افغان ملتيانو له کرزي او اشرف غني وروسته له ميرويس ياسيني ملاتړ اعلان کړ
04.08.2009 20:07په ننګرهار کې د افغان ملت د ډلې یو مشر د وينا په حال کې
نن په یوه غونډه کې چې په سلګونو خلکو په کې ګډون کړی و په ننګرهار کې د افغان ملت د ګوند یو شمېر غړو او په ننګرهار کې د دې ګوند مشر معلم زر ګل له ميرويس ياسيني ملاتړ اعلان کړ.
په دې ترتيب ميرويس ياسيني د ولمسشرۍ درېم کانديد دی چې افغان ملتيان ترې ملاتړ اعلانوي. تر دې دمخه د افغان ملت ګوند غړي دوه ټوټې وو. د ګوند مشر انوارالحق احدي له ولسمشر حامد کرزي او د محمد امين واکمن په مشرۍ د ګوند یو شمېر غړو له اشرف غني ملاتړ اعلان کړی وو.
معلم زرګل په هغه غونډه کې چې دلته په جلال اباد کې د دې اعلان په موخه د ميرويس ياسيني د کمپاين په دفتر کې جوړه شوې وه وویل چې دوي ځکه له ياسيني ملاتړ اعلانوي چې د دوی د سيمې دی او عالم اوجهادى شخصيت دی.
معلم زرګل په خبرو کې دې ته هم اشاره وړه چې د افغان ملت یو شمېر غړو له ولسمشر حامد کرزي ا و یو شمېر نورو له ډاکټر اشرف غني ملاتړ اعلان کړی دی چې د نوموړي په وينا د ډيموکراسۍ په اصولو د افغان ملت ګوند ولاړتيا په زبات رسوي.
د افغان ملت ګوند رسمي مقاماتو لا په دې اړه څه نه دي ويلي خو بې له شکه چې دا اعلان به د ټاکنو په بهير کې د افغان ملتيانو په منځ کې راولاړ شوي اختلافات نور هم زيات کړي.
د يادونې وړه ده چې د افغان ملت ګوند مشر انوارالحق هم ولسمشرۍ ته د نوماندۍ هوډ کړی و خو وروسته یې د خپل ګوند د یو شمېر مشرانو سره له ولسمشر حامد کرزي ملاتړ اعلان کړ.

