اشرف غني د کرزي سره په لومړي پړاو کې یوځای کېدل ردوي خو په دویم پړاو کې یې امکان ويني
10.08.2009 16:48ولسمشرۍ ته خپلواک نوماند ډاکټر اشرف غني د کرزي سره د ټاکنو په دويم پړاو کې یو ځای کېدل رد نه کړل. خو ویې ویل چې په لومړي پړاو کې ورسره نه يوځای کېږي.
نوموړي دا څرګندونې بېګا شپه د شمشاد تلويزيون سره په یوه مرکه کې وکړې. نوموړي د مرکه کونکي د یو ځواب په اړه چې که حامد کرزی ورته د یو پياوړي اجرايوي پوست وړانديز وکړي نو ایا د حامد کرزي سره به ايتلاف وکړي، که نه وویل چې په لومړي پړاو کې ورسره د يوځای کېدو امکان نه ويني. نوموړي د دې پوښتنې د ځواب په ترڅ کې هیله مند ښکارېده چې ټاکنې به دويم پړاو ته ووځي . نوموړي په ښکاره ډول په دويم پړاو کې د حامد کرزي سره یو ځای کېدل رد نه کړل.
ډېری نوماندان په دې تمه دي چې ټاکنې به دويم پړاو ته ووځي، حامد کرزی او عبدالله عبدالله به په دويم پړاو کې سره بيا مقابله وکړي او پاتې نوماندان به د دوی سره د واک په ويش چنه ووهي.
په بېګانۍ مرکه کې ډاکتر اشرف غني احمدزي ته د بېلابېلو سيمو څخه په ژوندۍ بڼه تيلي فونونه کېدل او نوموړي يې ځوابونه ویل. ډاکتر اشرف غني په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې او خپلې تګلارې یې بيان کړې.

