غزل
باران ورېږي ستا نامه زما په زړه ورېږي
نن خو دا ټوله زمانه زما په زړه ورېږي
له مودو وروسته مې ستا سترګو ته کړې سترګې نږدې
له مودو وروسته څه نشه زما په زړه ورېږي
نن شپه يوازې يمه، رنګ د پسرلي بدل دی
ښکلې ستا خوا کې هغه شپه زما په زړه ورېږي
د خپل وجود د هر احساس خوله کې مې ستا نامه ده
ستا د يادونو سلسله زما په زړه ورېږي
زما او ستا سيمه د جنګ او نفرتونو سيمه
دلته اکثر وخت سره لمبه زما په زړه ورېږي
دا ګلورينې شېبې دا زما او ستا يارانه
واکه له يو بل ځارېده زما په زړه ورېږي
واک
شپه، شل کم ۲ بجې
۳۰ـ ۱۱ـ ۱۳۹۰
خوځښت دفتر == د خوب خونه
18.02.2012
- جاوید واک
غزل
ځه خداى به ياد كړو او دابل ځل به يې هم ونيسو
دعشق روژې دښه راتلونكي خوږ اختر په خاطر
خير كه سلام دې اخستى نه شم مجبور به يمه
ګني خو اوسې مې جانانه لكه لمر په خاطر
دا ځوان يې بيا دى غولولى څو ناترسه خلكو
سل مسلمان وژني ديو مردار كافر په خاطر...
20.02.2012
- جاوید واک
غزل
څوك په ځان وي څوك په څه پورې تړلى
همدا ژوند دى زړه وي زړه پورې تړلى
اى ملګريه لا هم ډېر درته محتاج يو
زموږ پل خو ستا په پله پورې تړلى
د سپوږمۍ په رڼا ځو كه چرته شپه شوه
زموږ مزل نه دى تياره پورې تړلى
يوه ژبه يو ګفتار ټينګ يې عمل وي
دغه شان وي پښتانه پورې تړلى
دا چې څومره پنا كېږو پيدا كېږو
دلته هر كار وي يو څه پورې تړلى
...