غزل
21.03.2013 21:20لکـــه ګــلاب نه روغـي پاڼي هـــوآ يوسی
داسی دخپل وطن نه مسافر په ژړآ يوسی
دمور له غيږې نه يې لری بل وطن ته ليږی
دا غريبي له سړی ښــکلی اشنآ يوسی
لايې ډير پاته وی ارمــان دشبابت د دورې
خوبس مرګوټی ده بی وخته ورنه سآ يوسی
څوک دوطن ديد ته په تمه زيندګي تيره وی
څوک په وطن کې تور زيندان ته بې ګنآ يوسی
که دونيا جوړه امتحان ته خو په ټولو به يې
نو موږ افغانانو نه په ژوند ولی اعزآ يوسی؟
دچا لاسونه دچا ښپی نه وي مجبوره ګرزي
بدرنګه جنګ دسړی کور څخه ښکلا يوسی
چې تر پرونه يې (جباره) تاته ډاډ درکــــول
نن هغه خلک ستا ښونځی بندکړی رڼآ يوسی
عبدالجبار عابد