غزل/ واک
نن شپه يوه ګلفام ته رسېدلى يم
زه د عشق مقام ته رسېدلى يم
شيخه د ثواب خبرې مه كوه
زه پكې انجام ته رسېدلى يم
اوس دهجر تاب لرمه رادې شي
ستا د شونډو جام ته رسېدلى يم
پوى شومه چې زړه كې دې ساتلى يم
ستا د مينې بام ته رسېدلى يم
واكه د جنون او عشق په كلي كې
درد يمه تمام ته رسېدلى يم
14.03.2012
- جاوید واک
الفاظ د ټولنيزو اړيكو نښلوونكي/ ليکوال: جاويد واک
كه له ځان سره لږ فكر وكړئ، كله هم چا درته ويلي چې ((ته مې خوښېږې)). د ټولنيز ژوند اصول دادي چې هر ژوندى موجود خامخا داسې يو څه لري، چې د زړه خواله ورسره وكړي.د همدې زړه خواله په نتيجه كې ټولنيزې اړيكې هم را منځته كېږي.ياني د اشخاصو تر منځ د راكړې وركړې بازار ګرمېږي.
زه يو سړى پېژنم. ډېر نااهل...
30.03.2012
- جاوید واک
غزل
د ژوند کيسه ده، څه بې وخته خو مې نه ده کړې
مينه هم ښه ده، څه بې وخته خو مې نه ده کړې
ته به پوهېږې او کنه خو زما د ټول ژوندانه
تاته اسره ده، څه بې وخته خو مې نه ده کړې
زما ملګريه ستا د دومره ناځوانۍ نه مې پس
کړې ګيله ده، څه بې وخته خو مې نه ده کړې
نن مې يو چا نه د سپېڅلي کار يوه هيله کړې
څه عجيبه ده، څه بې وخته خو مې نه ده کړې
دا خوی مې ښه...