د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

باوري سرچينه: حامد کرزی ښايي په سبانۍ مناظرې کې ګډون ونه کړي

کمال الدين رنځور - جلال اباد 05.08.2009 18:14

ټول افغان ته باوري سرچينو ويلي دي  چې د ولسمشرۍ خپلواک کانديد حامد کرزی ډېر امکان لري سبا د ملي تلويزيون له خوا په خپرېدونکي پروګرام کې برخه وانخلي.

په دې پروګرام کې  - چې ټاکل شوې وه سبا لومړی ثبت او بيا خپور شي - لومړی ويل کېدل چې د کرزي تر څنګ به اشرف غني احمدزی، ميرويس ياسيني، سيد جلال کريم او عبدالله عبدالله برخه اخلي خو اوس ويل کېږي چې د سید جلال کريم پر ځای به په کې ډاکتر حبيب منګل برخه اخلي.

دا پروګرام ۴۰ دقيقې دی او نوماندان په کې په يو بل نيوکه نه شي کولای. نوماندان یواځې کولای شي چې خپلې طرحې ولس ته وړاندې کړي. دا پروګرام به له یو شمېر نورو رسنيو له خوا خپرېږي.

د حامد کرزي د ټاکنيز کمپاين وياند مخکې ويلي و چې حامد کرزی به په هغه مناظره کې برخه واخلي چې د ټولو رسنيو له خوا خپره شي.