غزل
تاسره خواکې ورځې شپې ټولې را يادې شولې
نن هاغه تېرې زمانې ټولې را يادې شولې
مستې ځوانۍ، خواږه شراب هغه دمينې موسم
اخ د ماضي خوږې کيسې ټولې رايادې شولې
نن شپه څه خوږ نری نری باران و ريږي ګله
خوږې شېبې د يارانې ټولې را يادې شولې
چې مې رقيب سره يو ځای لاس په لاس وليدلې
ستا قسمونه ستا وعدې ټولې را يادې شولې
چې تاته راغلمه او تاهم رانه مخ واړوو
دژوند دا سختې مرحلې ټولې رايادې شولې
واکه د خپل عشق کيسې يې راته ويل ژړل يې
د زندګۍ خوږې تر خې ټولې را يادې شولې
واک
۴شنبه د شپې ۱ بجه.
۱/۱۰/۱۳۹۰
خوځښت دقتر/ د خوب خونه
18.02.2012
- جاوید واک
افغانستان د غازي امان الله خان په دوره کې 11مه برخه
(مذهبي او ټولنيز غبرګونونه)
دويم څپركى //۱۱مه برخه
ليكواله/ (Drs, Senzil Nawid) ژباړه: جاويد واک
د حبيب الله خان دوره، د علماوو د سياسي ځواك را برسېره كېدل: (۱۹۰۱_۱۹۱۹ز)
د سراج الملت والدين امير حبيب الله خان په دوره كې علماوو په تدريجي ډول خپل ش...
18.02.2012
- جاوید واک
غزل
جانانه ستا په نوم مې دغه څو كيسې كړې دي
زمونږ كورونو كې غربت ډېرې ريښې كړې دي
دا چې زه ګرځم بې اسرې وطن مې لوټې پروت دى
ګمان كووم چې مې موركۍ راته ښېرې كړې دي
ولې غص...