د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغان مسنجر لپاره د سوداګر پانګونې ته اړتیا

عبدالجبارعابد 11.07.2012 22:34

يو افغان ځوان حافظ نصرت الله البي وايي چې د "افغان مسنجر" په نوم يې د افغانانو لپاره داسې سافت ويير جوړ کړى،چې له ياهو او نورو مسنجرونو څخه ډېر پرمخ تللى دى. 26کلن نصرت الله البي په ځانګړې مرکه کې د خپلې دې بريا د اعلانولو پر مهال وويل چې د افغان مسنجر جوړولو ته يې ځکه اقدام وکړ، څو افغانان وکولى شي په ټوله نړۍ کې له خپل مسنجر څخه ګټه واخلي. دى وايي ، چې افغان مسنجر به د ياهو او نورو مسنجرونو په پرتله ډېرې اسانتياوې ولري. البي وايي چې افغان مسنجر د پر ليکه زده کړو لپاره د " آنلاين تيچر " په نوم ځانګړى سيستم لري او هغه افغانان چې نه شي کولى پوهنتونونو او يا د زده کړو نورو مرکزونو ته لاړ شي ، د افغان مسنجر له دې پروګرام څخه په ګټه اخيستو به په ښه ډول زده کړو ته لاسرسى پيدا کړي . البي وايي چې ددې مسنجر بله مهمه برخه د راډيويي خپرونو برخه ده . د هغه په وينا، د افغان مسنجر کاروونکي به وکولاى شي د نړۍ د زرګونو راډيوګانو اورېدو ته په واضح ډول لاسرسى ولري. دى زياتوي : " په افغان مسنجر کې ددې امکان شته ، چې له ګڼو راډيويي خپرونو يوه غوره کړو ، په پروګرامونو خپل انلاين نظر ورکړو ، په ليکلي ډول ورته د هرې خپرونې او مرکې لپاره پيغام پرېږدو او دې ته به حاجت نه وي، چې له ټېلېفون نه ګټه واخيستل شي. " ده وويل چې په نورو مسنجرونو کې تقريبا له لسو تر شلو کسانو پورې کولى شي ويډيو کنفرانس ولري ، خو افغان مسنجر ددې وړتيا لري ، چې تر سلو زرو کسانو ته د ويډيو کنفرانس اسانتيا برابره کړي . هغه زياته کړه : " که دغه مسنجر د کارولو لپاره وړاندې شي ، نو په يوه کال کې به د لسو ميليونو اي ډي ګانو د کارولو ظرفيت ولري. " البي وايي ،پوره يقيني دى، چې په جوړ کړي مسنجر يې د هيکرانو زور هم نه رسېږي ، ځکه چې ده يې له جوړولو وړاندې جوړ کړى ډېټابس دهکرانو نړۍ ته استولى و،هغوى ورباندې پوره زور وواهه ، خو څه اثر يې ورباندې ونه کړ. هغه وايي چې دى په دې کار سره ډاډه شو، چې افغان مسنجر د انټرنټ په نړۍ کې له نورو مسنجرونو سره نه يواځې سيالي، بلکې تر هغو ښه کار کولى شي . دغه افغان ځوان وايي ، غواړي افغان مسنجر د افغانستان دولت او خلکو ته ډالۍ کړي او که نه ، نو ده کولى شول چې دغه مسنجر د خپلو نورو جوړو کړو سافټ وييرونو په څېر پر بهرنيو يا خصوصي شرکتونو په لوړه بيه وپلوري . هغه زياته کړه : "زما اقتصادي وضعيت دومره نه دى ښه، چې د افغان مسنجر لپاره نور لازم توکي برابر کړم ، که دولت مرسته وکړي او په لوړه کچه د يوه ځانګړي سرور چې څلورويشت ساعته فعال نټ او د لوړې کچې کمپيوټرونه ولري ، برابر کړي ، نو د ميليونونو کسانو د کارلپاره به چمتو شي ، چې دا کار د يوه شخص لپاره خورا لوړه، خو د دولت لپاره په کمه پانګه سره کېداى شي ." ده له نورو افغان کمپيوټر پوهانو او نړيوالې ټکنالوجۍ ( اى ټي ) له افغان کارکوونکو څخه هم وغوښتل چې له ده سره مرسته وکړي ، څو په ګډه خپل هېواد له ځانګړي افغان مسنجر څخه برخمن کړي . البي د ان ډبليو اې (N W A) په نوم د هغه سافټ ويير يادونه هم وکړه، چې د حسابدارۍ په برخه کې يې جوړ کړى دى او دا مهال يې د صرافۍ په نظام کې ګڼې اسانتياوې رامنځته کړې دي . هغه وويل : " ما يو وخت د حسابدارۍ يا صرافۍ په برخه کې (Simple Acounting) سافټ وير رامنځته کړه چې د يوه هېواد پولي واحد يې محاسبه کاوه ، خو کله يې چې شرکتونو او صرافيو هرکلى وکړ، نو زه يې وهڅولم چې د ان ، ډبليو ، اې دويم سافټ ويير جوړ کړم. " هغه زياته کړه چې دغه سافټ ويير يې نه يواځې د 175 هېوادونو پولي واحد په يوه وخت کې محاسبه کوي، بلکې د صرافيو ، شخصي سوداګريزو شرکتونو ، بانکونو او هټيو ګڼ حسابونه د دوه ميليونه کاروونکو لخوا يواځې د مديريت لخوا ورکړل شوي کارونه ترسره کولى شي. البي وايي چې دى د همدې سافت ويير د لا عامولو او په دې برخه کې له خلکو سره د مرستې لپاره له مصر څخه افغانستان ته راغلى دى . حافظ نصرت الله البي د الحاج انجينر محمدرحيم زوى په 1364هجري لمريز کال کې د ميدان وردګو ولايت د چک ولسوالۍ د امبوخاک په کلي کې زېږېدلى دى . ده لومړنۍ زده کړې د امبوخاک په ښوونځي کې اود لېسې د دورې زده کړې يې دګردېز په عبدالحى ګردېزي لېسه کې کړې دي . هغه په 15 کلنۍ کې په ګردېز کې د بلال بن رباح په دارالحفاظ کې قرانکريم حفظ کړى او بيايې لوړې زده کړې په ايران ، ترکيه او ځينو نورو عربي هېوادونو کې دکمپيوټر دداخلي نظام او حسابدارۍ په برخه کې کړې دي . البي دا مهال د مصر په عربي جمهوريت کې د کايټو سافت د ډلې منيجر دى او تراوسه يې په بېلابېلو برخو کې 8 سافت وييرونه جوړ کړي دي . ديادونې وړ ده چې له دې مخکې د اسرار کريمزي په نامه د کونړ ولايت يو ځوان هم د افغان استوزګر په نامه مسنجر جوړ کړى و. کريمي وايي چې دا مسنجر د يوې لنډې مودې لپاره په ليکه شوى و، خو دامکاناتو د نه لرلو له امله يې په ليکه پاتې نه شو.