د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مهمې پېښې

معروف افغان 30.07.2012 17:30

۱_ ۱۰ اګست ۱۸۸۰م _ انګليسي فوځيانو د كابل پرېښودل پېل كړل .
۲ _۲ اكتوبر ۱۸۹۳ م _ ډيورنډ كابل ته ورسېد.
۳ _۱۱ جنوري ۱۹۰۶م _ د سراج الاخبار جريدې لومړۍ ګڼه خپره شوه .
۴ _ ۱۷ جنوري ۱۹۲۹ م _ سردار عناېت الله خان له درې ورځو پاچاهي وروسته له خپلې دندې استعفا ور كړه .
۵ _ ۸ نومبر ۱۹۳۳ م _ محمد نادر شاه د عبدالخالق نومي زده كوونكي لخوا ووژل شو.
۶ _ ۹ نومبر ۱۹۴۶ م _ افغانستان د ملګرو ملتونو غړيتوب تر لاسه كړ.
۷ _ ۲۲ دسمبر ۱۹۷۹ م _ د شوروي فوځيانو يوه ډله د بګرام هوايي ډګر كې ښكته شوه .
۸ _ ۳۰ دسمبر ۱۹۷۹ م _ د كابل راډيو اعلان وكړ چې حفيظ الله (امين) دې محاكمه او اعدام شي .
۹ _ ۲۱ اپرېل ۱۹۸۶ م _ د امريكا متحده ايالاتو مجاهدينو ته د اسټېنګر ضد اصلحه وركړه .
۱۰ _ ۱۸ مۍ ۱۹۸۸ م _ شوروي فوځيانو د افغانستان پرېښودل د آمو له سيند څخه په تېرېدو سره پېل كړل .
۱۱ _ ۶ مارچ ۱۹۹۰ م _ جنرال شهنواز تڼي چې د وخت د دفاع وزير و په كودتا لاس پورې كړ .
۱۲ _ ۱۸ جولاى ۱۹۹۹ م _ د طالبانو مشر ملا محمد عمر له امريكا سره اقتصادي اړيكې پرې كړې .
۱۳ – ۱۱ سپتمبر ۲۰۰۲ م _ حامد كرزي د نيويارك په ښار كې د ۱۱ سپتمبر د پېښې د قربانيانو په ياد غونډه كې ګډون وكړ .
۱۴ _ ۹ اګست ۲۰۰۲ م _ په جلال آباد كې د يوې غېر دولتي موسسې په دفتر كې د چاودنې له كبله شاوخوا ۲۵ تنه مړه او ۸۰ تنه زخميان شول .
۱۵ _ ۱۵ دسمبر ۲۰۰۲ م _ حامد كرزي فرمان صادر كړ چې سياسي ګوندونه به په نظامي چارو كې مداخله نكوي .
۱۶ _ ۱۸ مارچ ۲۰۰۲ م _ په كابل كې د طالبانو راډيو اعلان وكړ چې د نوروز د ورځې لمانځل د شريعت خلاف عمل دى او باېد چې ونه لمانځل شي .
۱۷ _ ۱۱ مارچ ۲۰۰۱ م _ طالبانو د بودا مجسمه ونړوله .
۱۸ _ ۲۵ سپتمبر ۲۰۰۱ م _ طالبانو په كابل كې د امريكا د متحده ايالاتو سفارت ته اور واچاوه .
۱۹ _ ۱۶ نومبر ۲۰۰۱ م _ د بريتانويانو لومړۍ فوځي ډله په بګرام هوايي ډګر كې ښكته شوه .
۲۰ _ ۲۵ نومبر ۲۰۰۱ م _ د امريكايانو لومړۍ فوځي ډله د كندهار په هوايي ډګر كې ښكته شوه .
۲۱ _ ۲ دسمبر ۲۰۰۱ م _ د فرانسوي فوځيانو يوه ډله د مزار شريف په هوايي ډګر كې ښكته شوه .
۲۲ _ ۱۶ _ ۲۰۰۱ م _ د امريكا متحده ايالاتو د ملا عمر د نيونې په عوض د لس ميلیونه امريكايي ډالرو د وركړې اعلان وكړ .
۲۳ _ ۴ جنوري ۲۰۰۲ م _ لومړى امريكايي فوځي د ګردېز ښار په شاوخوا كې ووژل شو .
۲۴ _ ۴ مارچ ۲۰۰۲ م _ د امريكايي فوځيانو لومړى هيليكوپتر د پكتيا د شاهي كوټ په سيمه كې د طالبانو له خوا راوپرزول شو .
۲۵ _ ۱۹ مارچ ۲۰۰۲ م _ د امريكا متحده ايالاتو د اناكونډا نومي عملياتو د درېدنې اعلان وكړ .
۲۶ _ ۳ اپرېل ۲۰۰۲ م _ د بريتانوي كومانډو لومړۍ ډله د بګرام هوايي ډګر كې ښكته شوه .
۲۷ _ ۱ جولاى ۲۰۰۲ م _ د ارزګان ولاېت د هراوت ولسوالۍ يو كلى هغه وخت امريكايي طيارو بمبار كړ چې اوسېدونكي يې د واده د مراسمو په لمانځلو بوخت وو .