تر بشردوست وروسته د ولسمشرۍ کانديد ياسيني هم مخامخ کمپاين پيل کړ
04.08.2009 08:31ياسيني په جلال اباد کې خپل ټاکنيز کارتونه ويشي. انځور له ياهو نیوز څخه
د ولسمشرۍ نوماند ميرويس ياسيني په یوه مطبوعاتي اعلاميه کې ويلي دي چې نوموړي مخامخ يا ور په ور انتخاباتي تبليغات پيل کړي دي.
نوموړی دویم نوماند دی چې دا ډول کمپاين کوي. تر هغه د مخه رمضان بشردوست په ښارونو او واټونو کې دا ډول کمپاين پيل کړی دی.
دې ډول کمپاين ته په نورې نړۍ کې مجلسي کمپاين (Town Hall ) یا ور په ور (Door Knoking) کمپاين هم وايي چې په ځينو هېوادونو کې اغېزمن ثابت شوی دی. په دې ډول کمپاينونو کې ډېری وخت کانديدان د سختو پوښتنو سره هم مخ کېږي ځکه د هر ډول خلکو سره مخ کېږي او خلک ورته هر څه ویلی شي.
په افغانستان کې دا ډول کمپاين د امنيت د خرابوالي په توګه یو څه سخت دی خو د ياسيني ټاکنيز دفتر وايي چې دا کار یې دوه اونۍ مخکې په هرات، مزار، کابل او جلال اباد کې د داوطلبانو په واسطه پيل کړی دی او له دوه ورځو راهيسي په خپله ميرويس ياسيني هم دلته په جلال اباد کې په دې ډول کمپاين پيل کړی دی. د ياسيني د دفتر په حواله دوی تر اوسه ۴ مليونو خلکو ته خپل غږ رسولی او هيله مند دي چې ۱۲ مليونه خلکو ته خپل غږ ورسوي.
شنونکي په دې باور دي چې ډېر افغانان د ولمسشر حامد کرزي له اووه کاله حکومت او د جنګسالارانو سره د نوموړي له ایتلاف څخه خفه دي او که د نوموړي هر بدیل خلکو ته اواز ورسوي نو په اسانه به رایې تر لاسه کړي.
تر دا مهاله تر ټولو منظم او ډېر مصرفه ټاکنيز کمپاين د نظار د شورا او ملي جبهې کانديد عبدالله عبدالله کړی دی. د نوموړي تر څنګ اشرف غني احمدزی او ميرويس ياسيني هم د ولسمشر حامدکرزي رقيبان بلل کېږي.
د ولسمشرۍ ټاکنې د زمري په ۲۹ کېدونکي دي.

