غزل
05.12.2012 20:03یو خوا سفر نه بل خوا جنګ نه ستړی شوی یو موږ
همدا سپیره قیسمت نفس ته رسولی یو موږ
دلته خواشینې یو، خوښي نشته سفر کي زموږ
له خپل وطن څخه مینونو اوبمونو تښتولی یو موږ
دوعا مو نه قبلیږی څو ځلي سجدې مو وکړې
د .رب. دربار کي ازما یښت ته رسیدلی یو موږ
وینه د اوبو اهمیت نه لری زموږ به مینځ کشې
د یو بل ښکار یو هر ښکاري ټوپک ځپلی یو موږ
نړی ظالیمه ده غربت ته مې په سپکه ګورې
هر چا تر خپله وسه ښه په خرپ وهلی یو موږ
جباره څنګه به دچا سره کړو مینه ښکاره
دلته د مینۍ په ځای وینو کي لړلی یو موږ