د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

وروستۍ اړیکه ( لنډه کيسه )

معروف افغان 08.08.2012 16:15

نه پوهېدم چې ذهن مې ولې دومره ناآرامه و، د لېسې مخې هيڅ ځای نه راکاوه لکه وږی لېوه يوه او بله خوا مې د لېسې مخې ته قدمونه وهل، ګهيځ مې د راويښېدو پر مهال چپه پرتوګ خوله هم نه وه اووښتې خو بس لکه هسې د اجل تږی مرغه، زه هم په خپل اجل پسې په ناپېژانده لوري رهي وم، لا د لېسې مخې ته ولاړ وم چې د ګرځنده کړنګېدا مې تر غوږ شوه اخوا دېخوا مې وکتل وېل مې چې کېدای شي د بل چا ګرځنده تلېفون وي، همداسې مې پرېښود، څو ځله بیا هم غږ پورته شو آخر مې چپ جېب ته لاس کړ ګورم چې زنګ ندی راغلی او لا هم غږ پورته کېږي، زه هم حېران شوم له لږ ځنډ وروسته مې فکر شو چې دوهم تلېفون هم لرم په ښي جېب کې دی، له ځانه سره ګوڼېدم چې تلېفون مې راواخيست له ۹۵........... شمېرې څخه اووه زنګونه راغلي وو، شمېره د اکرام وه، زموږ ټولو ډېر وفادار او خوږ ملګری و، هر وخت به په کرکټ مېدان کې سره ناست وو، ټوکې ټکالې به مو سره کولې، هره ورځ به مو د ځوانانو لپاره نوي نوښتونه کول، مېدان د ملي امنيت تر شا پروت و چې ډېری وخت به د امنيتي ارګانونو لخوا پلټل کېده .
د تلېفون د اوکې په تڼۍ مې ګوته کښېکاږله تر څو بېرته اکرام ته زنګ ووهم خو شمېره یې بوخته وه، ډېره اندېښنه مې شوه په بيړه بيړه د کرکټ مېدان ته ولاړم ګورم چې هلته هم فقط داؤد او قدير ناست دي د پخوا په شان ټوکې ټکالې کوي، دوي هم زموږ د څلور کسيزې ډلې څخه وو دواړه سره د تره زامن کېدل، د اکرام په اړه مې ترې پوښتنه وکړه دواړو په يوه خوله ووېل « موږ هم ورته دلته ناست یو » اندېښنه مې لا زياته شوه، بيا مې تلېفون راواخيست زنګ مې ورته وکړ څنګه چې زنګ ورغی په بطرۍ کې چارج خلاص شو تلېفون مې بند شو، په ګردېز کې د برق رياست هم برق نه راخوشی کولو له لېسې څخه تر کرکټ مېدان پورې مې ورته زنګونه وهل نو ځکه مې په تلېفون کې چارج ختم شو، له داؤد او قدير سره هم تلېفونونه نه وو په بازار کې يې چارج ته ايښي وو، په مېدان کې هم څوک نه وو چې بطرۍ مې ترې اخيستې وای، درې واړه بېرته د لېسې په لور روان شوو په لاره مې ورته ټوله کیسه وکړه، څه ستړی څه خفه او څه د اکرام تلېفون ته اندېښنې نيولی وم بيخي مې فکر بدل بدل کېده په همدې فکرونو او سوچونو کې د مخابراتو څلورلاري ته راورسېدو، دغه څلورلاری د ولاېت مقام، عبدالحۍ لېسې، جلب و جذب قومنداني، عسکري کلوب او ملي امنيت د لارو تړونکی و، پدې ځای کې به هر وخت ټکر کېده، ما خپله هم همدلته يو وار موټر ساېکل ټکر کړی و، د لېسې په خوا کې به هر وخت د ملي امنيت څارګران ولاړ وو او تالاشي به يې کوله څنګه چې موږ د لېسې مخې ته اووښتو نو د ملي امنيت له تالاشي څخه تور رنګ کرولا را په منډه شوې وه په ناڅاپي ډول زموږ تر خوا لکه زموږ اجل راورسېده، پدې ځای کې به ډېرې تجارتي لوحې هم نسب شوې وې، قدير چې د ارېبا د اعلاني لوحې په ننداره و او له موږ څخه وروسته پاتې شوی و، همداسې په شا راروان و چې د تورې کرولا ښکار شو له یوه درز سره مو ورمنډې کړې، کرولا مو وهم نه ليده چې په کوم لوري ولاړه، د امنيت په موټر کې مو قدير تر ملکي روغتون پورې ورساوه، کله چې بېړنۍ خونې ته ننوتو ناڅاپه مې په اکرام سترګې ولګېدې چې هغه هم له بده مرغه له کوم څه سره ټکر کړی و، د اکرام په تلېفون کې لومړی نوم زما و، څنګه یې چې ټکر کړی و نو کوم چا د ده له شمېرې څخه زما تلېفون ته زنګونه وهلي وو چې له بده مرغه ما يې ځواب نه و ورکړی، د اکرام روغتيايي حالت ډېر نازک و، ورنږدې شوم سر مې يې راپورته کړ، هماغه شپه راپه یاد شوه « تر ډېره ناوخته مو زموږ په مېلمه خونه کې لډو کوله، اکرام او قدير یوه لوري ته او زه او داؤد بل لوري ته ملګري وو، اکرام زما خواته ناست و، درې ځله مو د لډو لوبه وکړه آخر ټول ستړي شوو په هماغه ځای ړنګ شوو، اکرام زما په زنګنو سر ايښی و، ما لکه ښه نشه مې چې کړې وي د ډېرې لټۍ له کبله مې ورته د لېرې شه! غږ هم نشو کولی » يو ناڅاپه مې بېرته د روغتون په خونه کې ځان حس کړ، له سترګو مې اوښکې وڅڅېدې داؤد ډاډ راکړ، ډاکټر د قدير په درملنه بوخت و، موږ ټولو به یو بل ته ګران وېل خو ما او اکرام به یو بل ته ګګګګګران وېل د ژبې تړتړۍ کول زموږ دواړو شېپر و، په ژړغوني غږ مې ورته د ګران لفظ وکاراوه خو ګران لا هماغسې بې هوښه پروت و ډاکټر راباندې غوصه وکړه چې لېرې کړه لاس دې سمدست مې پرې عمل وکړ، یو طرف قدير او بل طرف ګران لکه په روسي شلکه چې ويشتل شوي وي، ژوبل ژوبل پراته وو، د دوي د کورنۍ هيڅ کوم څوک لا نه وو خبر شوي.
د بېړنۍ خونۍ دېوال ته مې تکيه کړې وه چې خونې ته یې په تذکره کې يو سپين ږيری سړی رادننه کړ په خونه کې ډاکټران سره راټول شول زه د باندې ولاړم د کرولا والا ژر کرولا چالاند کړه او په بيړه سره د باندې ووت دده له وتو سره سم په بېړنۍ خونه کې درز شو، د کوټې دېوالونه، چت او شاوخوا ټول هر څه ويجاړ شول، زه د کانټين خواته رسېدلی وم دلته په منځ کې د دېوال شاته وم، د درز په اورېدو مې ورمنډه کړه، خو د بيا لپاره مې نه ګران نه داؤد او نه هم قدير وليدل او نه مې هم تلېفون ته د بيا لپاره له ۹۵.......... شمېرې څخه زنګ راغی ، له ډېره درده مې دا ټپه خولې ته راغله :
( يوه د سوز ټپه به وکړم ـ چې لېونی جانان مې بل وطن ته ځينه )
پای
۷ - ۱۰ - ۱۳۹۰
ماښام خپل کور