جانان د ستنېدلو وخت وو   وخت وو زړګي كې

30.03.2012 – جاوید واک

که زه تياره وم د خپل ځان په دايره کې به يم/ واک

  غزل که زه تياره وم د خپل ځان په دايره کې به يم که رڼايي شوم د جهان په دايره کې به يم   وخته بلا دې واخلم نور مې زندګۍ ته پرېده يو خوار پښتون يم د دوران په دايره کې به يم   يو څوک دي زما لپاره لاس پورته کوي دعا ته همېش د دغه لوی احسان په دايره کې به يم   که ستا د مينې دغه لوړ مقام ته ورسېدم سم لکه ستوری د اسمان په دايره کې به يم   زما وژلو ته د چا په فتوا ر

30.03.2012 – جاوید واک

دا ستا ليدل د ذوق پالل وو، نور خو هېڅ هم نه وو/ واک

  غزل دا ستا ليدل د ذوق پالل وو، نور خو هېڅ هم نه وو زمونږه زړه کې به اور بل وو، نور خو هېڅ هم نه وو   دا ژوند منې!؟ دې بلا څومره ګذارونه راکړل د ارمانونو لوی مقتل وو، نور خو هېڅ هم نه وو   دا چې نن توره ورېځ خوره ده او لمبې وروي چا قتل کړی پرون ګل وو، نور خو هېڅ هم نه وو   غټه کيسه ترې دې بدرنګې دنيا  جوړه کړله ما درکتل ستا موسېدل وو، نور خو هېڅ هم نه وو  

30.03.2012 – جاوید واک

د ژوند کيسه ده، څه بې وخته خو مې نه ده کړې/ واک

  غزل د ژوند کيسه ده، څه بې وخته خو مې نه ده کړې مينه هم ښه ده، څه بې وخته خو مې نه ده کړې   ته به پوهېږې او کنه خو زما د ټول ژوندانه تاته اسره ده،  څه بې وخته خو مې نه ده کړې   زما ملګريه ستا د دومره ناځوانۍ نه مې پس کړې ګيله ده، څه بې وخته خو مې نه ده کړې   نن مې يو چا نه د سپېڅلي کار يوه هيله کړې څه عجيبه ده، څه بې وخته خو مې نه ده کړې   دا خوی مې ښه

30.03.2012 – جاوید واک

یو پخوانی غزل/ واک

  غزل/ واک نن شپه يوه ګلفام ته رسېدلى يم زه د عشق مقام ته رسېدلى يم   شيخه د ثواب خبرې مه كوه زه پكې انجام ته رسېدلى يم   اوس دهجر تاب لرمه رادې شي ستا د شونډو جام ته رسېدلى يم   پوى شومه چې زړه كې دې ساتلى يم ستا د مينې بام ته رسېدلى يم   واكه د جنون او عشق په كلي كې درد يمه تمام ته رسېدلى يم  

14.03.2012 – جاوید واک

زړه کې مې جانانه څه کیسه وه چې ته لاړلې / واک

  غزل/ واک زړه كې مې جانانه څه كيسه وه چې ته  لاړلې نن مې درته ډېره اندېښنه وه چې ته لاړلې   غرونه غرونه زلفې دې په مخ راخورې نكړې بيا شپه وه توره شپه وه په ما شپه وه چې ته لاړلې   پوى شومه چې يو زړه نه وبل ته څنګه لاره وي ستا په شان مې تريخه ها شېب

04.03.2012 – جاوید واک

رانه خپه شوه، راته وايی زړه مې بيرته راکړه/ واک

  غزل رانه خپه شوه، راته وايی زړه مې بيرته راکړه جينۍ غصه شوه، راته وايي زړه مې بېرته راکړه   چې ما به نه ورکاته ښکلې به غاښونه چيچل اوس چې خوږه، شوه راته وايی زړه مې بېرته راکړه   ډېرې مودې شوې د هجران تيٍارو کې ورک ښکارو دا شپه اوږده شوه، راته وايي زړه مې بيرته راکړه   هغې خو ويل چې د

03.03.2012 – جاوید واک

دا ژوند مې د يو چا د ښايستونو تسلسل/ واک

  غزل  دا ژوند مې د يو چا د ښايستونو تسلسل اى وخته لا به ساتې د دې زړونو تسلسل   زما او ستا د مينې هره ورځ او هره شپه جانانه لكه كال د موسمونو تسلسل   دا شپه د تنهايۍ او دا س

01.03.2012 – جاوید واک

په خوله سکوت، لويه کيسه د چا په سترګو کې ده/ واک

  غزل/ واک په خوله سکوت، لويه کيسه د چا په سترګو کې ده زما د ژوند هره صحنه د چا په سترګو کې ده   خدايه باران کړې خدايه ډکې کړې کو څې له اوبو

01.03.2012 – جاوید واک

د ژمي یخه شپه/ ازاد شعر/ واک

ازاد شعر:

25.02.2012 – جاوید واک

هر څوک یو داستان لري (ژباړه)/ واک

ژباړه : واک هر څوک یو داستان لري: تیاره مې د زړه پر اسمان را خوره ده او خامخا به په دې تنهايۍ کې سکوت کوم ټول وجود مې له هغې وېرې رېږدي

24.02.2012 – جاوید واک

زما د وطن سپېڅلو پېغلو ته (اې د و طن لوپټې) ازاد شعر/ واک

شاعر: جاوید واک اې د وطن لوپټې: اې لېونۍ اې د وطن لوپټې ستا له وجوده دې دا ټوله نړۍ ځار، قربان شي اې پرښتې په سپېڅلتوب مشهو

23.02.2012 – جاوید واک

څوك په ځان وي څوك په څه پورې تړلى/ واک

  غزل څوك په ځان وي څوك په څه پورې تړلى همدا ژوند دى زړه وي زړه پورې تړلى   اى ملګريه لا هم ډېر درته محتاج يو زموږ پل خو ستا په پله پورې تړلى   د سپوږمۍ په رڼا ځو كه چرته شپه شوه زموږ مزل نه دى تياره پورې تړلى   يوه ژبه يو ګفتار ټينګ يې عمل وي دغه شان وي پښتانه پورې تړلى   دا چې څومره پنا كېږو پيدا كېږو دلته هر كار وي يو څه پورې تړلى  

20.02.2012 – جاوید واک

باران ورېږي ستا نامه زما په زړه ورېږي/ واک

  غزل باران ورېږي ستا نامه زما په زړه ورېږي نن خو دا ټوله زمانه زما په زړه ورېږي   له مودو وروسته مې ستا سترګو ته  کړې سترګې نږدې له مودو وروسته څه نشه زما په زړه  ورېږي   نن شپه يوازې يمه، رنګ د پسرلي بدل دی ښکلې ستا خوا کې هغه شپه زما په زړه ورېږي  

20.02.2012 – جاوید واک

یو پخوانی غزل/ واک

  غزل   ځه خداى به ياد كړو او دابل ځل به يې هم ونيسو دعشق روژې دښه راتلونكي خوږ اختر په خاطر    خير كه سلام دې اخستى نه شم مجبور به يمه ګني خو اوسې مې جانانه لكه لمر په خاطر    دا ځوان يې بيا دى غولولى څو ناترسه خلكو سل مسلمان وژني ديو مردار كافر په خاطر

18.02.2012 – جاوید واک

د وخت وحشي ښامار مو خپله دايره كې ساتي/ واک

  غزل جانانه ستا په نوم مې دغه څو كيسې كړې دي زمونږ كورونو كې غربت ډېرې ريښې كړې دي   دا چې زه ګرځم بې اسرې وطن مې لوټې پروت دى ګمان كووم چې مې موركۍ راته ښېرې كړې دي   ولې غص

18.02.2012 – جاوید واک

تاسره خواکې ورځې شپې ټولې را يادې شولې/ واک

   غزل تاسره خواکې ورځې شپې ټولې را يادې شولې نن هاغه تېرې زمانې ټولې را يادې شولې   مستې ځوانۍ، خواږه شراب هغه دمينې موسم اخ د ماضي خوږې کيسې ټولې رايادې شولې   نن شپه څه خوږ نری نری باران و ريږي ګله خوږې شېبې د يارانې ټولې را يادې شولې   چې مې رقيب سره

18.02.2012 – جاوید واک

باڼه يې مړاوي د هغې په مخ د خوب څپه ده / واك

  غزل باڼه يې مړاوي د هغې په مخ د خوب څپه ده زه ورته ويښ يمه په ما د لېونتوب څپه ده   زما وجود كې عشق او نرم جذابيت د هغې خداى دې را خير كړي لايې اوس د پېغلتوب څپه ده   چې درته ګورم راته ګورې څه ويلى نشو دا خو راځي دا خو لومړۍ د مينتوب څپه ده   رقيب مې نن ديار تر خوا وليد چې غلى تېر شو خلكه راغلې پرې دا نن د سړيتوب څپه ده   رانه خپه نشئ يارانو كه زياتى مې وك

06.02.2012 – جاوید واک

اوښكې ځي له سترګو پريشانې دي/ واك

  غزل اوښكې ځي له سترګو پريشانې دي

05.02.2012 – جاوید واک

دلته اكثره خلك ستړي ښكاري/ واك

  غزل دلته اكثره خلك ستړي ښكاري له ډېره شره خلك ستړي ښكاري   زړګيه ځار دې شم راځه چې لاړشو د يار تر دره  خلك ستړي ښكاري   ښكلې را ونګورې وبه مې خورې ستا له نظره خلك ستړي ښكاري\   كلى پرېشان دى مازيګر نلري له يوه سره خلك ستړي ښكاري   د دغو خلكو رهنما غيب شوى دا بې رهبره خلك ستړي ښكاري   نور به دا واك له هغو خلكو واخلو

03.02.2012 – جاوید واک

دا خو مجبور يم، چې دښمن مې هم په ښه يادوم/ واك

  غزل دا خو مجبور يم، چې دښمن مې هم په ښه يادوم اوس ضرورت دى اوس به جنګ او وينه نه يادوم   د انسانيت د سيپارې په لومړۍ پاڼه كې مې د پر مختګ توري په يو بل پسې زه يادوم   د ښايستونو قتلول دي نور څه نه دي روان وحشي نړۍ كې ماسوا له دې به څه يادوم   هغه قامونه چې د ژوند لاره يې نه وي ښكاره هغه قامونه په ژوندوني لكه مړه يادوم   چې د نړۍ د هر يو درد احساس به 

03.02.2012 – جاوید واک

‍
OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more