ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


عایشه وهاب؛ لومړۍ افغانه-امریکایۍ چې د کالیفورنیا د سنا غړې ټاکل شوې

عایشه وهاب لومړۍ افغانه امریکایۍ ده چې د متحدو ایالتونو د کالیفورنیا ایالت سنا ته بریالۍ شوې ده. هغې د جمعې په ورځ د جنورۍ په ۱۳ (مرغومې۲۳) لوړه وکړه او خپله دنده یې پيل کړه.

15.01.2023 امریکا غږ

د اشنا د یکشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

15.01.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

15.01.2023 امریکا غږ

جاوید بشارت خپل برازیلي سیال ته ماتې ورکړه 

د ازادو سیالیو مشهور مبارز جاوید بشارت د (UFC) د سیالیو په پایلوبې کې خپل غښتلي برازیلي‌ سیال ته ماتې ورکړه.

15.01.2023 امریکا غږ

کالیفورنیا کې د طوفان نوې څپه؛ بایډن لوی ناورین اعلان کړی 

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن په کالیفورنیا ایالت کې د وروستیو سختو طوفانونو په وجه پداسې حال کې ستر ناورین اعلان کړ، چې دغه دمخه په اوبو کې ډوب شوي ایالت ته یو بل سخت طوفان مخه کړې چې د وړاندوینو له مخې ښایي په ځنو سیمو کې تر دوو مترو پورې واورې واوري.

15.01.2023 امریکا غږ

د عمران خان په غوښتنه د پنجاب ایالتي اسمبلي ړنګه شوه 

د پاکستان د پنجاب ایالتي اسمبلي د دغه هېواد د مخکني صدر اعظم عمران په غوښتنې د شنبې په ورځ جنوري ۱۴ (مرغومې۲۴) ناوخته ړنګه شوه، دوی له وخت څخه مخکې ټاکنې غواړي.  د پنجاب والي بلیغ الرحمن د یو سند په لاسلیک کولو سره د عمران خان د ایتلافي وزیر اعلی چوهدري پرویز الهي په ځای د پنجاب لپاره د بل سرپرست وزیر اعلی د ټاکلو لارښوونه کړې ده.  مخکني ایالتي‌ وزیر الهي د اونۍ په پیل کې حکومت ته مشوره ورکړې وه چې اسمبلي ړنګه کړي، د عمران خان ګوند تحریک انصاف په دغه ایالت کې ټاکنې غواړي. تمه کېږي چې د عمران خان ګوند به په خیبرپښتونخوا کې هم ایالتي‌ اسمبلي‌ ړنګه کړي.   د اسمبلۍ له ړنګېدو وروسته اوس د پنجاب ایالت لپاره باید نوې ټاکنې په راتلونکو ۹۰ ورځو کې وشي، پنجاب د پاکستان د ۲۲۰ میلیون نفوس لرونکي هېواد په چارو کې مهم او حیاتي رول لوبوي.   په پاکستان کې معمولآ ایالتي‌ ټاکنې باید له عمومي ټاکنو سره یو ځای وشي، ټاکل شوې چې عمومي ټاکنې د ۲۰۲۳ د اکتوبر په میاشت کې وشي. د عمران خان د ګوند دا ډول اقدمات صدراعظم شریف ته،‌ چې حکومت یې له اقتصادي او مالي پلوه کړېږي، یو بل سرخوږی دی.  د عمران خان د ګوند ویاند فواد چوهدري د فرانسې خبري اژانس ته ویلي‌ وو چې دا اقدامات په حکومت باندې «د فشار د یو لوی تکتیک» په توګه پلان شوي‌ دي.  عمران خان تېرکال له هغه وروسته سلب صلاحیت شو چې د پاکستان اقتصاد مخ نور هم مخ په ځوړ شو او د پاکستان له پوځ سره د عمران خان روابط خراب شول. د فرانسې خبري اژانس وايي چې پوځ د پاکستان ډېرې چارې مخې ته وړي.  عمران خان له واک څخه په خپل لېرې کېدو کې امریکا او د پاکستان سیاسي‌ ګوندونه تورن کړل خو امریکا او سیاستوالو یې دا تورونه رد کړل. عمران خان له هماغې راهېسې په پاکستان کې د حکومت په ضد او د ټاکنو لپاره لاریونونه کوي او هلته سیاسي ثبات ګډ وډ شوی دی.  د نومبر په میاشت کې په یوې غونډې کې په عمران خان باندې ډزې وشوې او ژوبل شو، هغه صدراعظم شریف او د پوځ لوړ پوړي‌ جنرالان تورن کړل چې په دې برید کې لاس لري،‌ خو د خپلې ادعا د ثبوت لپاره یې کره شواهد وړاندې نکړل.  د شهباز شریف حکومت د اقتصادي‌ ستونزو له کبله له وخت څخه د مخکې ټاکنو مخالفت کوي. د پنجاب ایالت اسمبلي ‌داسې مهال ړنکه کېږي چې دا هېواد له نړیوالې ټولنې څخه د سیلاب ځپلو کورنیو سره د مرستې لپاره میلیاردونه ډالر غوښتي‌ دي او نړیوالې ټولنې هم ورسره په ژینوا کې د میلیاردونو ډالرو ژمنه وکړې. 

15.01.2023 امریکا غږ

نیپال کې الوتکه غورځېدلې او لږ تر لږه ۶۷ کسان مړه شوي

په نیپال کې چارواکي وایي لږترلږه ۶۷ کسان هغه مهال مړه شول چې یوې نیپالۍ الوتکې چې ۷۲ کسان پکې سپاره وو، د یکشنبې په ورځ جنوري ۱۵ (مرغومي ۲۵) د پوخارا تفریحي ښار په یو نوي جوړ شوي هوایي ډګر کې د کښته کېدو په وخت کې په یوې درې کې سقوط وکړ.  

15.01.2023 امریکا غږ

نیپال کې دمسافرو الوتکه غورځېدلې، 72کسان پکې سواره وؤ،40 مړي راویستل شوي

دنیپال په پکهارا ښار کې یوه مسافر وړونکې الوتکه د راغورځېدو له امله تباه شوې ده چې ددغه هیواد دهوابارۍ محکمې دچارواکو له مخې تراوسه ترې د40 کسانو مړي راویستل شوي دي. دنیپال دیټي هوایي شرکت دا الوتکه د کهټمنډو نه پکهارا ته روانه وه چې دعملې په ګډون پکې 72 کسان سواره وؤ. په سمدستي توګه دالوتکې دغورځېدو علت نه دی روښانه شوی ، دپېښې سره سم په سلګونو مرستندویه فعالین دپېښې ځائ ته رسیدلي اؤ دمړو په راویستلو یې کار پیل کړی دی. دالوتکې د راغورځېدو ویډیو ګانې په سوشل میډیا هم خپرې کړل شوي چې پکې دغه الوتکه د راغورځېدو په مهال لیدل کیږي اؤ دپېښې له ځایه لوګي پورته کیږي. د خبري شبکې رایټرز له مخې دنیپال دهوا بازۍ د ادارې ویاند جاګاناتهـ ویلي موسم صفا دی اؤ په سیمه کې دمرستې فعالیتونه دوامداره دي. دیټي هوایي شرکت ویاند سدارشن بارتواله له مخې د ای ټي ار 72 دې الوتکې دوه انجنونه درلودل اؤ 72 کسان پکې سواره وؤ چې دې کې دعملې څلور غړي،دوه ماشومان اؤ 10 غیرملکیان هم شامل دي. هغه ویلي چې دا الوتکه دپکهارا دپخوانۍ اؤ نوې هوایي ادې ترمنځ راغورځېدلې ده. دنیپال وزیراعظم پشپا کمال دالوتکې په تباه کیدو دغم اؤ خفګان څرګندونه کړې اؤ دامنیتي شبکو او ولس نه یې غوښتنه کړې ده چې باید دمرستې فعالیتونو کې پراخه برخه واخلي. یټي هوایي شرکت شپږ ای ټي ار 72-500 الوتکې لري اؤ مخې ته د راغلو معلوماتو له مخې دا تباه شوې الوتکه پینځلس کاله زړه وه. (دې رپورټ کې ځینې معلومات درویټرز خبري شبکې نه اخستل شوي دي)

15.01.2023 ډیوه

دمیرانشاه د ړنګو دوکانونو مالکانو دمعاوضو نه ترلاسه کېدو پرضد داحتجاجي پرلت ګواښ کړی

دشمالي وزیرستان مرکز میرانشاه کې د ضرب عضب عملیاتو پرمهال د ویجاړ شوو دکانونو مالکان وايي چې حکومت ورته دژمنو باوجود اعلان کړی مرستې په بشپړه ډول نه دي ورکړي. دغه دوکانداران وایي که مرستې نورې ځنډول کیږي پرضد یې پرلت پېل کوي خو حکومتي چارواکي وایي د عملیاتو پرمهال د 6969 دوکاندارانو تاوان منل شوی او نزدې 2500 دوکاندارانو ته مرستې ورکړل شوې او د مرستو ورکولو دا لړی روانه ده . خبري غونډې ته دمیرانشاه سیمې ځپل شوؤ دکانداران ویلي حکومت باېد د معاوضو خبرې ته نور ځنډ ورنه کړي په او سمدستي توګه دې ټولو دوکاندارانو ته د ړنګو دوکانونو معاوضې ورکړي. د دوکاندرانو د اتحادیې یو مشر میر سعادت ویلي چارواکي د هیلو او بهانو نه کار نه اخلي او په فوري توګه دې دوکاندارانو ته مرستې ورکړل شي.  د خېبر پښتونخوا د قدرتي افتونو د انتظام اداره پي ډي ایم وایي د صوبې حکومت ځپلو شوو دوکاندارنو ته د معاوضو  پیسې ځايي انتظامي ته سپارلي دي او د جاج اخستو وروسته به دوکاندارانو د مرستو چیکونه ورکړل کیږي. د دوکاندارانو یو بل مشر ملک انور حسین ویلي حکومت ورسره د ړنګو شوؤ دوکانونو د معاوضو ورکولو وعده وروسته له هغې کړې چې عدالت هم د دوی دا تاوانونه منلي دي او ویلی وو چې د کومو  کاندرانو تاوانونه شوي دي هغوي ټولو ته به یو وخت دا مرستې ورکړل کیږي  خو تردې مهاله تر نیمایي کمو دوکاندارانو ته دا مرستې ورکړل شوي دي. هغه زیاته کړه که تر شلمې جنورۍ دوی ته دا مرستې ورنه کړل شوې بیا احتجاجي پرلت پېل کوي. په شمالی وزیرستان کې د پاکستان پوځ په کال 2014م کې د وسله والو پرضد عملیات کړي خو ځایي خلک وایي د عملیاتو پرمهال د عام ولس کورونه،بازارونه او مارکیټونه وران کړل شوي دي.  په کال 2020 کې د سختو احتجاجو وروسته د صوبې اوسني حکومت د دوی دا تاوان منلی ؤ او هغه وخت د صوبې د پاکستان تحریک انصاف حکومت ویاند اجمل وزیر ویلي وو صوبایي حکومت دا پیسې منظورې کړي دي. هغه ویلي وؤ د کومو دوکاندرانو چې د یو نه تر لسو لکو روپو پورې تاوان شوی دی هغوي ته به ٣،٣ لکه ، د چا چې د ١١ نه تر٣٠ لکو پورې تاوانونه شوي دي هغوي ته به د ٧ نه تر ٨ لکو پورې معاوضه او د کومو کاروباریانو چې د 30 لکو نه زیات تاوانونه شوي وي هغوي ته به 14 ,14 لکه روپۍ معاوضې ورکول کیږی. خبري غونډې ته د دوکاندارانو یو بل مشر ملک احسان ویلي د ضرب عضب عملیاتو پرمهال دوکانداران په کروړونو روپۍ تاوان سره مخ شوي دي. هغه وویل دا سامانونه دوی په پور راوړي اوس مهال ترې د نورو سیمو کاروباریان هغه د پور پیسې غواړي او دعلته د دوی کاروبار په تپه ولاړ دی.  وي او ای ډیوه په دې اړه د انتظامیه مشر سره د رابطې هڅه کړې خو ځواب یې تر لاسه نه کړو . په سیمه کې د مرستو د ویشلو په دنده بوخت یو چارواکي ډیوه وویل د عملیاتو پرمهال د میرانشاه بازار د 6969 دوکاندارانو تاوان منل شوی او نزدې 2500 دوکاندارانو ته دمرستو چیکونه ورکړل شوي او د مرستو ورکولو دا لړی روانه ده خو دا د تصدیق تر عمل تیریږي او چې کوم چیکونو تصدیق کیږي هغه په فوري توګه ځپل شوؤ دوکاندارانو ته حواله کیږي

15.01.2023 ډیوه

دپښتونخوا حکومت قبایلي ضلعو کې دفنډونو مصرفولو لپاره دمرکز لخوا جوړه کمیټي غیراییني بللې ده

د خېبر پښتونخوا حکومت د وفاقي حکومت لخوا د قبايلي ضلعو د فنډونو خرچ کولو د پاره جوړه کميټي رد کړې ده او ويلي یې دي ددې کمبټې جوړول  د ۲۵م ایيني بدلون سرغړونه ده۔ د وفاقي حکومت غړي وايي صوبایي واکمنانو د قبايلي ضلعو فنډونه په نورو ضلعو کې خرچ کړي دي۔  د خېبر پښتونخوا وزيراعلا محمود خان په يو بيان کې ويلي د ۲۵م ايني بدلون د سیوري لاندې په قبايلي ضلعو کې ترقياتي کارونه کول د صوبايي حکومت ذمه واري ده خو وفاقي حکومت دوي ته فنډونه نه ورکوي۔ نوموړي ويلي د وفاقي حکومت لخوا چې دقبايلي ضلعو د فنډونو خرچ کولو د پاره کومه کميټي جوړه شوې ده دا غېر ائيني ده اؤ دوي به یې پرضد عالت ته ځي. د وفاقي حکومت لخو په دې وروستیو کې دیوې کميټۍ جوړولو اعلامیه خپره شوې ده چې دا کمیټي به په قبایلي ضلعو کې دپرمختیایي کارونو لپاره د ایي ایي پي اتيا فيصده  پنګې مصرفوي. په کميټۍ کې د خېبر پښتونخوا ګورنر، دوه د صوبايي اسمبلۍ غړي، دوه د قامي اسمبلۍ غړي او ځینې  سيکټريان شامل دي خو د کمېټې د غړو نومونه په اعلامیه کې نه دي ورکړل شوي۔  دمرکزي حکومت پلوي دشمالي وزيرستان نه دقامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ ډيوه ته وويل په کميټۍ کې په ځینو نومونو اعتراض لري، خو هغه وایي صوبايي حکومت د قبايلي ضلعو فنډونه د صوبې په نورو برخو کې مصرفوی.  نوموړي وويل د قبايلي ضلعو د فنډونو د مختص کولو او خرچ کولو د پاره مستقل حل لاره راويستل پکار ده۔  د مومند قبایلي ضلعې نه د عوامي نېشنل ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړي نثار مومند ډيوه ته وويل د وفاقي حکومت دا ګام د ۲۵ ایيني بدلون سرغړونه ده۔ نوموړي وويل دوي مني چې صوبايي حکومت د ضم شوو ضلعو پېسې په نورو ضلعو کې خرچ کوي خو ددی مخنيوي په ایيني توګه باندې پکار دی. د خېبر پښتونخوا حکومت وياند بیريسټر سېف ډيوه سره خبرو کې دقبایلي ضلعو د فنډونو په نورو ضلعو کې د مصرفولو تورونه رد کړي دي. هغه وایي وفاقي حکومت صوبې د ضم شوؤ قبایلي ضلعو فنډونه نه دي ورکړي نو دوي بيا څنګه کولی شي چې هغه نورو ضلعو کې خرچ کړي۔ نوموړي وويل دوي د وفاقي حکومت خلاف عدالت ته په تللو باندې غور کوي۔  د ۲۵م  ایيني بدلون لاندې د لسو کالو پورې به د قبايلي ضلعو ترقياتي او اخراجاتي  فنډونه وفاقي حکومت ورکوي۔ د روان مالي کال د پاره يو سل لس بيلنه روپۍ د وفاق له لوري صوبې ته ورکول دي چې  په دې پیسو کې نزدې نيمايي د ترقياتي کارونو د پاره دي خو صوبايي حکومت وايي چې دغه فنډونه نه دي ورکړل شوي او وفاقي حکومت د کميټۍ د لارې دغه فنډونه مصرفول غواړي

15.01.2023 ډیوه

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې مرسل نبي زاده کابل کې وژل شوې

د طالبانو امنيتي مسٶلين په کابل کې د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې مرسل نبي زاده او يوه ساتونکي د وژل کېدو خبر ورکړ٠

15.01.2023 امریکا غږ

د مخکېنۍ ولسي جرګې یوه غړې "مرسل نبي زاده" کابل کې وژل شوې

د افغانستان د مخکني جمهوري دولت ولسي جرګه کې د کابل د خلکو یوه استازې 'مرسل نبي زاده' نن یکشنبه (د جنورۍ ۱۵مه) کابل کې وژل شوې ده.‌ رپوټونو کې ویل شوي چې ناپېژانده وسله وال د کابل احمدشاه بابا مېنه کې د اغلې نبي زاده کور ته ورغلي او ډزې یې کړې دي.‌ په دې پېښه کې د هغې یو ساتونکی هم وژل شوی او ورور یې ټپي دی. اغلې نبي زاده د ولسي جرګې اوولسمه دوره کې د کابل خلکو استازې او د دې جرګې د دفاعي کمېسیون منشۍ وه.

15.01.2023 BBC

يوناما د نغدي مرستو په اړه د افغانستان بانک اعلاميه ګمراه کوونکې وبلله

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ يا (يوناما) د طالبانو تر رهبرۍ لاندې د افغانستان بانک اعلاميې ته غبرګون ښودلى او د نړيوالې ټولنې د نغدي بشرې مرستو د بهير په اړه يې د هر ډول غير مسٶل بنسټ څرګدونې "ګمراه  کوونکي" بللي٠

15.01.2023 امریکا غږ

پمپيو: غني د سولې د خبرو مخالف و؛ صالح: غني واقعي سوله غوښتله

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو پخوانى وزير مايک پمپيو وايي، اشرف غني چې ځان يې د افغانستان منتخب ولسمشر باله، ټاکنې يې له خپل مهم سيال څخه په هوثره توګه غلا کړي وې او د سولې خبرو مخالف و٠

15.01.2023 امریکا غږ

پاکستان کې د 110 نه د زیاتو ژوند ژغورونکو درملو نرخونو کې د اضافې سپارښتنه شوې

په پاکستان کې درملو دڅار ادارې (ډریپ) په داسې حال کې د110 نه د زیاتو دوایانو نرخونو کې داضافې سپارښتنه کړې ده چې عام ولس وایي د زیاتې ګرانۍ له امله اوس د دوي لپاره ژوند ژغورونکي درمل اخستل ګران شوي دي. دپاکستان د روغتیا وزارت وایي هیواد کې دکینسر،نفسیاتي ناروغیو،دبدني غړو دپیوست کولو په ګډون دځان ژغورونکو درملو کمی دی اؤ په نرخونو کې داضافې نه کیدو له امله کمپنیو درمل جوړول پرېښودي دي. دپاکستان جیو ټيلي ويژن دصحت د وزارت له قوله پخپل رپورټ کې ویلي چې د درملو دڅار ادرې د درملو نرخونو کې داضافې دا سپارښتنه کړې داسلام اباد هایکورټ له امر وروسته کړې ده. دصحت دچارواکو په وینا ډریپ ته د400 نه د زیاتو درملو دنرخونو سیوا کولو درخواستونه شوي دي اؤ دا په داسې حال کې ده چې هیواد د انستهیزیا یا دنشې ترڅنګ دنورو ناروغیو د درملو کمي سره مخ دی. چارواکي وایي که چرې د درملو نرخونه ونه خیژول شي نو ویره ده چې درمل جوړونکې کمپنۍ به دا درمل جوړول اؤ بهر نه راغوښتل بند کړي. پېښور سره تعلق لرونکی د صحت په چارو پوهه خبریال ښاغلی خالد خان وایي په پاکستان کې دصحت اسانۍ ترلاسه کول اوس ورځ تر ورځه د بې وزله اولس د لاسه اوځي اؤ د دوایانو نرخونو کې موجوده اضافې د کمو معاشونو اخستونکي یا غریبانان نور هم د اندېښنو سره مخ کړي دي. وائس اف امریکه ډيوه سره خبرو کې ښاغلي خالد خان وویل هرڅو که دصحت څانګه هر کال د روغتونونو دپاره د ویریا داروګانو په مد کې په اربونو روپۍ بیلوي خو اوس هم د خیبر پښتونخوا په لسګونو هسپتالونه یا روغتونونه داسې دي چې هلته ناروغانو ته هیڅ ویړیا دوایانې نه ترلاسه کیږي. هغه وویل “دوه کاله وړاندې چې به کوم ډاکټر مریض نه د معائنې 500 روپۍ فیس اخستلو،نن هغوئ خپل فیسونه 1500 یا 2000 ته رسولي دي، د اپریشن تهیټرو نرخونه هم داسمان سره خبرې کوي،اؤ زیاتره غیرمعیاري داروګان هم ډاکټران د کمیشن په بنیاد مریض ته تجویز کوي” ښاغلي خالد خان وویل که د دوایانو نرخونو کې نوره اضافه وکړل شي نو دې سره به د وړاندې نه پرېشانه غریب ولس نور هم پرېشانه کیږي، خبریال خالد خان وایي د روغتیا اؤ تعلیم څانګې چې په پاکستان کې دځانګړې پاملرنې وړ دي له بده مرغه حکومت هم دغو دوؤ څانګو کې په غریب اولس ورځ تر بلې درانه بارونه ور اړوي حالانکې پکار وه چې حکومت په دغو څانګو کې اولس ته ځانګړې اسانۍ ورکړې و

15.01.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more