ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د مخکېنۍ ولسي جرګې یوه غړې "مرسل نبي زاده" کابل کې وژل شوې

د افغانستان د مخکني جمهوري دولت ولسي جرګه کې د کابل د خلکو یوه استازې 'مرسل نبي زاده' نن یکشنبه (د جنورۍ ۱۵مه) کابل کې وژل شوې ده.‌ رپوټونو کې ویل شوي چې ناپېژانده وسله وال د کابل احمدشاه بابا مېنه کې د اغلې نبي زاده کور ته ورغلي او ډزې یې کړې دي.‌ په دې پېښه کې د هغې یو ساتونکی هم وژل شوی او ورور یې ټپي دی. اغلې نبي زاده د ولسي جرګې اوولسمه دوره کې د کابل خلکو استازې او د دې جرګې د دفاعي کمېسیون منشۍ وه.

15.01.2023 BBC

يوناما د نغدي مرستو په اړه د افغانستان بانک اعلاميه ګمراه کوونکې وبلله

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ يا (يوناما) د طالبانو تر رهبرۍ لاندې د افغانستان بانک اعلاميې ته غبرګون ښودلى او د نړيوالې ټولنې د نغدي بشرې مرستو د بهير په اړه يې د هر ډول غير مسٶل بنسټ څرګدونې "ګمراه  کوونکي" بللي٠

15.01.2023 امریکا غږ

پمپيو: غني د سولې د خبرو مخالف و؛ صالح: غني واقعي سوله غوښتله

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو پخوانى وزير مايک پمپيو وايي، اشرف غني چې ځان يې د افغانستان منتخب ولسمشر باله، ټاکنې يې له خپل مهم سيال څخه په هوثره توګه غلا کړي وې او د سولې خبرو مخالف و٠

15.01.2023 امریکا غږ

پاکستان کې د 110 نه د زیاتو ژوند ژغورونکو درملو نرخونو کې د اضافې سپارښتنه شوې

په پاکستان کې درملو دڅار ادارې (ډریپ) په داسې حال کې د110 نه د زیاتو دوایانو نرخونو کې داضافې سپارښتنه کړې ده چې عام ولس وایي د زیاتې ګرانۍ له امله اوس د دوي لپاره ژوند ژغورونکي درمل اخستل ګران شوي دي. دپاکستان د روغتیا وزارت وایي هیواد کې دکینسر،نفسیاتي ناروغیو،دبدني غړو دپیوست کولو په ګډون دځان ژغورونکو درملو کمی دی اؤ په نرخونو کې داضافې نه کیدو له امله کمپنیو درمل جوړول پرېښودي دي. دپاکستان جیو ټيلي ويژن دصحت د وزارت له قوله پخپل رپورټ کې ویلي چې د درملو دڅار ادرې د درملو نرخونو کې داضافې دا سپارښتنه کړې داسلام اباد هایکورټ له امر وروسته کړې ده. دصحت دچارواکو په وینا ډریپ ته د400 نه د زیاتو درملو دنرخونو سیوا کولو درخواستونه شوي دي اؤ دا په داسې حال کې ده چې هیواد د انستهیزیا یا دنشې ترڅنګ دنورو ناروغیو د درملو کمي سره مخ دی. چارواکي وایي که چرې د درملو نرخونه ونه خیژول شي نو ویره ده چې درمل جوړونکې کمپنۍ به دا درمل جوړول اؤ بهر نه راغوښتل بند کړي. پېښور سره تعلق لرونکی د صحت په چارو پوهه خبریال ښاغلی خالد خان وایي په پاکستان کې دصحت اسانۍ ترلاسه کول اوس ورځ تر ورځه د بې وزله اولس د لاسه اوځي اؤ د دوایانو نرخونو کې موجوده اضافې د کمو معاشونو اخستونکي یا غریبانان نور هم د اندېښنو سره مخ کړي دي. وائس اف امریکه ډيوه سره خبرو کې ښاغلي خالد خان وویل هرڅو که دصحت څانګه هر کال د روغتونونو دپاره د ویریا داروګانو په مد کې په اربونو روپۍ بیلوي خو اوس هم د خیبر پښتونخوا په لسګونو هسپتالونه یا روغتونونه داسې دي چې هلته ناروغانو ته هیڅ ویړیا دوایانې نه ترلاسه کیږي. هغه وویل “دوه کاله وړاندې چې به کوم ډاکټر مریض نه د معائنې 500 روپۍ فیس اخستلو،نن هغوئ خپل فیسونه 1500 یا 2000 ته رسولي دي، د اپریشن تهیټرو نرخونه هم داسمان سره خبرې کوي،اؤ زیاتره غیرمعیاري داروګان هم ډاکټران د کمیشن په بنیاد مریض ته تجویز کوي” ښاغلي خالد خان وویل که د دوایانو نرخونو کې نوره اضافه وکړل شي نو دې سره به د وړاندې نه پرېشانه غریب ولس نور هم پرېشانه کیږي، خبریال خالد خان وایي د روغتیا اؤ تعلیم څانګې چې په پاکستان کې دځانګړې پاملرنې وړ دي له بده مرغه حکومت هم دغو دوؤ څانګو کې په غریب اولس ورځ تر بلې درانه بارونه ور اړوي حالانکې پکار وه چې حکومت په دغو څانګو کې اولس ته ځانګړې اسانۍ ورکړې و

15.01.2023 ډیوه

وزیراعظم شهباز شریف د علي وزیر د بند په اړه پوښتنې ته ځواب کې خبره په بله اړولې ده

دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف دپښتون ژغورنې غورځنګ دمخکښ مشر اؤ دپاکستان دقامي اسمبلۍ دغړي علي وزیر دبند په اړه له هغه نه شوې پوښتنې ته دځواب ویلو نه ځان رانغښتلی دی اؤ نه یې دي ویلي چې دهغه حکومت دعلي وزیر دبند نه دخلاصولو لپاره تر اوسه څه کړي دي؟ شهباز شریف دخپل مطبوعاتي کانفرنس په مهال دیو خبریال له لوري دعلي وزیر دبند په اړه دهغه نه شوې پوښتنې ته دځواب ویلو په وخت دعلي وزیر دنوم اخستلو نه هم ډډه کړې ده خو یوازې دومره یې ویلي دي چې" زمونږ کوشش په دې اړه روان دی" دعوامي نیشنل ګوند دخیبر پښتونخوا صوبې عمومي سکتر سردار حسین بابک د وزیراعظم شهباز شریف دغه رویې ته خپل غبرګون کې وایي "دا عمل پښتنو سره د ریاست رویه په ډاګه کوي" دپاکستان د وزیراعظم شهباز شریف نه اوړمه ورځ دیو مطبوعاتي کانفرنس‌ په مهال یو خبریال پوښتنه کړې وه چې علي وزیر د وزیراعظم په ټاکنه کې خپله رایې هغه(شهباز شریف) ته ورکړې وه خو نن چې علي وزیر په بند کې پروت دی، دده حکومت دهغه دخلاصون لپاره څه وکړل؟ په ټولنیزو رسنیو خپرو شوؤ ویډيوګانو کې لیدل کیږي چې وزیراعظم شهبار شریف دغه پوښتنې ته نیغ په نیغه دځواب ویلو په ځائ خبره په بله اړوي اؤ وایي دهغه حکومت دسیلاب ځپلو دبحالۍ لپاره په ځان شپه اؤ ورځ یوه کړې ده. دپاکستان دقامي اسمبلۍ غړی اؤ دپښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر علي وزیر دتېرو څه دپاسه دوؤ کالو راهسې دکراچۍ په زندان کې بندیوان دی. هغه د 2020م کال د دسمبر پر 16مه په پېښور کې نیول شوی و او بیا له هغه ځایه کراچۍ ته لېږل شوی و. په علي وزیر تور دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسو کې یې "د ریاستي ادارو خلاف" خبرې کړې دي او "خلک یې "د پاکستان په ضد" پارولي دي، خو د هغه وکیل دا تورونه رد کړي دي. د وزیراعظم لخوا دعلي وزیر په معامله دخبرو نه د ډډې کولو عمل ته خپل غبرګون کې دعوامي نیشنل ګوند دخیبر پښتونخوا صوبې عمومي سکتر سردار حسین بابک وي او ای ډيوه ته وایي "دا دپښتنو سره د رویې دلته یو ښکاره مثال دی" هغه وایي علي وزیر دپاکستان دمرکزي پارلیمان غړی دی، له کوره یې اتلس جنازې وتلي خو دا چې هغه په زندان کې پروت دی اؤ په نیونه یې دپاکستان پارلیمان،میډیا،عدلیه اؤ ټول اړونده اړخونه غلي دي نو دا په اصل کې په دې ریاست کې دننه دپښتنو سره یوه رویه په ګوته کوي. هغه وایي "دا رویه چې په هرشکل ده خو دا رویه مونږ سره روانه ده ،دا ډير لویې ظلم دی، دا ډيره لویه ناانصافي ده اؤ نه ده پکار چې باید داسې وشي" سردار حسین بابک وایي که دعلي وزیر په حواله څه داسې خبره وي چې هغه پرې له بنده نه شي راخوشې کیدای نو پکار ده چې هغه ته دعدالت اؤ میډیا موقعه ورکړل یا په اییني توګه پارلیمان ته راوستل شي چې هغه خپله خبره وکړي. هغه وایي دا چې علي وزیر په ناحقه توګه په بند کې ساتل کیږي دا یوازې علي وزیر سره نه بلکې دټولو پښتنو سره ظلم دی اؤ دا ظلم روان دی "دا که ددهشت ګردۍ په شکل کې دی ،که په نړیوال تجارت دبندیز په شکل کې دی اؤ که دپاکستان دننه پښتنو ته داییني حقونو نه ورکول کیدو په شکل کې دی" وي او ای ډیوه هڅه وکړه چې د وزیراعظم شهباز شریف لخوا دعلي وزیر په معامله دخبرو نه د ځان رانغښتلو په اړه دپښتون ژغورنې غورځنګ دمشر منظور پښتین نظر هم واخلي خو هغه په دې اړوند په واټسف د ډیوه لیږل شوې پوښتنې ته هیڅ ځواب ونه ویلو. په علي وزیر تراوسه پورې شپږ مقدمې شوي، په يوه مقدمه کې په کراچۍ کې بري شوی، په څلورو مقدمو کې ورته د کراچۍ او د بنو یو عدالت ضمانتونه ورکړي، اوس پرې دوه مقدمې په خېبرپښتونخوا کې روانې دي، يو د ډېره اسماعيل خان او یوه په چارسده کې ده.

15.01.2023 ډیوه

روس په اوکراین د میزایلو یو ستر برید کې مهمو تاسیساتو ته زیانونه اړولي دي

روس د شنبې- خالي په ورځ د اوکراین پر ښارونو یو بل لوی دتوغندیز برید وکړ. اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي دشپې ناوخته پخپله یوه ویډیوي وینا کې وویل"کیف، اوډیسا، کریوی ریه، دنیپرو، وینیتسیا، لیډیزین، برشتین، لیویف سیمه، خمیلنیتسکي او نور ښارونه د ترهګرو هدف و. " د نیپرو په سویل ختیځ ښار کې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي او د ماشومانو په ګډون 64 نور ټپیان شوي دي. د سیمې ګورنر ویلینټین رزنیچینکو وویل، د روس دتوغندیو یا میزایلو برید هلته د یوه نهه پوړیزه اپارتمان ودانۍ یوه برخه ویجاړه کړې ده. په Lviv، Ivano-Frankivsk او Odesa سیمو او همدارنګه په خارکیف او کیف کې زیربناو یا انفراسټرکچر ته هم زیانونه اوښتي دي. په اوکراین کې ښارونه اؤ مهمې زیربناوې په نخښه کول دخپل ګاوندي هیواد پرضد د ورسې یوه مستقله حربه پاتې شوې ده اؤ دجینیوا دکنونیشنونو له مخې مهمې ولسي زیربناوې یا انفراسټرکچر په نخښه کول جنګي جرم دی. زیلینسکي ویلي اندېښنه ده چې په ډنیپرو کې د مړو شمیره لوړه شي. "د کثافاتو یا ملبې پاکول لاهم دوام لري او ټوله شپه به دوام وکړي. تر اوسه معلومه نه ده چې څومره کسان تر خاورو لاندې دي. له بده مرغه، د مړو شمیره په هر ساعت کې لوړیږي " سیمه ییزو چارواکو راپور ورکړی چې د اوکراین هوايي ځواک د روس توغندي په مایکولایف، اوډیسا، کیف، خمیلنیتسکي، وینیتسیا او ایوانو فرانکیوسک کې له منځه وړي دي. د اوکراین لوړپوړي پوځي مشر ویلي چې د دوی ځواکونو د روس له خوا توغول شوي 33 کروز توغندیو کې 21 یې ویشتلي دي. د اوکراین دوهم لوی ښار. په لويديځ لويف اوبلاست کې والي ماکسيم کوزيتسکي وويل ښايي د توغنديو د زيان له امله د برېښنا او اوبو رسولو په برخه کې خنډ رامنځته شي. د والي سویتلانا اونیشوک په وینا، د انرژی یو بل مرکز په لویدیځ ایوانو-فرانکیوسک اوبلاست کې وویشتل شو. اونیشوک وویل، له برید وروسته په سیمه کې اور ولګېد او زیاته یې کړه چې مرګ ژوبله نه ده اوښتې. تر دې مخکې، د اوډیسا چارواکو ویلي چې توغندي د "هوا او سمندر څخه" توغول شوي، په داسې حال کې چې د سویلي عملیاتي قوماندې راپور ورکړی چې بحیره اسود کې دټولو36 کلیبر کروز توغندیو ترڅنګ دپینځوؤ روسي میزایل وړونکو جهارونو نه خبر شوي دي. د برید په جریان کې، د زیلینسکي د دفتر مشر اندري یرماک وویل، "موږ به ځوابي جګړه وکړو" دا مهال د اوکراین په دونباس کې، د سولیدار په شاوخوا کې جګړه روانه ده، روسیه ادعا کوي چې ښار یې نیولی او د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې هانا مالیار ویلي: "د سولیدار دنیولو لپاره سختې جګړې دوام لري" زېلېنسکي پخپله وینا کې له لوېديځ څخه د لا ډېرو وسلو غوښتنه وکړه اؤ وئ ویل"ددې لپاره څه اړتیا ده؟ هغه وسلې چې زموږ د ملګرو په ګودامونو کې دي او زموږ سرتیري ورته په تمه دي" دهغه په وینا "هیڅ ډول قانع کول یا یوازې د وخت تیریدل به د ترهګرو مخه ونه نیسي، څوک چې په طریقه زموږ خلک په توغندیو، له ایران څخه اخیستل شوي ډرون، د خپلو توپخانو، ټانکونو او هاوانونو سره وژني. ټوله نړۍ پوهیږي چې څه شی دوي ودرول شي او دا څنګه ممکنه ده چې دمرګ دتخم دکروندې کوونکو مخه ونیول شي" د شنبې د ورځې د توغندیو له بریدونو څو ساعته وروسته، برتانیه ژمنه وکړه چې اوکراین ته به د چیلنجر ۲ ټانکونه واستوي څو له دغه هېواد سره د روس د یرغل په شا تګ کې مرسته وکړي. دا سمدستي څرګنده نه ده چې څومره ټانکونه به واستوي. د برتانیې وزیرااعظم ریشي سینګهـ او زیلینسکي د شنبې په ورځ خبرې وکړې. د دوی د تلیفوني تماس وروسته ، زیلینسکي ټویټر ته مخه کړه ترڅو دبرتانیې د وزیراعظم څخه مننه وکړي "د هغو پریکړو لپاره چې نه یوازې موږ د جګړې په ډګر کې پیاوړي کوي ، بلکې نورو ملګرو ته به هم یو سم یو درست پیغا ورکړي" (ددې راپور ځینې معلومات د فرانس پریس، رویټرز او اسوشیټیډ پریس څخه اخستل شوي دي)

15.01.2023 ډیوه

پنجاب اسمبلۍ ماته شوه، د پښتونخوا وزیراعلا هم د خپلې اسمبلۍ ماتولو ته چمتووالی ښودلی

دپاکستان دپنجاب ایالت د وزیراعلا له لوري ګورنر ته دصوبایي اسمبلۍ ماتولو دلېږل شوې سپارښتنې نه48 وروسته ددغه ایالت اسمبلۍ دګورنر له لاسلیک پرته پخپله ماته شوې ده. له اسمبلۍ ماتېدو وروسته دپنجاب ګورنر دنګران وزیراعلا ټاکنې لپاره وزیراعلا پرویز الهي اؤ دپوزیشن مشر حمزه شهباز ته خپلو کې دمشورې لپاره لیک استولی دی . ترڅو چې نګران وزیراعلان نه وي ټاکل شوی ترهغې به چوهدري پرویز الهي دچارسمبالي وزیراعلا په توګه پخپله کرسۍ ناست وي اؤ دنګران  وزیراعلا لپاره به په دریوؤ ورځو کې دننه داپوزیشن دمشر سره مشوره کوي. دپنجاب اسمبلۍ ماتېدو سره سم دخیبر پښتونخوا صوبې وزیراعلا محمود خان هم دخپلې صوبې داسمبلۍ ماتېدو اشاره ورکړې ده اؤ ویلي یې دي کله چې عمران خان وینا وکړي هغه به داسمبلۍ ماتولو سپارښتنه ګورنر ته ولیږی. په پنجاب اؤ خیبر پښتونخوا صوبو کې دا مهال دتحریک انصاف ګوند حکومتونه دي اؤ ددغه ګوند مشر عمران خان ویلي هیواد کې دنوي سره ټولټاکنو لپاره دهغه ګوند ددواړو صوبو اؤ مرکزي اسمبلۍ نه وتل غواړي. دپنجاب وزیراعلا چوهدري پرویز الهي په دولسمه جنورۍ دصوبې ګورنر ته داسمبلۍ ماتولو سپارښتنه لېږلې وه خو سرچینې وایي دصوبې ګورنر بلیغ الرحمان د وزیراعظم اؤ قانوني ماهرینو سره له مشورې وروسته په دغه سپارښتنه دلاسلیک نه کولو پرېکړه کړې وه. ګورنر بیلغ الرحمان پخپل یو بیان کې ویلي دي دهغه له لوري داسمبلۍ ماتولو په عمل کې دبرخې نه جوړېدو دپرېکړې سره اییني عمل کې دهیڅ رقم خنډ نه راولاړیدو اندېښنه نه وه ځکه چې ایین اؤ قانون کې په صراحت سره د ټولو چارو په مخکې د وړل کیدو لاره شتون لري. دپاکستان دایین له مخې هرکله چې وزیراعلا ګورنر ته داسمبلۍ ماتولو سپارښتنه وکړي نو که ګورنر دسپارښتنې په منلو لاسلیک ونه کړي نو هم په 48 ساعتو کې دننه پخپله اسمبلي له مینځه ځي. دا چې اوس دپنجاب اسمبلي پخپله ماته شوې ده،موجوده وزیراعلا به دنګران یا لنډ مهالي وزیراعلا په توګه ذمه وارۍ پر مخکې وړي اؤ دنګران حکومت جوړیدلو په چاره کې به دمخالفې ډلې دمشر سره مشوره کوي. دواړه مشران پابند دي چې دریوؤ ورځو کې به دنګران وزیراعلا ټاکنه کوي خو که چرې دوي دنګران وزیراعلا په نوم سلا نه شي نو بیا به معامله دپارلیمان شپږ کسیزې کمیټې ته ځي چې په دغه کمیټه کې به درې غړي دحکومت اؤ درې داپوزیشن شامل وي. پارلیماني کمیټه دریوؤ ورځو کې دننه دنګران وزیراعلا دټاکنې پرېکړه کولی شي خو که چرې کمیټي هم دنګران وزیراعلا لپاره په کوم نوم اتفاق ته ونه رسیږي نو بیا به د وزیراعلا ټاکنه دټولټاکنو کمشن کوي.

15.01.2023 ډیوه

د پښتونخوا کارځایونو کې د ښځو جنسي ځورونه

د پښتونخوا په دفترونو او تعلیمي ادارو ځینې مېرمنې له جنسي ځورونې کړېږي. پښتنه ټولنه کې د بدنامۍ او پت له کبله د جنسي ځورونې ډېری پېښې پټې ساتل کېږي او ډېرې کمې رپوټ کېږي.

15.01.2023 BBC

د نيول شوو افغانانو وکيله:‌ د کراچۍ په زندانونو کې بندي افغانان د ناروغیو ښکار دي

کراچۍ ــــ د پاکستان په غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې د طالبانو کونسلر جنرل سيد عبدالجبار وایي، دا وخت د سيند صوبې په بېلابېلو زندانونو کې 951 افغانان لا هم بندي دي. د دغو بندي افغانانو وکیله وایي، بندي کسان د بېلابېلو ناروغیو ښکار دي. عبدالجبار د جنورۍ په 14 مه وي او اې ډيوه ته وویل، چې په دغو پاته بندي افغانانو کې 150 ماشومان 138 ښځينه او 663 نرينه شامل دي. وایي په دغو نيول شوو افغانانو تر 800 کسان يوازې  د کراچۍ په زندانونو کې قيد دي. بل خوا د نيول شوو افغانانو وکيلې منيزه کاکړ وي او اې ډيوه سره خبرو کې وويل، چې دا وخت  په زندانونو کې قيد افغانان د ناروغیو ښکار دي او د صحت اسانتيا نه لري. نوموړې وويل په نارينوو کې د پوستکي يا خارښ ناروغۍ راښکاره شوې دي او د ښځو په زندان کې په لوی شمېر کې ماشومان او داسې ښځې قيد دي چې په خېټه ماشومان لري. منيزه کاکړ وويل: "زياتره کسان چې کوم قيد دي دغه د ړومبی نه ناروغان وو او د درملنې دپاره کراچۍ ته راغلي وو. د ناروغۍ له امله د اول نه دوه نيول شوي افغانان په کراچۍ زندان کې په حق رسېدلي". منیزه کاکړ وایي‌، عدالتونو ته یې خواست کړی چې افغانستان ته د نيول شويو خلکو د بيرته ستنولو امر دې ژر وشي يا دې په زندانونو کې د صحت اسانتياوې ورکړل شي. د منيزه کاکړ په وينه دا وخت نیژدې پنځه يا شپږ داسې ښځينه په کراچۍ سنټرل جيل کې بندي دي چې ماشومان يې په خېټه دي. هغې وويل په داسې حالت کې ښځې خصوصي پاملرنې ته اړتيا لري او د زندان په چاپريال کې ساتل نه يواځې د دوی په صحت بد اغيز راوستی شي بلکې د زېږېدونکو ماشومانو صحت دپاره هم د نقصان وړ ګرځي. د کراچۍ په زندان کې د قيد 16 کلن شېر محمد ورور حبيب خان وي او ای ډيوه سره خبرو کې وويل، د ورور يې د يوې مياشت قيد ورته ښودلی وو خو وایي‌ د پینځو مياشتو راهيسې  بندي ساتل شوی دی. هغه وويل ورور ته د ليدنې دپاره جېل ته ورغلی وو او ويې ليدل چې هغه ناروغه دی او په تکليف کې دی. حبيب وايي: "دوایي مې د ځان سره ورور ته راوړې وه خو نه يې ور پرېښودم. مونږ غوښتنه کوو چې ورور مې دې په خير باندې افغانستان ته واړوي چې هلته د ورپيښو ناروغیو درملنه وکړي". وکيله منيزه کاکړ زياتوي، نيول شوي زلمي افغانان په زندان کې داسې زنداني کسانو سره ساتل کيږي چې په غټو جرمونو کې سزا شوي. هغه وايي د داسې مجرمانو په چاپېريال کې نيول شوي افغانان ساتل د دوی په نفسياتو د بدو اثراتو د غورځيدو سبب ګرځي. بل خوا په کراچۍ کې د افغان کډوالو د کېمپ استازی ګل دين بېګ وايي، په مطبوعاتو د خبرونو مخې ته راتلو او د پاکستاني چارواکو سره د دوی د واکمنو طالبانو د خبرو وروسته د تېرې يوې اوونۍ راهیسې په کراچۍ کې نور افغانان نه دي‌ نیول شوي. په کراچۍ کې د افغانستان د واکمنو طالبانو کونسل جنرل عبدالجبار څه ورځې وړاندې وي او اې ډيوه ته ويلي وو چې د جنورۍ  په 8مه او 9مه د کراچۍ او حېدر اباد د جېلونو نه تر 600 پورې افغانان بيرته افغانستان ته لېږل شوي دي. بل لور ته په کراچۍ کې مېشت افغانان کډوال تور لګوي چې په کراچۍ کې نيول شوو افغانانو کې داسې کسان هم شامل وو چې قانوني اسناد ورسره وو، خو د سيند صوبې حکومت بيا دغه تورونه رد کړي او ويلي يې وو يواځې په غېر قانونه توګه پاتې کېدونکي او راتلونکي افغانان يې نيولي وو. په پاکستان په ځانګړي ډول سيند صوبه کې د افغانانو د نيولو په سر په افغانستان کې واکمنو طالبانو په پاکستان غږ کړی وو چې دغه لړۍ ودروي. د تيرې میاشتې په وروستيو کې په اسلام اباد کې د طالبانو سفارتخانې په ټويټر ويلي وو، په پاکستاني چارواکو غږ کوي چې په پاکستان کې د مېشتو او مسافرو افغانانو خصوصا د ښځو، ماشومانو، سپین ږیرو او ناروغانو زنداني کول او ځورونه خورا دردوونکې ده. سفارت لیکلي وو: "دا د دواړو وروڼو هېوادونو د اړیکو لپاره ښه پایله نه لري. پکار ده چې دغه شته بندیان ژر ترژره خوشي او دا لړۍ پای ته ورسیږي". د پاکستان مرکزي حکومت دغه بيان ته په رسمي ډول کوم غبرګون نه وو ويلی. د نومبر په وروستيو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزير مملکت حنا رباني کهر په مشرۍ یو لوړ پوړي پاکستاني پلاوي د کابل سفر کړی او د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقې په شمول یې د نورو طالب مشرانو سره د امنیت، تجارت او تعلیم په شمول په یو شمیر نورو موضوعاتو خبرې کړې وې. د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو، د حنا رباني کهر په مشرۍ پلاوي سره د طالبانو پلاوي "د افغان بنديانو د خلاصون، یوبل هیواد ته د مسافرو د تلو راتلو او په لارو د اوښتو په برخه کې د سهولتونو د را منځته کولو" په تړاو هم خبرې کړې وې. خو په 29 نومبر د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د حنا رباني کهر د کابل د سفر په اړه جاري بیان کې د افغان کډوالو په اړه څه نه وو ويلي. په وروستيو کې په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې [يو اېن اېچ سي ار] په سيند صوبه او ځانګړي ډول کراچۍ ښار کې د افغانانو، ښځو او ماشومانو په نيولو او بندي کولو ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې وو، اداره په نړيواله کچه په رياستونو غږ کوي چې په زوره افغانان بيرته خپل هېواد ته نه ستنوي څو پورې چې په افغانستان کې امنيت، د قانون سر لوړي او د بشري حقونو حال ښه شوی نه وي. په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره [يو اېن اېچ سي ار] وايي، پاکستان کې 13 لکه افغان کډوال مېشت دي چې په پاکستان کې د پاتې کېدو دپاره قانوني اسناد لري او يو اېن اېچ سي ار يې مرستې کوي، په دوېم نمبر کې اته نيم لکه نور کډوال دي څوک چې د پاکستان حکومت په کال 2017 کې رجسټرډ کړي دي، او درېم د پاکستان حکومت وايي، د درېو نه تر پينځه لکو پورې هغه افغانان دي چې اسناد نه لري او څلورم د پاکستان د حکومتي شمېرو ترمخه په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان ته دوه نيم لکه نور افغانان راغلي دي.

15.01.2023 ډیوه

ذبیح الله مجاهد: د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اندېښنو پوهېږو خو غیرشرعي اقدامات نه پرېږدو

واشنګټن ـــــ د طالبانو حکومت وایي پر ښځو او نجونو د بندیزونو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اندېښنو پوهېږي، خو وایي خپلې چارې به د اسلامي شریعت په رڼا کې تر سره کوي. امنیت شورا په ښځو او نجونو باندې د طالبانو بندیزونه "جابرانه" بللي او د بیرته اخیستو غوښتنه یې کړې ده.  د ملګرو ملتونو امنيت شورا د افغانستان د حالاتو او پر ښځو د طالبانو د حکومت د لګېدلو بندیزونو په اړه د جمعې په ورځ‌ د بندو دروازو تر شا غونډه وکړه چې ماښام ناوخته پای ته ورسېده. په غونډه کې د امنیت شورا د 11 غړو هېوادونو استازو ګډون کړی وو، چې په افغانستان کې یې د نجونو او ښځو پر حالت ژوره اندېښنه ښکاره کړه او له طالبانو یې وغوښتل چې وروستي لګولي بندیزونه سمدستي بیرته واخلي. په ملګرو ملتونو کې د جاپان دایمي استازي ایشیکانې کیمي هیرو تر غونډې وروسته رسنیو ته وویل، په افغانستان کې ښځې باید د سیاست، اقتصاد او تعلیم په ګډون د ټولنې په ټولو اړخونو کې په بشپړه توګه برابر او معنالرونکی ګډون ولري: "موږ له طالبانو وغوښتل چې د ښځو او نجونو خلاف ټول جابرانه اقدامات ژر بیرته ودروي، دوی باید د امنیت شورا د 2593 قرارداد په بنیاد خپلې ژمنې عملي کړي او د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی ولري". په دې غونډه کې د البانیا، برازیل، ایکواډور، فرانس، ګیبون، جاپان، مالټا، سویټزرلېنډ، عرب اماراتو، برتانیې او امریکې استازو ګډون کړی وو. د طالبانو حکومت وایي دوی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اندېښنو پوهېږي، خو وایي هڅه کوي چې خپلې ټولې چارې د "اسلامي شریعت په رڼا کې" تر سره کړي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر لیکلي: "[د اسلامي‌ امارت حکومت] د خپل دین او خلکو په وړاندې د مسؤلیت د احساس له امله نه شي کولای، غیر شرعي اقداماتو ته په هېواد کې اجازه ورکړي". خو ذبیح الله مجاهد دا سپیناوی نه دی کړی چې د ښځو د تعلیم او په غیرسرکاري ادارو کې د هغوی له کار سره تړلي کوم اقدامات "غیرشرعي" دي. د طالبانو حکومت د دسمبر پر 20مه د افغانستان په ټولو پوهنتونونو کې د نجونو تعلیم تر بل امر پورې وځنډاوه او تر هغه څلور ورځې وروسته د دسمبر پر 24مه یې په ټولو غیرسرکاري کورنیو او نړیوالو ادارو کې هم د ښځو پر کار بندیز اعلان کړ. د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غونډې ګډونوالو وویل، ښځې د افغانستان د ناوړه بشري بحران د ختمولو په کارونو کې مرکزي او مهم رول تر سره کوي، ځکه چې وایي دوی د غیرسرکاري ادارو د مرستو په رسولو کې خلکو ته لاسرسی لري چې د دوی نارینه همکاران هغسې ولس ته نه شي رسېدلای. د امنیت شورا استازي ایشیکانې کیمي هیرو وایي په افغانستان کې د ښځو او نجونو حالت به د امنیت شورا د ایجنډا په سر کې وي او وایي دوی به په دې برخه کې حالت له نیژدې څاري او جواب به یې ورکوي: "د شورا د غړو په توګه موږ په افغانستان کې د ټولو ښځو او جینکو تر څنګ ولاړ یو او پخپلو خبرو کې مو د هغوی حقونو او اړتیاوو ته د لومړیتوب ورکولو په اړه خپله ژمنه بیا تکرار کړه". د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، نړیوالو مرسته کوونکو ادارو او هېوادونو ته په کار ده چې د افغانستان حالات او د دې هېواد د خلکو "دیني غوښتنې" په پام کې ونیسي او بشري موضوعات او انساني مرستې په سیاسي موضوعاتو پورې ونه تړي. مجاهد پر ټویټر لیکلي: "موږ په ټولو هغو برخو کې همکارۍ ته ژمن یو چې زموږ له دیني اصولو او هېوادنیو ارزښتونو سره برابر وي". د بې ‌پولې ډاکترانو نړیوال تنظیم یا ایم ایس ایف په غیرسرکاري ادارو کې د ښځو پر کار د طالبانو د بندیز په اړه اندېښنه ښکاره کړې او ویلي یې دي چې دې بندیز په افغانستان کې د ښځینه ناروغانو او روغتیايي کارکوونکو راتلونکی له خطر سره مخ کړی دی. دې تنظیم د جمعې په ورځ په یو بیان کې ویلي، چې که څه هم د دوی د ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز نه دی لګېدلی خو وایي د طالبانو د حکومت له خوا څه داسې رسمي ضمانت نه شته چې دوی له کوم خنډ پرته خپل کار ته دوام ورکړي. د ښځو پر تعلیم او کار د طالبانو بندیز ته د نورې نړۍ له پرله پسې غبرګونو سره سره افغانان هم د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې احتجاجونه کوي. پرون د جرمني په کولن ښار کې په لسګونو افغانانو احتجاج کړی وو او د جرمني په ګډون یې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې پر طالبانو د خپلو پرېکړو د بیرته اخیستلو لپاره فشار واچوي.

14.01.2023 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

14.01.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

14.01.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

14.01.2023 امریکا غږ

اسرائیلي ځواکونو دوه فلسطینیان ووژل

د فلسطین صحي چارواکو د شنبې په ورځ جنوري ۱۴ (مرغومي ۲۴) وویل چې اسرائیلي ځواکونو د اردن سیند‌ په لودیځه غاړه کې د یو لړ عملیاتو پرمهال دوه فلسطینیان وژلي دي.

14.01.2023 امریکا غږ

برتانیې اوکراین ته د نورو ټانکونو د استولو ژمنه کړې

واشنګټن – د برتانیې لومړي وزیر ژمنه کړې چې اوکراین ته به د چلنجر ټو په نامه نور ټانکونه استوي چې د روسانو د یرغل په وړاندې جګړه کې ترې کار واخلي، خو دمګړۍ روښانه نه ده چې برتانیه به په کوم شمېر ټانکونه استوي. د برتانیې لومړي وزیر رېشي سونک د شنبې یا خالي په ورځ د اوکراین له ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي سره په ټیلیفون خبرې کړي. د دوی له خبرو وروسته زېلینسکي په ټویټر لیکلي، چې هغه د برتانیې له لومړي وزیر څخه د دغې پرېکړې له امله مننه وکړه چې نه یواځې د جګړې په ډګر به مونږ ځواکمن کړي بلکه نورو شریکانو ته به هم سم پیغام واستوي." اوکراین ته د برتانیې لخوا د نویو ټانکونو د استولو دغه اعلان یواځې څو ساعته وروسته له هاغې وشو چې په پلازمېنه اوکراین کې د شنبې یا خالي‌ په ورځ یو شمېر چاودنې وشوې. چارواکو ویلي، چې په دغو چاودنو کې په کیېف کې مهمې بنسټیزې ودانۍ په نخښه شوي خو دا یې نه دي‌ ویلي، چې څه پکې ویجاړ شوي دي. چاودنې د ښار په ډنېپرو برخه کې شوي او د توغندیو ټوټې د هولوسېوسکي سیمې په هغو برخو کې غورځېدلي چې خلک پکې نه اوسېدل. د اوکراین په شمالي ښار سولېدار کې داسې ښکاري چې دواړو خواو ته د جګړې لاسته راونې یو ډول دي. روسانو پکې د جمعې په ورځ د مالګی د کانونو ښار د نیول دعوه کړې او اوکرایني ځواکونه وايي، چې جګړه دوام لري. که چېرې د روسانو ادعا سمه وي نو دا به د روسانو لخوا د ګڼو پوځي په شاتګونو څخه وروسته لومړۍ ستره لاسته راوړنه وي. د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي د جمعې په ماښام په یوې ویډیوي وینا کې ویلي،‌ چې په یاد ښار او همدارنګه د اوکراین د ختیځې سیمې ډونیڅک په نورو برخو کې اوس هم جګړه روانه ده. اوکرایني چارواکو د زیارت یا پنجشنبې په ماسپښین ویلي وو چې په سولیدار ښار کې تر ۵۰۰ زیات ملکیان بند پاتې دي چې ۱۵ پکې ماشومان هم دي. بل پلو د روس د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي، چې بیلروس هم ښايي د روس په پلوي د اوکراین جګړې ته ور ننوځي. روس د فیبرورۍ په ۲۲ نېټه له بیلروس څخه په اوکراین باندې د خپل برید لپاره د خیځ د تخښتې په څېر کار واخېست خو اوس هلته په سرحدي سیمو کې درانه سېلابونه دي او دمګرۍ ترې د یو بل ستر برید وېره نه څرګندېږي.      

14.01.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more