شاعر: جاوید واک

اې د وطن لوپټې:


اې لېونۍ

اې د وطن لوپټې

ستا له وجوده دې دا ټوله نړۍ ځار، قربان شي

اې پرښتې

په سپېڅلتوب مشهورې

ستا ښايستونه، لکه غرونه داسې غلي ښه دي

اې د کابل د سيند مستې څپې

مدام په شور او په مستۍ کې اوسه

خو پام!

چې سېل نشې

د خلکو خونې ورانې نکړې

اې د قاف ښاپېرۍ

د ښايستونو له دنيانه دې کلاوې تاو کړه

د سپېڅلتيا کلاوې

چې د وحشت ديوان دې ونه داړي

اې د حيا د ښار سپېڅلې غوټۍ

د زندګۍ په باغ کې

داسې غوړېږه چې نيمګړې نشې

اې ته پوهېږې!

چې دا شعر درته ولې ليکم

باور دې وشه

له مقامه دې تاثر  کې يمه

تا نه به مور جوړېږي

اې!

تانه به مور جوړېږي

بيا به دا ټوله نړۍ تانه

د يو ښه نسل غوښتنه لري

بيا به نړۍ په خپله غېږ  کې ساتې

اي

بيا به جنت پسې دا دنګ دنګ زلمي

ستا د قدم خاورو کې ګوتې وهي

اې ته به نسلونه روزې

ته به نړۍ په هر يو رنګ اړوې

ته بختوره يې

له زړه يې وايم

اې ته پوهېږې؟

څومره ډېره يې مهمه والله

د چا ايمان دی بې له تا نيمګړی

اې مبارک دې شه

ته نيم ايمان يې، نيم ايمان يې

د چا به کور ودان کړې

چاته به مينه ورکړې

بې له تا هر څه وي نيمګړي قسم

اې

نوره د ې نه ستايمه

بلکې ستايلې دې نه شم

د فرښتو شهزادګۍ

خو پام!!!

د چا بدرنګې سترګې

او سړيخورې سترګې

د چا مردارې سترګې

دې دا سپېڅلی وجود ونه ويني

اې ته پوهېږې د عزت غله دې بې شمېره ډېر دي

اې ناپامي ونکړې

خدای  مکړه دغه جادوګره نړۍ

دې سر در وګرځوي

خدای مکړه څوک دې پر سپېڅلې لمن

د انسانيت خلاف تور داغ کېږدي

اې

بيا هم وايم

ته امانت يې د چا

د سپېڅلتيا سمبول يې

له سړيخورو نه به لرې ګرځې

له سپکو تورو نه به لرې ګرځې

 

واک

شپه څلور نيمي بجې

د خوب خونه = خوځښت دفتر

د کب درېيمه

۱۳۹۰ کال