غزل
29.08.2012 13:14زه چې دغسې اوبه يم
دا دې ويشتى وچ په زړه يم
ګرانه ولې راته وايې؟
ګران دې نه يم ګران دې نه يم
نن مې ښه پوښتنه وكړه
سبا مړ به درنه زه يم
جنازې ته ګوره راشه
ستا په لور به په كاته يم
اى ( معروفه ) ګيله مه كړه
داسې زه هم لكه ته يم
۱۶-۱-۲۰۱۲