له یو شمېر کانديدانو ملاتړونه وشول
08.08.2009 19:00د ولسمشرۍ یو شمېر نوماندانو ټول افغان ته په رالېږلو خبرپاڼو کې له دوی څخه په بېلابېلو سيمو کې د ملاتړ خبر ورکړی دی.
په شمال زون کې د اشرف غني احمدزي ټاکنيز کمپاين وايي چې پرون د زمري په ۱۶ د سرپل ولايت په مركز ولسوالۍ كې د بغاوې په سيمه کې شاوخوا ۷۰۰ مشرانو او ځوانانو،له ډاكټر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان كړ. په خبرپاڼه کې راغلي چې په غونډه کې د ازبك، هزاره، بلوڅ او پښتانه قوم مشرانو او ځوانانو ونډه اخيستې وه.
له بله پلوه په بنګلادېش کې یو شمېر افغان زده کړيالان وايي چې دوي له ډاکټر اشرف غني څخه ملاتړ اعلان کړی دی.
همداراز رسنيو خبر وکړی دی چې په کابل کې اشرف غني احمدزي یوې غونډې ته وينا کړې ده او د یو مليون کارونو او یو مليون کورونو تګلاره یې خلکو ته واوروله. غونډې ته په سلګونو خلک راغلي و.
د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين وایي چې پرون له ياسيني څخه په ننګرهار، کابل او خوست کې خلکو د ملاتړ غونډې جوړې کړې وې. د دوی په خبرپاڼو کې راغلي دي چې د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې ۳۰۰ قومي مشرانو او وګړو، د خوږياڼو په ممله کې ۶۰۰ کسانو، او د ګوشتې په ولسوالۍ کې درې قومونو برخه اخيستې وه. په کابل کې د ياسيني دملاتړ غونډه د ده سبز په ولسوالۍ کې شوې ده او د خوست په ولايت کې دوی وایي چې د ياسيني د کمپاين دفتر د سوونو خلکو په حضور کې پرانيستل شو.
د ياسيني کمپاين او رسنۍ وایي چې ياسيني نن په خپله د افغانستان په شمال کې کمپاين کړی دی او په دې لړ کې یې په جوزجان او فارياب کې غونډې کړي او په خلکو ګرځېدلی دی. نوموړی د جوزجان د اخچه، شيرين تګاب او دولت اباد ولسوالیو ته تللی، غونډې یې کړي دي او په خلکو یې خپل ټاکنيز کارتونه په خپله ويشلي دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې د جوزجان په غونډه کې په زرګونو خلکو ګډون کړی وو. ياسيني به سبا د فارياب په مرکز ميمنه کې غونډې کوي.
د ياسيني کمپاين نن د ننګرهار په لعلپوره کې هم د غونډې خبر ورکړی دی.
په لغمان کې له سرور احمدزي څخه د ملاتړ خبر ورکړل شوی دی. له بله پلوه په یو پروګرام کې چې د ټاکنو د خپلواک کميسيون د رسنيو د جرګګۍ له خوا په بېلابېلو تلويزيونونو کې ښودل کېږي، د سرور احمدزي او بشردوست تر منځ لفظي شخړه شوې ده چې په کې احمدزی د تهدید له لارې د بشردوست د چپولو کوښښ کوي.
په دې پروګرام کې سرور احمدزی وایي چې که ولسمشر شي نو د طالبانو او نورو مخالفينو سره به خبرې وکړي، اساسي قانون به ورته تعديل کړي او په حکومت کې به وزارتونه او ولايتونه ورکړي. خو رمضان بشردوست په دې خبره نیوکه وکړه چې له طالبانو پوښتنه په کار ده چې د سرور احمدزي سره خبرو ته تيار دي او که نه. په دې وخت کې احمدزی د بشردوست پسې راپاڅېږي او ورته له تهديده په ډکه لهجه وایي چې نور پرې نيوکې ونه کړي او ورته وایي چې په شمشاد کې یې هم د نوموړي ((بې احترامي)) کړې وه. سرور احمدزی بشردوست ته دا هم وایي چې ليونی دی. سرور احمدزی داسې ښکاري چې غواړي رمضان بشردوست په زوره له خبرو منع کړي. خو بشردوست په خپل ځای کې ارام ناست وي او په مخ کې پروت بوتل په لاس کې نيسي.
دا لومړی ځل دی چې کوم کانديد په مناظرو کې تر دې حده حوصله له لاسه ورکو ، د بل کانديد سره د فزيکي چلند هڅه کوي او د خبرو پر ځای یې په زوره د چپولو هڅه کوي.
ټول افغان ته رارسېدلي مطبوعاتي اعلاميې د ټاکنو په برخه کې لوستلای شئ.

