ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


افغان لوبډلې په بریا خپله لوبلړۍ پیل کړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون شپه متحده عربي اماراتو ته په لومړۍ ۲۰ اووره سیالۍ کې ماتې ورکړه. ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې سبا بیا یو بل ته مخامخ شي. صفي الله ستانکزي د ملي ټيم د بریا په اړه رپوټ جوړ کړی دی

17.02.2023 ازادي راډیو

د ايران او چين ولسمشرانو افغانستان کې پر نجونو او مېرمنو د محدوديت د پای ته رسولو غوښتنه کړې

ایران او چین له خپل ګاونډي هېواد افغانستانه وغوښتل چې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار بندیز پای ته ورسوي. د اسوشیتیدپریس خبري اژانس د راپور له‌مخې، چین او ایران دا غوښتنه پرون (پنجشنبه) په هغه ګډه اعلامیه کې وکړه چې پیکینګ ته د ایران د ولسمشر ابراهیم ريیسي د سفر په پای کې خپره شوه. دواړو هېوادونو په خپل منځ کې د نږدې اقتصادي او سیاسي اړیکو د ټینګولو ترڅنګ په افغانستان کې پر طالب چارواکو غږ کړی چې یو پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي چې ټول قومونه او سیاسي ګوندونه په‌کې حقیقي ونډه ولري او د ښځو، قومي لږکیو او نورو مذهبونو خلاف ټول تبعیضي اقدامات لغوه کړي. دوی په عین حال کې امریکا او ناټو د افغانستان د اوسني وضعیت مسوول بللي دي. چین او ایران له امریکا او لوېدیځ سره ژور اختلاف لري. د نړۍ اکثرو هېوادونو په تېره بیا لوېدیځوالو او همدا راز د بشري حقونو ملاتړو ادارو له طالبانو په ځلونو غوښتي چې نجونو ته د زده‌کړو او ښځو ته د کار اجازه ورکړي خو طالبانو نه یوازې دغو غوښتنو ته مثبت ځواب نه‌دی ویلی، بلکې واک ته له رسېدو وروسته یې، د ښځو خلاف محدودیتونه په تدریجي ډول زیات کړي دي. د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او د سیاسي چارو شنونکې شینکۍ کړوخېل وايي، چین او ایران له پیله هم د طالبانو له حکومت سره موافق نه وو، خو د خپلو ګټو په خاطر د اعتماد او اړیکو جوړولو لپاره یې خپلې اندېښنې نه ښکارولې. نوموړې وايي: "دا چې بالاخره دوی هم د طالبانو په اړه خپل نظرونه شریک کړل دلیل یې دا دی چې ایران او چین دواړه په افغانستان کې له افراطیت څخه سخت تشویش لري، دوی هم نه‌غواړي چې په افغانستان کې داسې افراطي حکومت رامنځته شي چې په هغه کې اصلاٍ ښځې وجود و نه‌لري او همدا راز نورې ډلې. دوی ویره لري چې که په اوسني ډول دیکتاتوري حکومت دوام وکړي ځینې افراطي ډلې به په‌کې دومره پرمختګ وکړي چې هغه به د ایران او چین ګټې هم له خطر سره مخامخ کړي." د ایران او چین له لوري د ښځو د حقونو لپاره د غږ پورته کېدا له‌دې کبله د پام وړ دی چې، د ایران سختدریځی رژیم په خپله د د ښځو د حقونو پر سرغړونې تورن دی. دغه راز ايران له میاشتو راهیسې د پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني په نوم د یوې ښځې له وژل کېدو را وروسته د ښځو د فعالانو له پراخو مظاهرو او اعتراضونو سره مخامخ دی. ایران په تېرو څو میاشتو کې یو شمېر کسان د اعتراضونو له کبله اعدام کړي هم دي.

17.02.2023 ازادي راډیو

پاکستان: د پوځ پرضد د کمپاين کولو په تور د تحریک انصاف ګوند يو غړي ته د پينځه کاله بند سزا اورول شوې

د پاکستان د پنجاب صوبې د فېصل اباد ښار يو عدالت د پوځ پرضد په ټولنيزو رسنیو د کمپاين کولو په تور د پاکستان تحریک انصاف ګوند يو غړي ته د پينځه کاله بند سزا اورولې ده.

17.02.2023 ډیوه

امریکا د خپلې ټېکنالوجۍ د تحفظ دپاره د یو نوي مشترکه قوت اعلان وکړ

واشنګټن   - د امریکا د قانون د تنفید یوې جګپوړې چارواکې د زیارت/پنجشنبې په ورځ د یو داسې نوي قوت اعلان وکړ چې په هغه سره به د امریکا ټېکنالوجي د بهرنیو دښمنانو او قامي سلامتیا ته د نورو ګواوښونو په وړاندې محفوظه ساتل کیږي. د امریکا د عدلیې وزارت نایبه، لیسا موناکو دا اعلان د لندن په چاتهام هاوس کې د یو تقریر په مهال وکړ. مېرمن موناکو وویل چې دا نوی فورس به د عدلیې او د تجارت وزارتونو ترمنځ د مشترکه همکارۍ نتیجه وي او مقصد به یې دا وي چې دښمنان پرېنښودل شي چې د امریکا غوره ټېکنالوجۍ ته ضرر ورسوي. د امریکا دویم لمبر سرکاري وکیلې، د ټېک ټاک اېپ په باب د فکرمندیو په اړه چې د ویډیو شریکولو یو چینایي اېپ دی، هم خبرې وکړې. په امریکا کې د خارجي سرمایه کارۍ د چارو کمېټه چې د امریکا د حکومت لخوا جوړه شوې او د قامي سلامتیا په برخه کې یوه قوي اداره ګڼل کیږي، په ۲۰۲۰ کې د چین بایټ-ډانس نومې کمپنۍ ته امر وکړ چې ټېک ټاک دې تقسیم کړي (امریکا ته دې هم په کې سرمایه کارۍ ته اجازت ورکړي)، او وجه یې هغه وېره وه چې د اېپ کاروونکو ډېټا د چین حکومت ته رسېدلی شي او دا به د امریکاییانو په ګټه نه وي. ټېک ټاک کې د سرمایه کارۍ دا تقسیم تر اوسه ندی شوی. یاده کمیټه او ټېک ټاک چارواکي د تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسي په دې خبرو بوخت دي چې د قامي سلامتیا په برخه کې یو اتفاق ته سره ورسیږي. مېرمن موناکو چې په لندن کې خبرې کولې، وویل: "زه دا یادول غواړم چې زه ټېک ټاک نه استعمالوم، او هېچا ته به دا سپارښتنه ونه کړم چې ټېک ټاک استعمال کړي، او وجه یې همدا فکرمندۍ دي." امریکا کې د عدلیې وزارت په دې وروستو کلونو کې خپله توجو دې کار ته ډېره کړې چې د ټېکنالوجي کمپنیو د مالکیت ساتنې په مد کې، جرمي قضیې عدالت ته وړاندې کړي. د امریکا د قانون د تنفیذ چارواکو ویلي چې تر دې دمه، د امریکا د ټېکنالوجۍ کمپنیو او اقتصادي امن ته تر ټولو لوی خطر، چین پاته شوی دی. د امریکا د عدلیې نایب وزیرې لیسا موناکو د زیارت/پنجشنبې په ورځ په دې دريځ یو ځل بیا ټینګار وکړ.

17.02.2023 ډیوه

پاکستان کې د سزا وروسته ۵ امریکایان ورجینیا کې د ترهګرۍ تورونو سره مخ دي

واشنګټن  - د پاکستان په بندیخانه کې د لس کاله قېد سزا تېرولو وروستو، د امریکې ورجینیا ریاست سره تعلق لرونکي پېنځه هلکان په امریکا کې یو ځل بیا د ترهګرۍ تورونو په سر مقدمو سره مخ دي.‌  دغه پېنځه ‌ځوانان ۱۵ کاله وړاندې په پاکستان کې هغه وخت ونیول شول کله چې دوی افغانستان کې د جهاد کولو په غرض د امریکې ورجینیا ریاست نه پاکستان ته لاړل او‌ د خپل تګ نه وړاندې یې یو ویډیو خپره کړه.‌ د ویډیو خپرېدو وروسته د دوي کورنیو د امریکې استخباراتي‌اداره اېف بي آي خبره کړه.   په امریکا کې حکومتي وکېلانو د پېنځه واړه تورن تنانو په ضد عدالت کې د ترهګرۍ مقدمه درج کړې.‌  د تېرې نهې (سه شنبې) په ورځ‌ د شمالي ورجینیا ضلعي عدالت کې د مقدمې اورونې په وخت ښځینه ججې داسې اشارې څرګندې کړې چې په دې بنیادونو باندې د تورن تنانو نه یو تن خلاف تورونو ختمولو پلان لري چې د پاکستان په بندیخانه کې د زور زیاتي او ځان له پاتې کېدو له وجې هغه په ذهني توګه معذوره شوی دی.‌  ښځینه ججې، لییوني برېنکېما د پنځه واړه کسانو خلاف تورونو راوړو په سر هم په دې بنیاد پوښتنې وکړې چې هغوي په پاکستان کې د وړاندې نه سزا ګانې تېرې کړي.‌‌  نوموړې د دسمبر په میاشت کې ددغه مقدمې اورونې په وخت وېلي وو، ” که چرته په دې کسانو باندې پاکستان کې مقدمې شوي او په پاکستاني بندیخانه کې یې د قېد یو لویه برخه تېره کړې او اوس د امریکې حکومت په دې ملک کې د دوي‌ په ضد،‌ هم هغه تورونه راوړي نو په دې غور پکار دی چې آیا دا خبره عقل ته پرېوځي او که نه“.  تورن کسان،‌ وقارخان، احمد میني، رمي زمزم،‌ امن یمر او عمرفاروق هغه وخت د امریکې استخباراتي ادارې اېف بي‌ آي د څارنې لاندې راغلل کله چې د تورن کسانو کورنیو د دوي د بې درکۍ په اړه اېف بي آي خبر کړه.‌  په کال ۲۰۰۹ کې پېنځه واړه کسان د امریکې نه پاکستان ته تلي وو او د تګ وړاندې یې د ۱۱ منټو یو ویډیو خپره کړې وه چې پکې یې د یرغل سره مخ مسلمانانو خاورې د دفاع لپاره د جهاد کولو مرسته کړې وه.‌ د کورنیو غړو پاکستان ته د دوي د تګ مخه نیولو کوشش وکړو کله چې هغوي ته د دوي د پلان معلومات ترلاسه شو او د امریکايي مسلمانانو د بشري حقونو ډلې، کونسل آن امرېکن اسلامک ریلېشنز، وکېلې، نینا جېنسبرګ او اېف بي آي سره یې معلومات شریک کړل.‌  خو دغه پېنځه واړه کسان د وړاندې نه پاکستان ته رسېدلي وو او د داسې کسانو په لټون کې وو چې افغانستان ته رسېدو کې ورسره مرسته وکړي. د ایف بي آي وروستي ښکاره کړو معلوماتو ترمخه زیاتره خلکو ددوي سره د مرستو کولو نه انکار کړی وو که څه هم یو تن دوي ته په دې شرط د مرستو مشوره ورکړې وه  که چرته په پاکستان کې د دغه تنانو یو کورنۍ د دوي ضمانت ورکړي.‌  د اېف بي ‌آي‌ د معلوماتو ترمخه امریکې نه د تګ نهه ورځې وروسته پاکستاني چارواکو پېنځه واړه کسان د پنجاب سرګودها ښار کې د ۲۰۰۹ کال دسمبر په ۹مه نېټه نیولي وو.  دغه تنانو د اېف بي آي اېجنټانو ته منلې چې د هغوي مقصد د امریکايي ځواکونو خلاف جنګ کول وو که چرته هغوي افغانستان ته ورسېدل.   پېنځه واړه کسانو باندې په پاکستاني عدالتونو کې د ترهګرۍ تورونه ولګول شو.‌ دوي وايي‌ د حراست په وخت په دوي باندې زور زیاتی شوی خو پاکستاني چارواکي دغه تورونه ردوي. د ترهګرۍ تورونو ثابتېدو وروسته پېنځه واړه کسانو ته د لس کاله قېد سزاګانې ورکړی شوې.‌  پاکستان د قېد سزاګانو تېرولو وروسته امریکايي ‌حکومت د دوي بېرته امریکې ته راوستو هڅه کړې چې دلته یو ځل بیا د ترهګرۍ د تورونو سره مخ شي. تراوسه پورې په دغه پېنځه کې درې تورن تنان،‌ زمزم، یمر او میني امریکې ته راوستی شوي.‌ څلور تن تراوسه پورې د پاکستان په قېد کې دی او پېنځم تن پاکستان کې د جېل نه بهر دی.   پاکستان کې د ګرفتارۍ په وخت یمر د ۱۸ کلونو وو،‌ چې په پېنځه کسانو کې یې ترټولو کم عمروو. یمر دا وخت د سخت ذهني ناروغیو سره مخ دی. د یمر وکیلې، جېنسبرګ عدالت ته وېلي چې د پاکستاني ځواکونو په حراست کې د خراب سلوک او یواځې پاتې کیدو له کبله یمر په ذهني توګه معذوره شوی. نوموړې عدالت ته ووېل چې یمر ټوله ورځ‌ په کرسۍ کې ناست وي او د خبرو ځواب نه ورکوي، هغه صرف هغه وخت خوراک کوي چې کله ورته خوراک ورکړی شي  او تشناب ته هغه وخت ځي چې څوک یې بوځي. نوموړې زیاته کړه د څو میاشتو علاج وروستو هم د هغه حالت ښه شوی نه دی.   جېنسرګ د اورونې په وخت ووېل هغه طمع لري چې امریکايي حکومت به د یمر په ضد لېګېدلي تورونه لرې کړي. ښځینه ججې ښکاره اشاره څرګنده کړه چې هغه به د یمر خلاف، هم هغه وخت تورونه ختم کړي،‌ څه وخت چې هم د هغه وکیله،‌ جېنسبرګ د تورونو ردولو لپاره عدالت کې درخواست جمع کړي.   جېنسبرګ ووېل هغه یقین نه کوي چې پېنځه واړه تورن کسان امریکا کې په دوباره د قېد تېرولو جوګه دي.  

17.02.2023 ډیوه

د نېټو مشر وعده وکړه چې زلزله ځپلې ترکیې سره به مرسته کوي

واشنګټن  - د نېټو سېکریټري جنرل ینس سټولټنبرګ د زیارت/پنجشنبې په ورځ انقره ته ولاړ چې په ترکیې او شام کې د تېرې هفتې د تباه کنه زلزلې له امله، همجهتي وښيي. سټولټنبرګ چې د ترکیې د خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو سره په یو کنفرانس کې خبرې کولې، خبریالانو ته وویل چې نېټو د ضرورت په دې وخت کې د ترکیې تر څنګ ولاړه ده. ترکیه د نېټو ممبرشپ لري. سټولټنبرګ پخپلو خبرو کې وویل: "مونږ د ترکيې د مرستندویه ډلو حوصلې ته سلام کوو، او مونږ تاسو سره غمشریکي کوو." هغه زیاته کړه چې اوس به د نېټو ائتلاف توجو په بیاجوړولو او د هغو کسانو سره امداد کول وي چې د زلزلې له امله بېځایه شوي دي. هغه چې د کومو ځانګړو هلو ځلو یادونه وکړه، یو یې موقتي سرپناه ګانې جوړول، او بل ترکيې ته د زرګونو خیمو په رسولو کې د نېټو د هوایي جهازونو د سټراټېجيکي صلاحیت استعمالول و. د ملګرو ملتونو سېکریټري جنرل انټونیو ګوتېرېش هم د زیارت/پنجشنبې په ورځ د نړېوالو نه غوښتنه وکړه چې په آینده درې میاشتو کې دې د ترکیې د زلزلې ۵.۲ میلینه زیانمن شوو کسانو سره د مرستې په مد کې، ټولټال د یو بلین ډالر په اندازه بشري مرسته راټوله کړي. ګوټېرېش وویل: "اوس د دې وخت دی چې نړۍ د ترکیې د خلکو سره کومک وکړي – هماغسې چې کله نورو مرستې ته ضرورت درلود، نو دوی [ترکیه] ورسره درېدلي دي. ډېر سخت ضروت موجود دی، خلک په کړاو کې دي، او وخت ډېر کم دی." د ملګرو ملتونو عمومي منشي د شام دپاره چې هغه هم د زلزلې له امله زیانمن شوی، د قریب څلور سوه میلینه (۴۰۰) ډالره مرستو غوښتنه کړې ده. د ترکیې حکومت وایي چې د زلزلې له امله، په یوولسو (۱۱) ولایتونو کې څه باندې نهه (۹) میلینه خلک نېغ په نېغه اغېزمن شوي دي. د ترکیې د بېړنیو حالاتو ادارې د زیارت/پنجشنبې په ورځ وویل چې په زلزله کې د مړو شمېر تر شپږ دېرش زره (۳۶۰۰۰) سېوا شوی او د زخمیانو شمېر هم د یو لک کسانو نه ډېر دی. د ترکیې په ګاونډ، شام کې هم د دې زلزلې له امله د مړو شمېر د پنځه نیم زره (۵۵۰۰) نه زیات ښودل شوی دی. میلینونه کسان چې د دې زلزلې نه ژوندي پاته شوي دي، اوس یې کورونه وران دي، د یخني په موسم کې سرپناه ته ضرورت لري، او خوراک و دوایانې هم باید ورته ورسیږي.

16.02.2023 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

16.02.2023 امریکا غږ

د افغانستان کرکټ لوبډلې اماراتو ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن پنجشنبه فبروري ۱۶ (سلواغې ۲۷) له متحده عربي اماراتو سره د درې شل اوریزو لوبو د لړۍ لومړنۍ لوبه د پنځه ویکټو په توپیر وګټله.

16.02.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

16.02.2023 امریکا غږ

د امریکا او طالبانو د اړیکو د ښه کېدو تمه نه کیږي - شنونکي

د طالبانو په ۱۸ میاشتنۍ واکمنۍ کې په ښکاره د امریکايي او طالب چارواکو ترمنځ  تماسونه او لېدنې ترسره شوي، خو شنونکي د دواړو خواوو تر منځ اړیکي خرابي بولي، او په راتلونکې کې هم د دغو اړیکو د ښه کېدو هیله نلري.

16.02.2023 امریکا غږ

چین او ایران په افغان طالبانو غږ کړی چې په ښځو قدغنونه دې لرې کړي

ای پي وايي دواړو ملکونو په خپل مشترکه بیان کې وویل دواړو طرفینو... په افغان حکمرانانو غږ وکړو چې ټول شموله حکومت دې جوړ کړي چې ټول قومونه او ټولې سیاسي ډلې پکې په حقیقي ډول برخه لري او د ښځو، د نسلي اقلیتونو او د نورو مذهبونو خلاف دې امتیازي اقدامات منسوخ کړي

16.02.2023 ډیوه

په پاکستان کې کاروباريان وايي د دوايانو قيمتونه ورځ تر بله سېوا کيږي

پېښور ــ په پاکستان کې کاروباريان وايي د دوايانو قيمتونه ورځ تر بله سېوا کيږي او د خلکو د دوايانو د اخستو مالي توان کم شوی دی. په پېښور کې دوکانداران وايي د ژوند بچ کولو دوايانې تر ټولو زياتې ګرانې شوې دي. رحمت خان د خپل مريض د پاره دوايي اخستو ته راغلی وايي، دی دهاړي مزدوري کوي او اکثر د ډاکټر له خوا ليکل شوي ټولې دوايانې نه شي اخیستی. رحمت خان وي او اې ډیوه ته وویل: "مونږ د ورځې په حساب شپږ سوه روپۍ مزدوري کوو۔ پيسې چې نه وي بيا په قرض پيسې را اخلو۔ په کلي کې ګرځو، د چا نه زر چا نه پینځه سوه روپۍ راواخلو، ځکه چې مجبوري مو ده"۔ د پېښور نمک منډۍ کې د دوايانو مارکيټ کې اکثر دوکانونو کې اخستونکي نه ليدل کيږي، کاروباريان وايي د ګرانۍ له وجې د اخستونکو کچه کمه شوې ده. يو دوکاندار فېض محمد وايي د خلکو د اخستو مالي توان کم شوی دی: "روزګار مو اتيا فيصده کم شوی دی۔ د خلکو مالي حالت ډېرخراب دی صرف هغه وخت د ضرورت دوايي اخلي چې تر اخري حده ورسيږي، خلکو د ځان عام علاج پرېښی دی ځکه چې مالي توان نه لري"۔ دوکانداران وايي د دوايانو قيمتونه د روزانه په حساب سره سېوا کيږي، د شوګر، بلډ پريشر، د تبې، د زړه د بيماريو او نورې ژوند بچ کوونکو دوايانو قيمتونه په تېرو څو مياشتو کې څو چنده سېوا شوي دي. د پېښور د دوايانو د دوکاندارانو د اتحاديې جنرل سيکرټري اسلم پروېز وايي پاکستان ته د دوايانو خام مال د بهر هېوادونو نه درامد کيږي، چې د روپۍ د قدر کمي سره يې قيمتونه سېوا کيږي: "د ژوند بچ کولو دوايانې لکه د بلډ پرېشر دوايي، شوګر دوايي او دغسې نورې داويانې هره هفته ګرانيږي. که يوه هفته د يو ډبي قيمت اته سوه روپۍ وي نو بله هفته هغه نهه نيم سوه او بيا زرو ته ورسيږي".  د پاکستان سټېټ بېنک او حکومتي چارواکو په دې وروستيو کې ويلي دوی به کاروباريانو ته اسانتياوې ورکوي او په بندر ګاه چې د اېل سيز د وجې کوم مالونه ولاړ دي د هغې د حل لار به راوباسي.

16.02.2023 ډیوه

څېړونکي وایي پاکستان ته د امریکې د پلاوي راتګ به د دواړو هېوادونو خرابې اړیکې بیرته ښې کړې

پېښور ـــــ د امريکا د بهرنيو چارو وزارت لوړپوړې ډله د پاکستان سفر کوي او د اعلي چارواکو سره به د دواړو هيوادونو ترمنځ په وروستيو کې اغېزمن شوو اړيکو د بيا بحالۍ تر څنګ په نورو مهمو چارو خبرې اترې کوي. څېړونکي وايي د عمران خان په تېر شوي حکومت کې د امريکې سره د پاکستان اړيکې د بد اعتمادۍ ښکار شوې وې خو پاکستان او امريکا يو بل ته ډېر ضرورتونه لري او اوس مهال د دواړو هيوادونو د اعلی چارواکو ترمنځ کېدونکی ملاقات به د پاکستان او امريکې د اړيکو په بيرته بحالۍ کې مهم کردار ولوبوي. د امريکې د خارجه محکمې قونصلر ډيريک شولي په مشرۍ لوړپوړی پلاوی به د اسلام اباد سفر کوي. په پېښور پوهنتون کې استاد پروفيسر دروېش اپريدی وايي پاکستان تل د خپلې سېوا ابادۍ، سيمه یيزو حالاتو او خراب معاشي حالت له کبله د غربي نړۍ نه ګټه پورته کړې ده خو بل لوري ته امريکا او پاکستان يو بل ته اړتيا لري نو ځکه د اړيکو بيرته بحالي به د دواړو په ګټه وي: "زه فکر دا کوم چې د پاکستان امريکي ته ضرورت او د امريکي پاکستان ته ضرورت دي هغه د يو بل د ضرورتونو د لاندي يو بل ته رانزدي کيږي او يوي نتیجې ته به د رسېدو کوشش کوي چې په مفاداتو کې تضاد راځي هغه کم کړي او همکارۍ ته خبره يوسي". مطبوعاتو د امريکي د خارجه وزارت په حواله ليکلي دي چې د روانې مياشتې د فرورۍ د 14 نه تر 18 نېټې پورې به دغه وفد د بنګله دېش او پاکستان په سفر وي او په دې مهال به د سرکاري چارواکو، د مدني ټولنې غړو او سوداګرو سره ویني. نن د امريکا د خارجه وزارت وياند نيډ پرايس مطبوعاتو ته ويلي چې پاکستان سره مرستو ته درناوی لري او وایي یو سوکاله او جهموري پاکستان د امريکا په ګټه دی. نوموړي ويلي پروپیګنډې، د دروغو او بې بنياده الزامات به په دوه اړخيزه اړيکو کې خنډ جوړ نه شي. ياده دې وي چې د پې ټي ایي مشر عمران خان تېر کال د خپل حکومت ختمېدو وروسته په امريکه تور پورې کړی وو چې د هغه حکومت لرې کولو په شا د امريکا لاس وو، خو د امريکې حکومت دغه تورونه وار په وار رد کړي دي. عمران خان هم څو ورځې وړاندې وي او اې سره په يوه مرکه کې له دغه دريځ نه بیرته په شا شوی دی. د پېښور پوهنتون د سياسياتو استاد پروفېسر محمد زبېر بيا وايي د پاکستان او امريکې اړيکې د تاريخ په اوږدو کې په دې لاندې باندې پاتې شوې دي او تېر پې ټي ایي په حکومت کې چې دوه اړخيزه تعلقاتو ته څومره زيان رسېدلی له دې دومره کله هم په تاريخي توګه نه دي ليدل شوي: "دا اوس يو ښه موقع ده چې پاکستان پخپله بهرنۍ پالیسي نظرثاني وکړي چې تعلقات دي زمونږ د نورو ملکو او خاص کر د امريکې سره څومره په ښه کېدو باندې څومره کار کېدلی شي هغه وکړي". ډاکټر محمد زبېر هيله من دی چې راتلونکي وفد به د سيکیورټي په برخه کې خبرې اترې کوي ځکه چې په تاريخي توګه د امريکې او پاکستان د سيکیورټي او معيشت په اړه ژورې اړيکې پاتې شوې دي. بل لور ته ډاکټر دروېش اپريدی زياتوي د امريکا او د غربي نړۍ نه بغير پاکستان ته وړاندې تګ به ډېر ګران وي: "زه فکر کوم په راتلونکي کې هم د غرب نه بغير د پاکستان ګزاره نه کيږي، د چين د کيمپ سره د ده تلل په ګټه باندې به نه وي پاکستان به دا کوشش کوي چې نان الاينډ [بې طرفه] پاتې شي". څېړونکي وايي په تېرو څلور کالو کې دوو مهمو نکتو د پاکستان او امريکې تر منځ اړيکو ته ډېر نقصان رسولی دی، چې يو د پخواني وزيراعظم عمران خان له خوا د خپل حکومت ختمولو په امريکي بې بنياده الزام پورې کول او بل په افغانستان کې د اشرف غني په مشري د جمهوري حکومت ختمېدو وروسته د طالبانو د واکمنۍ تود هرکلی کول دي.

16.02.2023 ډیوه

د اشنا د پنجشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

16.02.2023 امریکا غږ

ترکیه کې له ۲۴۸ ساعتونو وروسته یوه نجلۍ له کنډوالو څخه ژوندۍ واېستل شوه

په ترکیه کې مقامات وايي ژغورونکو د خونړۍ زلزلې څخه ۲۴۸ ساعتونه وروسته یوه ۱۷ کلنه نجلۍ له کنډوالو څخه ژوندۍ را وایستله.

16.02.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more