غزل
ځه خداى به ياد كړو او دابل ځل به يې هم ونيسو
دعشق روژې دښه راتلونكي خوږ اختر په خاطر
خير كه سلام دې اخستى نه شم مجبور به يمه
ګني خو اوسې مې جانانه لكه لمر په خاطر
دا ځوان يې بيا دى غولولى څو ناترسه خلكو
سل مسلمان وژني ديو مردار كافر په خاطر
قسم ترې وډار شم موسكى شمه نظر ته ديار
چې راته وګوري باڼه مې يې شي لښكر په خاطر
كه زړه دې نه وي ګرانې بيا په خپله لاره ځمه
دمېنې كار كې رامعلومه شوې اوتر په خاطر
زه اوته يو، يو خوداخلك لږ غلط پوى شوي
ګرانې ستا لرخاطر كې اوسي زما بر په خاطر
كه غواړې څلى شې دشعر نو رياضت به كوې
ټول زړه به خورې بس ديوه ټكي هنر په خاطر
مزار ښار __ دپرخې او پسرلي مجلو دفتر
شپه __ ۱۲_۱۰_۱۳۸۸
18.02.2012
- جاوید واک
افغانستان د غازي امان الله خان په دوره کې/12مه برخه
(مذهبي او ټولنيز غبرګونونه)
دويم څپركى //۱۲مه برخه
ليكواله/ (Drs, Senzil Nawid)/ ژباړه: جاويد واك
د انګرېزانو پر ضد د پاڅونونو اصلي محرک د امير حبيب الله خان ځوان ورو نايب السلطنه نصر الله خان وو. نصر الله خان يو متدين، پرهېزګار او په عين حال کې د افغانستان د اردو يو باصلاحيته مامور وو....
20.02.2012
- جاوید واک
غزل
باران ورېږي ستا نامه زما په زړه ورېږي
نن خو دا ټوله زمانه زما په زړه ورېږي
له مودو وروسته مې ستا سترګو ته کړې سترګې نږدې
له مودو وروسته څه نشه زما په زړه ورېږي
نن شپه يوازې يمه، رنګ د پسرلي بدل دی
ښکلې ستا خوا کې هغه شپه زما په زړه ورېږي
...