د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ځوانان او سياست

معروف افغان 14.07.2012 12:21

ځوانان هغه وخت سیاسي کېدای شي چې د ټولنیز کېدو پړاو یې پای ته رسولی وي ډېر ځله به مو اورېدلي وي چې دهېواد واکمنان وایي « پدې وخت کې باېد زموږ ځوانان له سیاست څخه لېرې واوسي » پوښتنه دا پېدا کېږي چې ولې؟ شاېد دوي ورته د ا ځواب ولري چې اوس مهال یوازې زموږ هېوادوال زده کړې ته اړتیا لري او بس ځوانان مو باېد په زده کړه سمبال وي، سمه ده زده کړه تر هر څه مهمه ده خو دې ته یې هم فکر کړی چې په راتلونکې سیاسي دوره کې به ځوانان ولرو که زاړه ځکه په لوی لاس له سیاست څخه د دوي د ګوښه کېدو هڅه کېږي .
هغه وخت چې ځوانان د نوېو هیلو سره ټولنې ته وړاندې کېږي څه فکر کوﺉ چې نوې او زړې تجربې په کار وانه چوي تر څو خپلو او خلکو ته ځواب ووايي؟ که همداسې ده نو بیا ولې زموږ جمهور رییس هم دا وايي چې ځوانان دې له سیاست څخه لېرې وساتل شي؟ دې پوښتنې ته بیا هم د پخواني ځواب په تایید سره وېلی شو چې دا خبره د پردېو هېوادونو له زړه څخه زموږ د مشرانو په خوله راوځي او زموږ غوږونه یې په ډېره بیړه سره اوري .
موږ ډېر بې رحمه ګاونډیان لرو چې د ظلم نمونې یې تاسې ته ښې څرګندې دي، دغه ګاونډیان په هیڅ صورت سره نه غواړي تر څو زموږ ځوانان په راتلونکي کې له دوي سره سیاسي مبارزه وکړي، بلکې دوي غواړي چې دغه ځوانان تر خپل تاثیر لاندې وروزي او په خپل وخت سره یې د افغانستان په زیان وکاروي، دا کار حتمي کېدونکی دی ځکه موږ په ښکاره وینو چې ځوانان په یوه او بل نوم ځورېږي، ټکول کېږي، بندیان کېږي او بالاخره وژل کېږي، زموږ دولت زموږ ځوانانو ته د سالم مصروفیت زمینه نده برابره کړې او نه غواړي چې ورته برابره یې کړي، پداسې وخت کې ځوانان مجبورېږي چې ناسم فعالیتونه وکړي چې هم د ټولنې او هم د دولت په زیان دي، نو ولې د پردېو په خوله ځوانان په داسې ستونزو اخته کړل شي او له سیاست څخه لېرې پاتې کړل شي .
دا هم منم چې نن ورځ به زموږ ځوانان نالوستي، غېر ټولنیز او غېر سیاسي شعور ولري چې دا هم موږ د دولت کمزوري بولو، که دولت همدا اوس هم لاس په کار شي نو انشاء الله یوه لسیزه وروسته به مو ځوانان له دغه ناورین څخه راوتلي وي، چې بیا به مو د هېواد په هر اړخیز سیاست کې ځوانان رول لوبوي .
له تېر عمره او زړو خلکو څخه ځوانان زیاته انرژي، سالم فکر، زیات زغم، زیاته پلټنه، د کار زیاته لېوالتیا، د زیاتو اړیکو مینه او په فطري ډول د هېواد لپاره د قربانۍ زیات احساس او مینه لري، نو کله چې دا هر څه منو باېد ځوانان دې ته پرېښودل شي چې په هر ډول خپل غږ پورته کړي .
زما په آند ځوانان د ټولنې هغه طبقه ده چې ډېر په اسانۍ سره خپل هویت هم تر لاسه کوي او هم یې له لاسه ورکوي چې له بده مرغه زموږ په ټولنه کې له ځوانانو څخه د هویت تر لاسه کولو لاره ورکه ده، حالات ورته داسې برابر شوي دي چې په جګړه کې ښکېل واوسي، چې جګړه پښېماني او یا هم وژنه رامنځته کوي، چې بالاخره بیا به هم د تېرو څو لسیزو پوچه تجربه وکارول شي او له نړۍ څخه به بیا هم په لوی لاس څو لسیزې نور هم وروسته پاتې شو .
چارواکي په ښکاره چیغې وهي چې له دولت سره یو ځای شﺉ! دا کار تش په چیغو نه کېږي عمل هم غواړي، کله چې ځوانانو ته سالمه بوختیا موجوده نه وي، په دولت کې ځان خوندي نه احساسوي، پوره سیاسي اوټولنیزه ونډه نه ورکول کېږي نو ځوانه طبقه څنګه د هېواد په رغونه کې رول ولوبوي؟ بیا هم باېد سترګې ترې پټې نکړو چې زموږ او ستاسې په هېواد کې ځوانان د پردېو په لمسون ځورول کېږي تر څو په راتلونکي کې اغیارو ته مېدان خالي او تش پاتې شي او د پېړېو پېړېو لپاره زموږ ځوانان د یوې آلې یا پخوانۍ اصطلاح د ګوډاګي په څېر وکارول شي .