غزل
دا خو مجبور يم، چې دښمن مې هم په ښه يادوم
اوس ضرورت دى اوس به جنګ او وينه نه يادوم
د انسانيت د سيپارې په لومړۍ پاڼه كې مې
د پر مختګ توري په يو بل پسې زه يادوم
د ښايستونو قتلول دي نور څه نه دي روان
وحشي نړۍ كې ماسوا له دې به څه يادوم
هغه قامونه چې د ژوند لاره يې نه وي ښكاره
هغه قامونه په ژوندوني لكه مړه يادوم
چې د نړۍ د هر يو درد احساس به وشو پكې
دا عاطفه نشته هغه سپېڅلى زړه يادوم
زما او ستا تر منځ كه هېڅ نه وي همدغه بس دي
زه به تر عمره دا خوږه بېګانۍ شپه يادوم
يكشنبه، سهار پنځه نيمې بجې، ميزان ۳مه نېټه،۹۰ كال
د پرخې او پسرلي دفتر
03.02.2012
- جاوید واک
افغانستان د غازي امان الله خان په دوره كې/ 9مه برخه
(مذهبي او ټولنيز غبرګونونه )
لومړى څپركى:
ليكواله/ (Drs, Senzil Nawid)
ژباړه: جاويد واك
د افغان _ انګرېز دويمه جګړه:
انګليسانو هغه وخت پر افغانستان...
03.02.2012
- جاوید واک
غزل
دلته اكثره خلك ستړي ښكاري
له ډېره شره خلك ستړي ښكاري
زړګيه ځار دې شم راځه چې لاړشو
د يار تر دره خلك ستړي ښكاري
ښكلې را ونګورې وبه مې خورې
ستا له نظره خلك ستړي ښكاري\
كلى پرېشان دى مازيګر نلري
له يوه سره خلك ستړي ښكاري
د دغو خلكو رهنما غيب شوى
دا بې رهبره خلك ستړي ښكاري
نور به دا واك له هغو خلكو واخلو...