ول وره ستا له لاسه د ډیرو ځوانانوپه سر خاوری واوښتلې
04.05.2012 20:13دشپي چا راته بلنه راکړه د دوکان تر رابنده ولو مخکي می موټر چالاند کو او ملګرو ته مي وویل چه زه ځم دوکان به په ټاکلي وخت رابند کي او لیکني به سهار بیا وکم لاړم دشپي تر اخیره هلته له ملګرو سره پاته سوم ملګرو ټینګار وکړل چه دلته بیده سه بیا به سهار له خیره ولاړ سي . ماویل یا درنه ځم چه سهار له خوبه یم بیا مزل نه سم کولاي او دتیري ورځي ددوکان لیکني می هم پاته دي باید بیا سهار وختي دوکان ته لاړسم ، خو لنډه به کم واپس خپل ځاي ته راغلم أوده سوم سهار بیا وختی پاڅیدم نورکسان چه دوکان کي کار راسره کوی هغه دوکان ته تللي وه زه هم پسي لاړم دوکان ته چه دننه سوم سیده لاړم (کونټر) ته کشیناستم ملګري مي په خاموش اواز راته وویل چه دناستي په ځاي کي یومبلمه ده ستا پښتنه یی کړه ماویل سمه ده داحساب به خلاس کم دربه سم ناشته یا چاي مو ورته راوړي ملګري وویل هو ناشته یی وکړه ماویل سمه ده زه درځم خو چه ۵ دقیقي وَ تی میلمه راولاړ سو زما په خوار راغلل یو دنګ ځوان وه چه په مخ يي ژور خفګان څرګندیددل ماویل ولی ولاړ سوي زه درتلم بس کار مي په خلاسیدو وه غیږ می ورکړه ستړي مه شی نه ورسته مي بیرته دکشي ناستلو ځاي ته مخه کړه دڅنګ کافتریا وال ته مي اواز کو چه چاي اوهګي راوړي ویل یی نه نه ماخو دلته ناشته وکړه هرڅه می وکړل ماویل خیرماهم نه دي ناشته کړي بیا به وخوري ویل یی خالي دځان لپاره یی راوغواړه ماویل خیر ده خو ناشته راغله بیا مو بیناکړه له چای څښلو سره می ډیره انديښنه سوه چه داځوان ولي دومره خپه ښکاري بیا به مي په زړه کي وویل نه ورسته به تري پوښتنه کوم اوس خیر وخت شته خو اخر چاي مو څښل اومنجلس موشروع کړل پوښتنه مي تري وکړه ورورکيه ډيروبښه ومي نه پیژندلي ځوان په ځواب کي وویل هو فکر کوم دابه مو لمړي وار وی چه سره وموکتل ماویل ماته هم داسی ښکاري ځوان وویل نوم می عادل دی دخوست ولایت اوسیدونکي یم له تیرو دریو کلو نه دلته په امارات کي ژوند کوم .... پوښتنه،، مي تري وکړه څه کاروبار کو ي ... ویل یی هي هي ،،، دومره کیسمت مو چیرته ده چه کارو بار وکم بس یو عربي سره مي شرکت کي نوکري کوله خو اوس ځم وطن ته روان یم ماویل ښه داخو ښه خبر دي الله ج دي په خیر اوخوشحالي خپلي کورني ته ور ورَسوه ویل یی هو امین الله مو خوشحاله کړه ماویل امین بیا می ورته وویل یاره عادل جانه خوست ته هم روان یی او ډیرخپه هم ښکاري خیر خوبه وي راته یی ووایه که به ماباندي کوم کار کیږي لکه دورور په شان درته حاضر ولاړ یم ویل یی هو خیرت ده بس زه هم ددي لپاره درته راغلم له ډیره وخته زه په دي ښارکی یم ته به مي لیدلي همیشه . اودوکان به مي دی لیدل خو سره اشنا نه وه خوڅه مي کړي واې چه نوکري مي پأ بنده وه اوضرورات مي هم ډیر وه نه می سواي کولاي چه ستاسو خواته راسم اومنجلس وکړم ... ماویل ځه خیرده هو دلته خو داسی ده ټول خلک بس په خپلو کارونو اخته وي دهر چا سل فکرونه وي ځه چی کار دی وه اوبیکاری دي نه دی تیره کړي داهم شکر ده کنه نن سبا خو دوبي کی ګوذاره ګرانه دي ویل یی هو ولا دسی خوده ماهم دزړه په وینو وخت تیرکو بیا می تي پوښتنه وکړه نو عادل جانه راته دي ونه ویل چه ولي دومره خپه یی کیسه وکه ویل یی ولا درته ویلاې هم نه سم خوبیا هم سره انځولي یو او له وخته به مي زړه غوښتل چه دا کیسي تاسره شریکي کم که مي دزړه بوج کم سی زه هم په خپل زړه کی ډیر ورته لالهانده سوم بیا مي ورته وویل ښه نوخیر ویل یی یومشکل لرم هغه داچي ل ه نن نه ۴ کاله مخکي خوست کي وم په خپل کلی کي بس دغریبي ژوند مو کاوه پلار اومابه مو خپلو پټیو کي کار کاوه ښه وه دکور ګذاره مو پي کیدله غریبي مو ډیره وه په کلي کي مو یو ( خان ) وه ډیر مالداره هم وه بس ددي (خان ) په لور مي زړه وبایلو ورځ تربله به مي هال دلیونیانو په شان کیدل د کورني اوژوندانه ټول کارونه رانه پاته سول ورځ تربلی په سورت هم خواریدم پلار اومور به مي راته ویل چه داپه تاڅه وسول ډاکتر ته لاړ سه دوا په ځان وکړه ماویل نه زه ښه یم دهغوي دزړه د ډاډ لپاره به می ویل چه هیڅ هم نسته زه داسی ښه یم موربه مي همیشه تاویزونه راته ګنډل څه کوه څه کوه .... بس شپي ورځي وتلي اخیر له زړه مجبور سوم مورته مي کیسه وکړه مور می سترګی له ژړا راډکي سوي ویل یی زویه زموږ ډیره غریبی ده او ( خان ) خو مالدار سړي ده نو کله به راسره ومني ماویل موري نو زه څه وکم ته لار راته وښیه مور مي چه زما حلا ورځ تر بلي په خرابیدو ؤ اخیر یی ځان سره دا پیسله وکړه چه پلار ته مي کیسه وکي پلار ته چه ډیر ګران وم نو راته یی وویل زویه ته فکر مه کوه زه به ( خان ) ته ورسم هغه کیدای سي راسره ومني زه چه له پلاره ډیر شرمیدم په جواب کي مي وویل نه پلاره داسی هیڅ کیسه نسته هسي مي مور ټوکي کوې ویل یی بچیه اخیر دچا زوې یي زه ستا په هالاتو پوهیږم خو خیر پلارمي هم څو ورځي بعد د ( خان ) کورته ورغي چه هلته ورغلي وه اوپلار مي له ډیرو خبرو ورسته ( خان ) ته داخبر کړي وه ( خان ) په ځواب کي ورته دنه کولو خبر وکړه ویل یی ستا هسیت اوزما هسیت خو دځمکي او اسمان فرق لري.. ځه غریب سړي یي خپل کارونه کوه بیا داسي خبر ونه کي پلار مي په ډیره خواشني خپل کورته راغلل چه مورته مي کیسه کوله او د دواړو په سترګو کي مړي مړي اوښکي بهیدلي مور مي په زړه غوني اواز راته وویل چه زویه که زما مني د دی نه تیرسه ( خان ) داسی خبری کوي لکه موږ چه خداي نه یو پیداکړي خوپلار می وویل نه نه .. دا دوستي به زه له ( خان ) سره کوم اخیر هغه دکلی (مـلک) دي ( خان ) دي کیداي سي دمسجد دملا امام اودکلي دسپینږیرو خبر ومني هغه به په جرګه ورولم خو ورځ ورسته مي پلار ټول دکلی مشران سپینږیري اود مسجد ملا امام سره راټول کړل او د (ملک) کورته لاړو (ملک) په دي باره کي دهرډول خبري دنه کولو ورته وویل خو دکلي ملاامام او سپینږیرو ( خان ) دی ته اړ کو چي خبر ومني خو (خان ) ورته بنده ونیوه چه سمه ده لورمي ستا دزوي سوه د(۱۵۰۰۰۰۰)( پنځلسو ) لکهو پاکیستاني کلدارو په بدل کي که دی وس وي هو کړه وکړه کنه خپل کار به دي کوي خو مشرانو اوملا امام ( خان ) ته وویل چه نه دا ناجائیزه ده دوي غریب خلک دي ته خو الحمدالله ښه یي دومره ضرورت نه لري خو ( خان ) وویل نه مشرانو اوملاصیب نور مي مه مجبوره کوي چه خفګان ته به سره ورسیږو بس زما داپریکړه ده که یی له وسه. پوره وي هو دی کړي کنه خپل کارونه دي کوي خو پلار مي په ملاصیب غږ وکړل.. چه ملا صیب دوعا وکړه لاس پورته که چه د ( خان ) لور زوما د (عادل) سوه ټول حیران سول چه دامسکین به دا (پنځلس) لکهه روفي ورته لکومه کوي خو دوعا وسوه پلار مي کورته راغلل ډیر خوشحاله وه غاړه یی راکړه ویل یی زویه کوزده مي درته وکړه ست په زړه .. مبارک دی شه مورمي هم له ډیري خوشحالي نه به کله په ژړا سوه کله به خندا زموږ کورکي یوه دخوشحالي نغاره خوره سوه دکلي ټول خلک به مبارکي ته راتلل دکلي ( پیغلي ) به د دریابونو دکړنګا سره راتللي او ټوله ورځ به یی ښه میله ګرمه وه پلار نه به مي چي چا پوښتنه وکړه چه دوستی دی څنګه وکړه په څو ول ور خو پلار به مي زما له مخه هال نه ویل .. ویل به یی بس ( خان ) په ښو سو او ومه کړه خو ورځي وتلي پلارمي رانیزدي راته یی وویل زویه اوس نو وخت د دي رارسیدلي چي د واده لپاره دي د ول ور روفی پیداکو او ( خان )( ۲ ) دوه ، کاله وخت راکړي پوره (پنخلس لکهه) روفي یی په بدل کی رانه غوښتي نو د(پنځلسو لکو) خبري کوم تاسیر راباندي ونه کو پلارته مي په جواب کي وویل خیر ده پلار جانه زه به دوبي ته ولاړ سم د احمدالله کاکا زوي ته به ووایم چه ویزا راته وباسي پلار می وویل که دا کار و سو بچیه بیا خو اسانه ده ماوویل پلاره خداي مهربانه ده ورځ ورسته بازار ته لاړم او د احمدالله کاکا زوي نصیر ته مي زنګ وواهه ورته مي دویزا وویل هغه راته وویل سمه ده زه به ځاي وګورم ورځي شپي وتلی نصیر راته زنګ وکو ویل یی مبارک دي سه ویزا دی ووتله ډیر خوشاله وم کابل ته لاړم د دوبي ټکټ مي وکړل سفر می شروع سو دش پ ي ۸ بجي وي د دوبي هیوایی میدان کي الوتکه کوزه سوه د دوزخ د أور د تاو غوندي ګرم تاو راباندي ولګیدو نصیر او دوه نور ملګري هوايي میدان ته راغلي وه ورسره مي روغ بړ وکه ویل یی راځي چه ځو نور ي خبری به په لاره که ؤ موټرته وختلو او راروان سو شیبي ورسته یوکم پونډ ته را ورسیدو مړي مو وخوړه څملاستو ورځي اوشپي وتلي په کار مي پیل (شروع) وکړه کارونه ډیر سخت وه په دي ګرمي کی به مو دبلاکونو کار کول په شرکت کي .. خو داټولي سختکي مي په ځان ومنلي اوکارونه بد نه وه خو دوخت په تیریدو ۲ دوه کاله پوره سول پلار مي زنګ ووهل راته ویل یی بچیه څنګه څه فیسي دي جمعه کړي وخت خو پوره سو ماویل پلا ر جانه څه وخت به نور نه ورنه واخلي څو په ښه عزت سره واده وکړم روفی پره نه دی پلار مي وویل سمه ده بچیه زه به ( خان ) ته ووایم دوه ورځي ورسته یی بیا زنګ راته ووهل ویل یی بچیه ( خان ) راسره هوکړه وکړه چه ښپږ ، ۶ میاشتي نور هم درته ولاړیم ډیر خوښ سوم خو دوخت په تیریدو دلته کارونه کمزوري سوه اوس راسره ول ور پره نه ده خو وخت پوره سو پلار مي راته زنګ وهلي چه بچیه زر تر زره رادرومه کنه کیسی خرابی دی ( خان ) ډیر په تنګ کړي یم اوس می فکر وکړل چه تاته ووایم اودلته په افغانانو راسره وګرځي څه چانده راته وکړي ماویل سمه ده عادل جانه په ما چي دي کوم کار جوړيږي زه حاضر یم ورسره وګرځیدم خو د وطنوالو دی کور اباد وي ښه کومک یی وکړل عادل مي رخصت کړل هوايي میدان ته مي ورَ ساوه هلته مي مخه ښه ورسره وکړه لاړو کابل نه يي زنګ راته وواهه ویل یی په خیر راورسیدم ... ښه ورځي شپي وتلی نومي زړه ته بیا عادل راغلل ورته مي زنګ ووهل چه عادل جانه کار څنګه سو راته يي په اسویلي وویل یاره عابده چه کورته راورسیدم راسره ( ۱۳ ) لکه روفي پاته سوي دولکه روفي دي ول ور کمي وي او د واده لګښت سرته پاته وه پلارمي وویل بچیه کور به خرڅ کو داپرده به راخوندي کو چه زوندي وي کوربه بیا جوړ کو ورسره مي زړه نازړه هوکړه وکړه کورمو خرڅ کو په یولک اوپنڅوس زره پلار مي خان ته پوره ۱۴ نیم لکه روفي وروړي اورته یی وویل ملک صیب پنځوس زره روفي دي پاته کیږي راته به دریږي له واده نه ورسته به یی درکم خان ورته جواب ورکړي وايي چه په ۱۵ لکهه روفیو کي چه یوه کمه وي هم د واده نوم به په خوله نه اخلي اوس همدلته هم داسی کارونه نسته چي ویی کم اوخان هم ۵ـــ۴ ورځي وخت راکړي په کلی کي هم ګنګوسه خوره ده چه خان لور نه ورکوي بیرته پښیمانه دي چاره مي نسته خو خیر یوه لاره مي لټولی خداي مهربانه دي بیا زه زنګ درته وهم چه کار رانیزدی سي ماویل سمه ده نو بیا ورځي شپي وتلی بیا مي په زهن کي عادل جک ودریدل جیب ته مي لاس کو موبایل مي راویستل اوعادل ته مي زنګ وواهه دهیلو اواز راته بدل ښکاره سو ورته مي سلام وکړل او ورته مي وویل عادل یی ویل یی نه وروره زه دعادل پلار خبري کوم ته څوک یی ماورته وویل زه دعادل ملګري یم دوبی نه درسره په اړیکه کي یم عادل چیرته ده په ژړه غوني غږيي وویل بچیه عادل چه ستا ملګری دي هغه راته دي تل لپاره دادونیا پريښو ده اوپه ژړا سو له دي خبرو سره مي په زړه کي ډیر ویر پیداسو خو بیا مي هم زړه غټ کو ورته مي وویل ولي بابکه څه چل وسه خیر ویل یی زویه هغه خپل ارمان پوره نه کو خان انکار وکړل ول ور یی پوره نه سو خان ظالیم دپنځوسو زرو په بدل کي راته جواب راکړل اود لور مرکي یی بل چاسره شروع کړي عادل اوزه چه ډیر بي بسه ولو عادل سهار وختي چه زه له کوره مسجد ته وتلم د دروازي په بازوانو پسي ځان راځړولي وه او خپل ژوند یی له لاسه ورکړي وه د عادل میرمن چه دهغه په دي حادیثه خبره سوه هغه هم لیوني سوه او خان هم دخپلي لور په لیونتوب پسي بی هوشه په روغتون کي پروت دي زه او دعادل مور هم له زوند نه ستړي راغلي یو خو پاک رب العزت ته مو ځان سپارلي ده په دي وخت کي نور مي په زړه کي هوسله ختمه سوه له اوښکو ډکي سترګي می یوخوا بل خوا واړولي دموبایل داړيکي دشلولو دبټن تڼي می کیکاږله ،،،،
.