غزل
27.08.2012 10:39غمونه دې اشنا لكه كاروان ځي راځي
قاصد مې قتل كېږي يو ارمان ځي راځي
تر څو مې خپله كړې نه وي نه ترېنه صبرېږم
چې ګرانې ته مې هر وخت رېباران ځي راځي
خاموشه غوندې راشي او خاموشه غوندې ولاړ شي
رېباره دا څه چل دى چې مې ګران ځي راځي
شاېد چې يې د ګرلان نوم اورېدلى وي دا ځكه
د كلي په هوا كې مو مرغان ځي راځي
ملګريه ته شاهد يې او كه نه چې دا يې وېلې!
( معروفه ) ستا په شونډو سره لبان ځي راځي
۲۲-۱-۱۳۹۱