ژباړه : واک

هر څوک یو داستان لري:

تیاره مې د زړه پر اسمان را خوره ده

او خامخا به په دې تنهايۍ کې

سکوت کوم

ټول وجود مې له هغې وېرې رېږدي

چې په وينه کې مې جریان لري

چې هر څومره چغې وهم

په دیوالونو کې بند یم

هرې خوا دېوال

بیا هم دیوال او بیا هم دیوال

دا څنګه ښار دی

ولې دلته پرې شوي سرونه هم خلک وړي

او سندرې وايي

هر څوک په خپل ګریوان کې ګوري

هر څوک یو داستان لري

ژمی هم له خپلو سړو سره په شور کې دی

او زړونه په یخو ښیيو کې بند دي

ته که زما د ژوند پر داستان پوهېدی

هېڅ وخت نه رانه تلې

او زه دې د سکوت په دغه دار نه راځړولم

ستړی یم ستړی

دا لارې څومره خطرناکې دي