د خاطرو له دونيا څخه
30.04.2013 12:03مست او ملنګ ځوان
ليکوال جبار عابد
يو وخت له کوره ووتم مازدګر ته وخت نيږدی وو ماويل راځه دفصل خواته چکر ولګوه ګوندی څوک پيداکړم او په شنه فصل کې څو شيبی په خو ښيو تيري کړم دمازدګر نری شمال وو دچينارانو د پاڼو شرپ ښروپ وو د مرغانو سازونه غږيدل په فصل کې می شا او خوا وکتل په دی وخت کې څوک په نظر رانه غلو ځوانان به ليږ ناوخته مازدګر فصل ته راوتل خو چې ګورم ليری يو ځوان سې يوه لويه رمه ميږي يې شا اوخوا د وښو په خوړلو بختی وی ځوان يوا ځې يو نری لرګی له سره تاوه وې او په کړسنده ورته غورځيدا (نڅا) کوی سوچ می وکو چې راځه د دی بادشاه پخوا ورشه قدم قدم ور روان شوم چې خواته يې نيږدی شوم يو نری شان ته اواز د سندری هم را وارويدل شو دنعمت الله ورګونی همدا سندره په موبايل کې يې ورته لګولی(
( راغلی په ما راغلی په ما دجانان غمه )
(ورک دی کړمه ورک دی کړمه له خپل وطنه)
(وی دجانان غمــــــــــــه)
ځوان ليږ په قرار شو غږمی پی وکړل چې مه يې پريږده ځوان بيا تاوشو ليږ ورته ودريدم
سندره ختمه شوه ځوان ودريده ماويل بله ولګوه ډير عجب غورځې ! ډير خوند يې راکو ويل يې هی هی نور خوند نه کوی ماويل خير ماته يې خوند راکو
په دی وخت کې می يو کليوال ملګری راته زنګ ووهل
چيرته يې؟
په فصل کې يم راشه عجيبه ميله ده
ښا زه هم فصل کې يم ته کوم ځای يې؟
دفصل په پای کې وګوره لويه رمه څری همالته کې يم
ښه زه درغلم
زر راشه
له دی خبرو اوريدلو سره سړی موبايل له خپل ايښې څادر نه ور وچت کړل څادری يې هم څنډ وهل لرګی يې بيا لاس ته کړل روان شو
ماويل ودريږه ياره چيرته ځې ميله خوبه اوس ګرمه شې!
ويل يې نه نه بس درنه لاړم تاسی به خپله ميله وکړی اوزه يواځی زما ملنګی يواځی زما خوښی يواځی پريږدی چې ملګری می رارسيدو شپانه يوه ښايسته شان شپيلی له څنګ نه راويسته او په خوند نری نری سازی يې تې جګ کو په ميږو يې لرګی کيشودل اويوه مې دا ټپه هم ځينی واوريده
درد مې د زړه د سره نه ځی
دليونو سترګو دی ډير دی پری غمونه
او په مزل مزل له سترګو پنا شو